دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 163263
تازه رپوټ: د افغانستان هیڅ ځای خوندي نه دی
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې هیڅ ځای خوندی نه دی.
د بشري حقونو د څار ټولنې دغه رپوټ کې په افغانستان کې د جګړو د قربانیانو د کورنیو سره د ناکافي مرستو له کبله اندېښنه ښودلې ده.
د راپور لیکوالې پټریشا ګاسمن لیکلي چې د طالبانو او داعش وسله ‎والو د بریدونو له کبله د ملکي قربانیانو کورنۍ او خپلوان له سختو مالي، روغتیایي او روحي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د بشري حقونو د څار سازمان دغه نوی نهه څلویښټ مخیز رپوټ چې "خوندي ځای نه‌شته" نوم ورکړل شوی، د پنځه څلویښت کسانو سره د مرکې پر اساس جوړ شوی دی.
په‎دې راپور کې د دوه زره شپاړسم میلادي کال راهیسې د ملکي قربانیانو د کورنیو او ټولنې تل‌پاتې ستونزې منعکسې شوې دي.
هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار سازمان پر حکومت غږ کړی چې د مرستې پروګرامونه داسې تنظیم کړي چې ټولو اړو کسانو ته د مرستو رسېدل ډاډمن شي.
دغه سازمان پر وسله‎ والو طالبانو او نورو یاغي ډلو هم غږ کړی چې د ملکي وګړو په نښه کول ودروي.
دا راپور داسې مهال خپور شوی چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوازې په تېر ۱۳۹۶ کال کې د جګړو په ترڅ کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره ۹۴۱۳ تنه ښیي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3w9qwak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته