واروه له جرس نه د فطرت چې څه صدا ځي ګوره دا کاروان د سړیتوب چې په ژړا ځي غریو نیولې ستوري ترې په مخکې په ژړا ځي څنګه ټپریدلې قافله دسپین سبا ځي. ووایه فطرت ته چې د ژوند حقیقتونه څرنګه نن واړه په طرف د کربلا ځي بعد په ازل او په ابد کې پاتې نه شو داسې ابتدا وه چې یې حد تر انتها ځي ورکې له امثالو نه جوړ نن خپلې هستۍ دي بیرته عقل کل ته ځکه واړه وار خطا ځي نن انسانیت حیوانیت سره پرې کیږي. نن تیرې تیارو ته ، رڼا لور ته د رڼا ځي شوې په اننګو دسړیتوب کې ډیوې بلې ځای دقربانۍ ته چې زامن د مرتضی ځي . ( حمزه بابا) د محرم او صفر په میاشتو کې د امام حسین علیه السلام درنښت او د عاشورا او څلویښتۍ په ورځو کې د هغوی تعظیم او تکریم سبب شوی چې په تاریخ کې د امام حسین د پاڅون موخې او تفکر ژوندی پاتې شي او د انقلاب ځلانده وړانګې په هر زمان او مکان کې خپرې شي او په دې ډول حسین ابن علی علیه السلام په تاریخ کې د بشریت لپاره د هدایت څراغ او د ژغورنې کشتۍ شي.
د عاشورا په غمجن او تږجن ماښام، کله چې د ظلم او شقاوت چاړه د انسانیت د اتل حسین ابن علی په مرۍ تیره شوه او کله چې د اهل بیتو خیمې د اور په نڅا کې ورکې شوې دښمن فکر کاوه چې نوره نو کیسه ختمه ده او ځکه یې نو خوښي او پایکوبي پیل کړه . ډمانو په ډول سورڼۍ، چکچکو او نڅاګانو سره د اهل بیتو په لوټلې قافلې مسخرې کولې او په دغه شان یو حالت کې یې شام ته ته روانه کړه . هغه ورځ د چا په خیال کې هم نه راتلله چې یوازې د څلویښتو ورځو په تیریدو سره به حقیقت تر بل هر وخته زیات لوڅ او روڼ له افقه راووځي داسې چې د صفرې د میاشتې په شلمه ، د څلویښتۍ په ورځ د اهل بیتو غمجن خو بریمن اسارت پای ته ورسید او د اتلانو قافله چې په عزت او درناوي له شامه روانه شوې وه کربلا ته ورسیده. د کربلا اتلې بي بي زینب (ع) ، امام سجاد(ع) او نورو بندیانو په بیلابیلو ویناوو په تیره بیا د یزید په دربار کې په خپلو ولوله ناکو خبرو سره د دغه بري لنډوالی وریاد کړ ، ب ي بي زینب په روښانوونکو او فشاګرو ویناوو سره د دښمنانو چل او جرم اشوا کړ او وې وفرمایل : « ای یزیده ! ته خیال کوې چې د ځمکې ورونه او د اسمان افقونه دې په مونږ بند کړل او لاره چاره دې په مونږ وتړله او مونږ دې د مریانو په شان دلته راوستلو، نو مونږ د خدای په نزد خوار او ته عزتمن شوې؟ ای د پیغمبر له خوا د ازاد شوې زویه[۱]! که د زمانې غمونو په مونږ دا لوبې وکړې او له تاسره خبرو ته مجبوره شوو بیا هم تا ډير سپک ګڼم او ډیره غندنه دې کوم . خو سترګې ګریانه او زړونه سوزانه دي . هر چل چې دې زده وي ویې کړه ، او هر چې دې له وسه وي وې کانده. په خدای قسم چې زمونږ یاد به د خلکو له زړونو ونه باسې ، او زمونږ وحي ختمیدونکې نه ده ، زمونږ جلال ته به هیڅکله ونه رسیږې او د شرم دا داغ به له لمنې ونه وینځل شې.»
