دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 192711
سالنګونو کې له وخته وړاندې واورې
د سالنګونو د ساتنې او څارنې چارواکي وایي کیدای شي دا ورښت تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې دوام وکړي او له ټریلري وسایطو پرته نور ټول وسایط کولی شي د ځنځیرونو په کارولو سره له دې لارې تیر شي.
په سالنګونو کې له دریو ورځو راهیسې سخت بارانونه او واورې وریږي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې چارواکي وایي کیدای شي دا ورښت تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې دوام وکړي او له ټریلري وسایطو پرته نور ټول وسایط کولی شي د ځنځیرونو په کارولو سره له دې لارې تیر شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې ویلي ټول موټر لرونکي باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي.
۱ – مجاز سرعت، مجاز وزن او مجاز ارتقاع
۲ – ژمني وسایل او تجهیزات لکه ځنځیرونه، ګرم کالي، اضافي خواړه او احتیاطي تیل
۳ – د لویې لارې وسایط باید په ټولو تخنیکي وسایلو سمبال وي.
۴ – د مقراراتو، لارښوونو جدي رعایت، له مخکې کیدو ډډه کول او تونل کې د ننه له دریدو ډډه کول.
د لویې لارې عمومي وضعیت داسې ښودل شوی دی.
د واورې پریړوالی: ۷۵ سانتي متره
د لید ساحه: ۲۰۰
د باد چټکتیا: په هره ثانیه کې ۲ متره
په سړک کې یخ: شاوخوا ۸ کیلومتره
رطوبت: ۱۰۰ سلنه
د هوای یخوالی: ۲- سانتي ګراډ
په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د وریدو احتمال هم ۸۵ سلنه ښودل شوی دی.
دا په سالنګونو کې د کال لومړنۍ واوره ده چې له وخته زیات وړاندې لیدل کیږی.
په دې وروستیو کې د هیواد یو شمیر نورو سیمو کې هم سخت ورښتونه شوي او سیلابونه راوتلي دي.
پرون د کابل – بامیان د لویې لارې په اوږدو کې چې د غوربند اړونده سیمه ده، د سختو بارانونو او توندو بادونو له امله غر ښویدلی و، چې تر نن یکشنبې پورې لاره د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
همداشان تیره ورځ د کابل په یو شمیر برخو کې هم سخت بارانونه او ږلۍ وشوې.
https://avapress.com/vdcgqx9qqak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته