د روغتیا وزارت د رسنیو مسوول، اسماعیل کاووسي وایي چې کابل کې د ځانمرګي برید ټپیانو شمېر ۳۲۷ تنو ته ورسید.
د کابل ځانمرګي برید ۲۸ تنه ووژل او ۳۲۷تنه ټپیان یې پر ځای پرېښودل
خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 1 ثور 1395 ساعت 10:33
د روغتیا وزارت د رسنیو مسوول، اسماعیل کاووسي وایي چې کابل کې د ځانمرګي برید ټپیانو شمېر ۳۲۷ تنو ته ورسید.
د روغتیا وزارت د رسنیو مسوول، اسماعیل کاووسي وایي چې کابل کې د ځانمرګي برید ټپیانو شمېر ۳۲۷ تنو ته ورسید.
کاووسي زیاتوي چې تر اوسه پورې د دغه برید ۱۵ وژل شوي کسان هم روغتونونو ته وړوړل شوي دي.
د کابل امنیه قومندان، عبدالرحمن رحیمي هم په دغه برید کې د ۲۸ تنو وژل کېدو پخلی کوی.
دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د رجال برجسته ریاست خوا ته وشو چې لومړۍ، ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړه او وروسته نور بریدګر د یاد ریاست ودانۍ ته ور دننه شول.
د رجال برجسته ریاست ودانۍ د کابل په پل محمود خان سیمه کې ده.
وروسته له برید څخه افغان ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د ډزو غږونه اورېدل کېدل. ویل کېږي چې دولتي ځواکونه توانېدلي چې ودانۍ ته د ننه شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی او دغه پېښه یې یوه ترهګریزه کړنه بللې ده.
له ولسمشرۍ مانۍ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي:"ولسمشر له ټينګار سره وویل چې دا ډول بریدونه د دښمن د کمزورتیا نښه ده چې نشي کولی له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي."
غني زیاته کړې ده:"دغه ډول بزدلانه بریدونه نشي کولی چې د خلکو او افغان ځواکونو هوډ ته د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې زیان ورسوي."
د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وایي چې افغان ځواکونه د برید سیمې ته رسېدلي دي.
تمیم حمید وایي چې افغان ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلې او له ترهګرو سره پر نښته بوخت دي.
د مطلب کود: 125253