که څه هم د کربلا پیښه یوازې هم دومره لویه وه چې د بنی امیه و د کورنۍ په خلاف یې سخت غبرګونونه او دخلکو احساسات راپارولې او دخلکو پام یې د امام حسین مظلومۍ ته اړولی شو ، خو هغه لویه خطره چې په هغو شرایطو کې یې د امام حسین علیه السلام پاڅون ګواښه د امویانو د تبلیغاتو او پروپاګنډو په وسیله د دغه پیښې تحریفول وو. په بله ژبه ، که دعاشورا پیښه یوازې د امام حسین علیه السلام په شهادت سره پای ته رسیدلې وه بنی امیه و به داسې تبلیغات کړې وو چې یزید بریالی شوی دی او امام حسین ماته خوړلې او په داسې حالاتو کې بیا د دغه لوی پاڅون د آیډیالونو او پیغام د پیژندلو امکان ختمیده. خو د امام حسین زوي امام سجاد علیهما السلام او خور یې بي بي زینب په ډير بصیرت او هوښیارتیا سره وپتیله چې د امام د غورځنګ پیغام په همغه ولولې او جذبې سره د ولسونو غوږونو ته ورسوي ، دوي دا کار له بندي کیدو سملاسي وروسته پیل کړ او د امام حسین د حرکت د حقانیت په بیان او د اموي حکومت د فاسد او سست ماهیت په اشوا کولو سره یې په ټولنه کې دبیدارۍ روح وپوکه او د یزید په خلاف د پاڅون او بلوا بڅرکي یې لمبه کړل . ××× پر دې اساس، د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ ورځو ته د امام حسین دمنطق او فصل د پخیدو وخت ویل کیږي چې په عزتمن ژوند او شرافتمنې زندګۍ راچورلي. د اسارت په څلویښتو ورځو کې دامام سجاد او بي بي زینب پرله پسې ویناوو خبره دې حد ته ورسوله چې یزید مجبور شو د عاشورا په ورځ له بې مخینې جرمونو د ځان د پاکولو لپاره ، هغه د ابن زیاد په غاړه واچوي او ځان ترې پریوللی وګڼي او د امام حسین له کورنۍ سره خواخوږي وکړي. د څلورمې پیړۍ لوی عالم شیخ مفید رحمة الله علیه په ارشاد کتاب کې لیکي: « کله چې یزید وغوښتل چې دامام حسین علیه السلام اهل بیت مدینې ته ولیږي نو علی ابن الحسین یې ځانته وباله او په خلوت کې یې ورته وویل : خدای دې د مرجانه په زوي (ابن زیاد) لعنت وکړي. په خدای، که زه ستا له پلار سره مخامخ شوی وای نو هر څه یې چې غوښتلی ورکړې به مې وو او په خپل ټول طاقت سره به مې دهغه د مرګ مخه نیولې وه. خو دخدای تقدیر همداسې وه چې ودې لیده . ته چې کله مدینې ته ورسیږې نو له هغه ځایه ماته لیک ولیکه او هر څه چې غواړې ماته یې ووایه زه به یې ترسره کړه » خو ټولو ته پته وه چې د بیعت اخستلو حکم یزید ورکړی و او له ابن زیاده یې غوښتې وو چې که امام حسین د بیعت له کولو ډډه وکړي نو وې وژنه.
د امام حسین له پاڅون اود کربلا له پیښې څلویښت ورځې تیریدې . کله چې فیصله وشوه چې د امام حسین کورنۍ په درناوي سره مدینې ته ستنه کړی شي ، نو اهل بیتو وویل چې اول دخپلو شهیدانو د شهادت ځای ته ورتلل غواړي او بله دا چې د شهیدانو سرونه دې هلته ستانه کړی شي. د دغه کاروان په سر کې امام سجاد او بي بي زینب وو. قافله ورو ورو د کربلا خاورې ته ورسیدله. د پاتې کسانو لپاره د عاشورا د پیښې بیا یادول سخت او دردوونکي وو او د کربلا د اتل د باتورۍ یادونو د هغوی په زړونو کې ولوله پیدا کوله .
د یو روایت مطابق ، د څلویښتۍ په ورځ د رسول الله مبارک (ص) صحابي جابر ابن عبدالله انصاري ، د امام حسین علیه السلام لومړی زیارت کوونکی و چې کربلا ته ورسیده . هغه چې کله د امام حسین قبر ته ورسیده نو درې ځله یې الله اکبر ووې او بیهوشه شو. او کله چې په هوش راغی په ډيرې جذبې سره یې د امام حسین زیارت وکړ.
