دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 192710
کورنیو چارو وزارت: هلمند کې ۳۳ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ طالبانو غوښتل چې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د ۳۳ تنو مخالفو وسله والو د وژل کیدو او ټپي کیدو خبر ورکړی.
دغه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ طالبانو غوښتل چې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
اعلامیه
کاږي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان "سلما" په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د دې نښتې په پایله کې د طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي او د ترهګرو نهه جسدونه د جګړې پر ډګر پاتې شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي چې په یاده نښته کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.
طالبانو لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی
https://avapress.com/vdcfy0dyxw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته