کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اسلامي نړۍ کې غم، د وحی په خاوره کې جشن؟!

29 عقرب 1403 ساعت 14:30

د عربستان خاوره چې یو وخت د ثابت ایمان سمبول او د اسلامي ارزښتونو مرکز و، اوس د خپلو مشرانو په پرېکړو او عملونو له امله د مقدساتو د تحقیر میدان ګرځېدلی دی. دا کړنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې اسلامي امت خپل ژوند په ماتم او غم کې تېروي. په غزه کې، هره ورځ ماشومان د اور او وینې په منځ کې مړي او فلسطيني پلرونه او ميندې خپل ماشومان د خټو له لاندې څخه را وباسي. په لبنان کې، هغه کورونه چې یو وخت د هیلو او ژوند څخه ډک وو اوس ویجاړ شوي دي او کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره لږترلږه مرستې ته انتظار باسي.


سید حامد امیني/ سعودي عربستان، هغه خاوره چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د میلیونونو مسلمانانو ورسره مینه لري او زړونه یې د کعبې او مدینې په نوم سره روښانه کیږي، په دې ورځو کې داسې پېښې رامنځته شوې چې د اسلامي امت زړونه دردوي. هغه خاوره چې یو وخت د ایمان د استقامت سمبول او د اسلامي ارزښتونو اډه وه، اوس د خپلو مشرانو په پرېکړو او کړنو له امله د مقدساتو د سپکاوي په میدان بدله شوې ده.

د جینیفر لوپیز کنسرت؛  د سپکاوي سمبول

د دې انحراف یوه تر ټولو تازه او جنجالي بېلګه، د مشهورې لوېدیځې سندرغاړې، جینیفر لوپیز متنازع کنسرت و. هغې په دغه پروګرام کښې چې د سعودی عربستان په یو ښار کښې ترسره شوی وو، په سټیج کښې په لوڅ شکل راښکاره شو او د نڅا او خوشالۍ د یوې حلقې په مینځ کښې یې د خدای د کور سمبول په خپل فعالیت کښې شامل کړ. دا عمل د اسلامي ارزښتونو او مقدساتو ته ښکاره سپکاوی وو؛ ځکه چې په هغه کلتور کې چې په میلیونونو مسلمانان د کعبې د نوم په وړاندې سجده کوي، دا ډول نندارې یوازې د اسلامي عقیدې ښکاره سپکاوی کیدی شي.

دا کنسرت، چې د زیاتو لګښتونو او پراخو اعلاناتو سره ترسره شو، نه یوازې دیني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې دا د سعودي عربستان په کلتوري سیاستونو کې هم د ژور بدلون استازیتوب کوي. دا څنګه ومنل شي چې د وحې ځمکه د اسلامي هويت د پياوړي کولو پر ځای د هغو هنرمندانو کوربه توب کوي چې په دې هېواد کې بهرني کلتوري سمبولونه راوړي او د لويديځ د کلتور سره د اسلام روح را محاصره کوي؟

اسلامي نړۍ په ماتم کې؛ سعودي عربستان په جشن کې

دا کړنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې اسلامي امت خپل ژوند په ماتم او غم کې تېروي. په غزه کې، هره ورځ ماشومان د اور او وینې په منځ کې مړي او فلسطيني پلرونه او ميندې خپل ماشومان د خټو له لاندې څخه را وباسي. په لبنان کې، هغه کورونه چې یو وخت د هیلو او ژوند څخه ډک وو اوس ویجاړ شوي دي او کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره لږترلږه مرستې ته انتظار باسي.

په همدې حال کې، سعودي عربستان د مظلومو مسلمانانو سره د پیوستون پر ځای په میلیاردونو ډالر د غربي کنسرتونو او په زړه پورې نمایشونو په جوړولو لګوي. ایا دا هماغه هیواد دی چې خادم الحرمین شریفین بلل کیږي؟ ایا د سعودي مشران په خپل دیني او تاریخي مسؤلیت خبر دي؟

د شرم وړ معامله؛  د مسلمانانو شتمني د اسلام د دښمنانو په خدمت کې

د تېلو هغه ستره شتمني چې خدای پاک دې خاورې ته ورکړې ده، د اسلامي امت د یووالي او د مظلومانو د ملاتړ لپاره کارېدلی شي. خو دا شتمني، نن ورځ د لویدیځو قدرتونو په خدمت کې ده او په اسلامي نړۍ کې د وسلو او سیاسي قراردادونو له لارې د جګړې په پیلولو کې مرسته کوي.

هر بم چې د غزې په ماشومانو غورځیږي او هره مرمۍ چې د یمن د مسلمانانو په سینه لګیږي له استکباري قدرتونو سره د سعودي عربستان د شرمناکو معاملو برخه ده. دا معامله، نه یوازې له اسلامي امت سره خیانت دی، بلکې د دې هېواد د مشرانو پر تندي باندې هم د ذلت داغ دی.

محمد بن سلمان؛  د بیرغ بدلولو څخه د قمار او لویدیځ موسیقۍ ترویج پورې

د سعودي ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان هڅه کوي چې هیواد د سوداګرۍ او تفریح ​​​​په یوه نړیوال مرکز بدل کړي. خو دا هڅې د دې خاورې د مذهبي هویت لپاره دروند قیمت لري. هغه نه یوازې په سعودي عربستان کې غربي کنسرتونو او غیر اخلاقي فعالیتونو ته وده ورکړې، بلکې هڅه کوي د دغه هېواد بیرغ هم بدل کړي؛ د طیبه په کلمه سینګار شوی هغه بیرغ چې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د ایمان او یووالي نښه ده.

د کاسینو پرانیستل، د لویدیځ ژوند طرز ته وده ورکول او له اسلامي ارزښتونو څخه لیرې کول د سعودي ولیعهد د نویو پالیسیو برخه ده، چې د دغه خاوره روح یې په خطر کې اچولی دی.

اسلامي امارت؛  د مقاومت او ارزښتونو اعتقاد لپاره یوه بیلګه

د دې انحراف په مقابل کې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو د مراعاتولو او د غرب د فرهنګي نفوذ په وړاندې د مقاومت یوه بیلګه ګرځیدلې ده. داسې دولت چې له سختو اقتصادي او سیاسي فشارونو سره سره، په دې وتوانېد چې خپل اسلامي هويت وساتي او د ټولنیز عدالت، د اسلامي امت د وحدت او د مظلومانو د ملاتړ په شان اصولو باندې ټینګار وکي.

د سعودي عربستان او اسلامي امارت د سیاستونو تر منځ دغه توپیر د اسلامي امت لپاره څرګند پیغام لري: سادگي او د اسلامي اصولو پیروي، نه یوازې د دیني هویت ساتنه کوي، بلکې وقار او خپلواکي هم راوړي.

سعودي عربستان ته د اسلامي امت پيغام

اې عربستانه، ته د وحی خاوره یې! کعبه ستا په منځ کې ده، د ملیونونو مسلمانانو قبله چې هره ورځ په خپلو دعاګانو سره له خدای څخه د عزت او یووالي غوښتنه کوي. خو نن، ستا جشنونو او کنسرتونو تا له اسلامي ټولنې څخه جلا کړي دي.

ایا تاسو لاهم په یاد لرئ چې ستاسو مسؤلیت څه دی؟ ایا تاسو اوس هم د غزې د ماشومانو او په لبنان کې د کډوالو چیغې اورئ؟ ایا تاسو لاهم د خادم الحرمین په توګه پیژندل کیدی شئ؟

بېرته د عزت لارې ته

اسلامي امت له تاسو څخه تمه لري چې خپل رښتیني دریځ ته راشئ. هماغه سعودي عربستان ته چې د مظلومانو د دفاع او د استکبار په وړاندې په لومړۍ کرښه کې ولاړ و. اوس هم چانس شته چې دا غلطه لاره سمه کړي او مستند اسلامي ارزښتونو ته ورګرځي.

اې د وحی خاوره، مسلمانان تاسو ته ګوري. کعبه اوس هم د امت د یووالي نقطه کیدای شي، که تاسو هم په یاد ولرئ چې عزت په اسلام کې نغښتی دی، نه د غربي کلتور په تقلید کې. بیرته راشه، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي!


د مطلب کود: 300894

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/note/300894/په-اسلامي-نړۍ-کې-غم-د-وحی-خاوره-جشن

آوا
  https://www.avapress.net