امام حسین علیه السلام د نړۍ د مصلحانو بیلګه ده . هغه د خپل نیکه رسول الله مبارک په امت کې اصلاحي حرکت پیل کړ چې د اسلامي ټولنې د ځوړتیا او تباهۍ مخه ونیسي او په اسلامي امت کې د بیدارۍ او بصیرت په پیدا کولو سره پټې فتنې او چلولونه خلکو ته افشا کاندي او د ژغورنې لاره ولس ته وښیي. هو، هغه د حق او باطل معیار او تله ده . کله چې امام حسین ولیدل چې دنیا ځپلې خلک ظلم او فساد ته ګروهمن شوې او د حق او باطل د پیژندلو وس نه لري او حق او عدالت له سترګو پناه شوی نو په یو انقلابي حرکت سره یې د ټولنې د ژورو ټپونو درملنه پیل کړه . تر دې چې د ځان، کورنۍ او خپلو اصحابو وینه یې ډالۍ کړه چې د امت په نیم زالي تنې کې نوی روح پوکړي . نو د امام حسین علیه السلام پاڅون یوازې په خپلې زمانې پورې محدوده پیښه نه ده چې د یو تاریخي راپور په سترګه ورته وګورو، بلکه دا پاڅون د انسانیت په رګونو کې جاري او د حق غواړو غورځنګونو د حرکت تومنه ده . د امام حسین وینه د بشریت په درست تاریخ کې روانه ده او ولسونه، د بې لاریو، ظلمونو او ستمونو دایمي اصلاح او د عدالت اجرا ته بلي. داخبره د امام حسین د شهادت له هماغه لومړیو ورځو د خلکو په مینځ کې څرګنده شوه . کله چې هغه حضرت شهید شو ، ځینې کسان ایله له خوبه پاڅیدل ځکه چې دوی په کربلا کې د امام حسین په څنګ کې نه وو او له هغه حضرت سره یې چې رسول الله مبارک (ص) د جنت د ځوانانو سردار بللی، مرسته ونه کړه ، که څه هم دغو کسانو د یزید او ابن زیاد نیرنګ او چل ول په موقعه ونه پیژنده خو د امام حسین علیه السلام پاڅون او د هغوی د کورنۍ ویناوو او افشاګریو په دغو کسانو خپل اغیز پریښوده او هغوی د امویانو په خلاف راپاڅیدل. له بلې خوا ، د امام حسین پیروانو هم د هغه حضرت له لارې او سیرته په استفادې سره له هغوی سره تړون وکړ چې د حسیني اهدافو په لاره کې به ګام پورته کوي او ذلت او خوارۍ ته به غاړه نه ږدي. ویلی شو د محرم او صفر په میاشتو کې د امام حسین علیه السلام درنښت او د عاشورا او څلویښتۍ په ورځو کې د هغوی تعظیم او تکریم سبب شوی چې په تاریخ کې د امام حسین علیه السلام د پاڅون موخې او تفکر ژوندی پاتې شي او د انقلاب ځلانده وړانګې په هر وخت او ځای کې خپرې شي او په دې ډول حسین ابن علی علیه السلام په تاریخ کې د بشریت لپاره د هدایت څراغ او د ژغورنې کشتۍ شي.
دا دی بیا څلویښتي رارسیدلې چې د استکباری طاقت د ماتولو او د مسلمانانو د عزت او ځان د پیژندلو لپاره یوه لویه ټولنیزه اوسیاسی پانګه ده . په دې ورځ ولسونه د حق شعارونه ورکوي او د څلویښتۍ په لویه حماسه کې د حسیني ارزښتونو په ژورتیاوو او فلسفې فکر کوي هغوی د اربعین په لاره کې ځانونه د لوی سمندر یو څاڅکی ګڼي او د حق په لاره کې فنا کیدل نندارې ته وړاندې کوي. کربلا یوه وعده ګاه ده او څلویښتي ، په دغه برمناکې حماسې کې د شرکت وخت دی. د عراق او دنړۍ نورو هیوادونو په میلیونونو خلک د پتنګانو په شان پلي او غمجن د کربلا په لور روانیږي او د امام حسین د زیارت په څنګ کې د عزت ژوند نندارې ته وړاندې کوي او د هغه لوی امام له آیډیالونو او پیغام سره بیعت تازه کوي. یو ځل بیا درته د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ په مناسبت خواخوږي وړاندې کوو. (عبدالرحیم درانی)
[۱] د مکې له فتحې وروسته ابو سفیان چې ایمان یې نه و راوړی او د بنی امیه و کورنۍ د مسلمانانو له خوا اسیران شول خو رسول الله مبارک هغوی ازاد کړل او ورته یې طلقاء، یعنې د مسلمانانو له خوا ازاد شوی مریان نوم ورکړ.