کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د افغانستان د کرکټ ملی ټیم له غړیو او روزونکو سره ټلیفوني خبرې وکړې

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 9 حمل 1395 ساعت 9:49


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو او روزونکو ته د کرکټ په نړیوال شل اوریزو سیالیو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د بریا مبارکي وویله.

جمهور رئیس د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ته وویل، د کرکټ په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ستاسو راڅرګندېدل او لوبېدل ستاسو د همېشنیو هڅو او ښو کړنو ښکارندوی دی.

د هېواد جمهور رئیس د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسو د افغانستان رښتیني اتلان یئ چې دغه اتلولي مو دا ځل او هر ځل په نړیوالو سیالیو کې ثابته کړې ده.

محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له روزونکو انضمام الحق او منوج پراباکرڅخه چې یو یې د پاکستان او بل یې د هندوستان اوسېدونکي دی، له دې امله چې د کرکټ په برخه کې یې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو ښه روزنه کړې، مننه وکړه.

جمهور رئیس د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو او روزونکو ګډ کار ته په اشارې وویل، دا د سیمې د هېوادونو د همکارۍ او ګډ کار لپاره الهام او ښه بېلګه ده.


د مطلب کود: 124200

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/124200/جمهور-رئیس-غني-د-افغانستان-کرکټ-ملی-ټیم-له-غړیو-او-روزونکو-سره-ټلیفوني-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com