دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 192709
د ټاپي په مسیر کې د مالکیت حق معلومولو او ځمکې بیې ټاکلو بهیر پيل شو
د افغانستان د کور جوړونې وزارت وایي د ټاپي پروژې د لارې په اوږدو کې د مالکیت حق معلومولو او د ځمکو قیمت ټاکلو لپاره دوه تخنیکي ډله دهرات ګذرې ولسوالۍ ته ور استولي دي.
د افغانستان د کور جوړونې وزارت وایي د ټاپي پروژې د لارې په اوږدو کې د مالکیت حق معلومولو او د ځمکو قیمت ټاکلو لپاره دوه تخنیکي ډله دهرات ګذرې ولسوالۍ ته ور استولي دي.
دغه وزارت نن دوشنبې د تلې ۱۵مه دوی د ټاپي مسیر کې د ځمکو مالکیت معلومولو او قیمت ټاکلو لپاره کسان ګومارلي چې د دې بهیر په ختمیدو سره به د پروژې پلي کیدل پيل شي.
د ښار جوړونې وزارت ویاند، حشمت الله ناصري ویلی دې برخه کې به کار په چټکۍ سره پای ته ورسوي او د دویمې مرحلې مسوولیت چې د خلکو د ځمکو استملاک دی، د کانونو او پټرولیم وزارت پر غاړه واخلي.
ښاغلي ناصري ویلي چې د قانوني کړنو لپاره دوی په اوو سپرکو او څلویښتو مادو کې د ټاپي یو ځانګړی قانون چمتو کړی دی.
د یادولو ده چې تر اوسه دوه ځلې په نیمروز او کندهار کې د ټاپي د پروژې مسیر بدل شوی دی.
یو ځل له دې امله چې د ترکمنستان د ګازو لیکې د نیمروز دلارام کې د خلکو له کورونو تیریدې او بل ځل هم له دې امله چې کندهار کې د انارو پر باغونو برابرې شوې وې.
د کانونو وزارت ویاند سیحون کامګار وایي چې چارو کې د لا چټکتیا لپاره به په څو ولایتونو کې د استملاک کار هم پيل شي.
د دغه مسیر د ماین پاکۍ، د ځمکو استملاک لارې ټاکلو او چاپيریالي سروې ګانو چارې په ۲۰۱۸ کال کې بشپړې شوي دي.
افغانستان کې د ترکمنستان د نل لیکو کار یو ترکي شرکت پرمخ وړي چې افغانستان به د دې پروژې په بشپړیدو سره هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ عاید ترلاسه کړي.
https://avapress.com/vdcdzx0fnyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته