په دې نازکو ورځو کې چې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو سره د مقابلې لپاره اسلامی امت يووالي او پیوستون ته اړتیا لري، ځینې سیمه ییز لوبغاړي او کورنۍ ډلې، په پوهه یا ناپوهۍ سره، د دښمن په میدان کې لوبې کوي. د سوریې د حکومت مخالفانو د دمشق پر پوستو بریدونه، د غزې د جګړې سره په عین وخت، د دې کړنو د رول او اهدافو په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي. ایا دا بریدونه یوازې داخلي شخړې دي یا د مقاومت د جبهې د کمزوري کولو لپاره د یوې لویې دسیسې یوه برخه؟
سید حامد امیني/ دا مقاله هڅه کوي، په ژور او تحلیلي نظر سره، د مقاومت د محور د راتلونکي او د فلسطین اهدافو باندې د دې اقداماتو اغیزه وڅېړي.
فلسطین او اسد: یو نه ماتیدونکی بند
د سوریې د کړکیچ له پیل راهیسې، فلسطیني ډلو لکه حماس او اسلامي جهاد په وار وار د بشارالاسد ملاتړ اعلان کړي دي. دا ملاتړ د فلسطین له مقاومت سره د دمشق د همکارۍ په اوږده تاریخ کې ریښې لري. سوریه تل د فلسطیني مشرانو او جنګیالیو لپاره خوندي ځای ده او د فلسطین د مسئلې د ملاتړ لپاره یې خپل وسائل نه دي سپمولي. نن، د غزې د کړکیچ په منځ کې، د سوریې د حکومت تر څنګ د فلسطیني ډلو شتون دښمنانو ته ښکاره پیغام ورکوي چې د مقاومت محور، له ټولو فشارونو او دسیسو سره سره متحد او باثباته دی.
خو باید وپوښتل شي چې ولې د بشارالاسد ځینې مخالفین دا حقیقت له پامه غورځوي او په داسې وخت کې چې اسلامي امت یووالي ته اړتیا لري، دوی د مقاومت د یوې ستنې د ضعیفولو هڅه کوي؟
ترکیه: ملګری یا دوه ګونی لوبغاړی؟
د سوریې په کړکیچ کې د ترکیې رول په سیمه کې یو له خورا پیچلو مسلو څخه دی. په داسې حال کې چې دغه هېواد ظاهراً د فلسطین ملاتړ کوي او په نړیوالو فورمونو کې د اسرائیلو د جنایتونو پر ضد خبرې کوي، د هغه د سوریې د وسله والو مخالفینو سره، په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د لویدیځو هیوادونو او اسراییلو سره نږدې اړیکې لري، ملاتړ، یو څرګند تناقض دی. د سوریې په شمال کې، د خپلو مداخلو سره، ترکیې نه یوازې تاوتریخوالی زیات کړی دی بلکې د اسلام دښمنانو ته يې دا زمينه هم برابره کړې ده چې تر څو د دې ګډوډۍ څخه ګټه پورته کړي.
دا پوښتنه ده چې ایا ترکیه په ریښتیا هم د اسلامي مقاومت د پیاوړي کولو په لټه کې ده یا چې سیمه ایزې ارمانونه او جیو پولیټیکل رقابتونه د هغه پر پریکړو سیوري لري؟
د فلسطین له مقاومت څخه د اسد ملاتړ
بشارالاسد، له ټولو نړیوالو او کورنیو فشارونو سره سره هغه یو له هغو څو معدودو مشرانو څخه دی چې په خپلو سیاستونو کې یې د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ ته لومړیتوب ورکړی دی. دمشق نه یوازې د مقاومت ډلو لپاره د ستراتیژیک متحد په توګه پېژندل کېږي بلکې له اخلاقي او تاریخي اړخه هم د فلسطین د مسئلې لپاره جدي ژمنتیا لري.
د فلسطین سره د بشارالاسد ملاتړ، حتی د سوریې د کورنۍ جګړې په خورا سختو شرایطو کې، دا د هغه او د سوریې د خلکو لپاره د دې مسلې اهمیت څرګندوي. دا ژمنه، که څه هم دې سوریې ته ډیر لګښتونه راوړي دي، خو د مقاومت په محور کې یې د دغه هېواد وقار او حیثیت ټینګ کړی دی.
د اسد د مخالفینو بریدونه: د اسراییلو په مېدان لوبې او د غزې سره خیانت
د سوریې د حکومت پر پوستو باندې د بشارالاسد د مخالفینو وروستي بریدونه، هغه هم په داسې حال کې چې په غزه کې جګړه خپل اوج ته رسېدلې ده، نه یوازې یو غیر منطقي عمل بلکې دا د فلسطین له ولس سره خیانت دی. دې بریدونو د سوریې د حکومت سرچینې او انرژي چې له فلسطیني مقاومت سره د مرستې لپاره فعال دي، مخه نیولې او صهیونیسټ رژیم ته یې فرصت ورکړ چې له دغه ګډوډۍ څخه ګټه پورته کړي.
آیا د بشارالاسد مخالفین نه پوهیږي چې د دوی دا کړنې به یوازې اسراییل او امریکا ته ګټه ورسوي؟ آیا دوی له دې حقیقت څخه خبر نه دي چې نن، د هر وخت څخه ډیر، د ګډ دښمن سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو ترمنځ یووالی اړین دی؟
لویه دسیسه: امریکا، اسرائیل او ترکیه
د وروستیو بدلونونو دقیقه څیړنه دا ښیي چې دا بریدونه د یوه لوی پلان برخه ده. امريکا او اسرائيلو تل هڅه کړې چې د مقاومت محور کمزوری کړي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي. د دې پلان سره د ترکیې همکاري، د مختلفو بهانې سره، دا یوازې د وضعیتو د لا پېچلتیاو لامل ګرځېدلی دي.
دا دسیسه یوازې د سوریې د کمزوري کولو په موخه نه ده بلکې د اسلامي هېوادونو تر منځ د تفرقې په رامنځته کولو سره، دا د فلسطین مسایل هم له پامه غورځوي. په دې حالت کې، مسلمانان باید هوښيار اوسي او دښمنانو ته به دا اجازه ورنکړي چې د خپلو اهدافو د پرمختګ لپاره د مسلمانانو له داخلي اختلافاتو څخه کار واخلي.
پایله: د اسلامي امت بیدارۍ
نن اسلامي امت د خپل تاریخ په یوه نازک پړاو کې دی. صهیونیسټ رژیم هڅه کوي ترڅو د اسلامي هېوادونو تر منځ د تفرقې او بحران په رامنځته کولو سره، له خپلو جنایتونو څخه د نړۍ پاملرنې واړوي. په همدې حال کې، پر سوریې باندې بریدونه او د مقاومت د محور د کمزوري کولو هڅې، د دې ناوړه پلان په لور یو ګام دی.
د نړۍ مسلمانان باید په دې پوه شي چې د بریا یوازینۍ لار، د ګډ دښمن پر وړاندې اتحاد او پیوستون ده. هر هغه عمل چې دې اتحاد ته زیان رسوي، د فلسطین له ولس سره خیانت او د دښمن په مېدان کې لوبې ګڼل کېږي. نن، د هر وخت څخه ډیر، موږ د اسلامي امت بیدارۍ او هوښیارۍ ته اړتیا لرو ترڅو د دښمنانو د دسیسو په وړاندې ودریږو او مقاومت یې بریا ته ورسوو.