کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د برید اتلسم کال؛ ۱۸ کلن ځوانان په جګړو کې لوی شول

16 میزان 1398 ساعت 13:51

له نن نه پوره اتلس کاله وړاندې امریکا او ملګرو یې پر افغانستان برید وکړ او لاهم دلته دیره دي.


له نن نه پوره اتلس کاله وړاندې امریکا او ملګرو یې پر افغانستان برید وکړ او لاهم دلته دیره دي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان وایي د افغانستان هغه ځوانان چې عمرونه یې تر اتلسو کلونو رسیږي، تیر عمر یې ټول په جګړو، چاودنو او نا امنیو کې تیر کړی دی.
د افغانستان د شمیرو مرکزي ادارې د رپوټ پر اساس د افغانستان له ۳۲ میلیونو وګړو له ډلې ۴۸ سلنه یې له ۱۵کلونو کم عمرونه لري.
د ماشومانو د ساتنې د سازمان مشر، اونو مانین ویلي د افغانستان ماشومان هره ورځ د چاودنو په ویره کې ژوند کوي.
اونو مانین ویلي: "فکر وکړئ، اتلس کاله عمر لری او له جګړو او نښتو پرته مو هیڅ هم نه دي لیدلي. افغانستان کې ورځنی ژوند له چاودنې او ځانمرګي بریدونو سره مل دی. ماشومان د چاودنې له ویرې ښوونځي ته نه ځي، کورنۍ یې د دوی بیرته راستنیدو ته ډاډمن نه دي او تاسو هم نه پوهیږی چې د ورځې په پای کې به کور ته ژوندي راشی که نه."
یاد سازمان په یوه اعلامیه کې د افغانستان د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې پر ماشومانو جګړه پای ته ورسوي.
سازمان وایي هره ورځ ۲۰ میلیونه ماشومان د جګړو، چاودنو، ډزو او یا هم د ښوونځي په لاره کې د زیانمنیدو له ویرې له خوبه پاڅیږي.
سرچینې همداشان زیاته کړې چې یواځې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې له ۱۲ زرو ۵۰۰ څخه زیات ماشومان وژل شوي یا ټپيان شوي دي.
اعلامیه کاږي چې ۳.۷ میلیونه ماشومان د جګړو له امله ښوونځي ته له تلو پاتې شوي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
د ماشومانو د ساتني نړیوال سازمان ویلی نړیواله ټولنه هم باید هیر نه کړي چې دغه ماشومان رواني او ښوونیز روغتیا ته اړتیا لري.
دا چې پر افغانستان د بهرنیو ځواکونو له بریده اتلس کلونه تیر شوي او هره ورځ د لسګونه افغانانو جنازې پورته کیږي، لاهم معلومه نه ده چې خدای به د دې هیواد د خلکو په نصیب سوله لیکلي وي که نه.


د مطلب کود: 192741

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192741/د-امریکا-برید-اتلسم-کال-۱۸-کلن-ځوانان-په-جګړو-کې-لوی-شول

آوا
  https://www.avapress.com