دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 187634
خلیلزاد: راتلونکې اوونۍ قطر او جرمني د سولې د بین الافغاني خبرو کوربانه دي
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې جرمني او قطر به په ګډه د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو د بین الافغاني خبرو کوربانه وي.

ده له جرمني او قطر څخه مننه کړې چې د بین الافغاني ډيالوګ کنفرانس د کوربه توب چارې يې پر غاړه اخیستي.
زلمي خليلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د قطر په دوحه کې د جولای په اوومه او اتمه کېدونکی بین الافغاني ډیالوګ کنفرانس د سولې د چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لري، ډېر مهم دی او د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی، د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې څلور ټکي مطرح وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارېدل، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند.

په داسې حال کې چې ښاغلي خلیلزاد د افغانانو تر منځ کېدونکي کنفرانس ته خوشبیني څرګنده کړې ده، افغان حکومت هم وايي چې طالبان باید د سولې لپاره له هغه فرصته چې نه یوازې افغانانو، بلکې نړيوالو ورته برابر کړی، استفاده وکړي او د افغانانو وژلو ته د پای ټکی کېږدي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د جګړې يوازنۍ حل لاره دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرو ته کېني او د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: د افغانستان د حکومت لپاره د سولې پروسه یوه مهمه پروسه ده، ولسمشر ته دا مهم لومړيتوب دی، د افغانستان حکومت، خلک او متحدین یې ټول په ګډه کار کوي چې جګړه ختمه شي، که طالبان دا جګړه نه ختموي او پلمې لټوي، پر ملکي اهدافو حملې کوي، نو دا همدا ښيي چې دوی سولې ته اعتنا او چمتووالی نه لري.
د دوشنبې په ورځ په کابل کې وسله والو پر یوه مهمه سیمه حمله وکړه چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي امنیت ریاست او دفاع وزارت ته نږدې پرته ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexf8zejh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته