کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر نړيوالو بنديزونو سربېره افغانستان له کومې لارې د آسيا پر څلور لارې بدلېږي؟

10 عقرب 1403 ساعت 15:39

وحيدالله هڅاند/ په دې وروستيو کې اسلامي امارت افغانستان کې د افغان – ټرانس پروژې د عملي چارو د پیلېدو لپاره پوره چمتووالی نيولی، ياده پروژه په منځنۍ او سویلي اسیا کې د نړيوالې سوداګرۍ د پراختیا او لېږد رالېږد د اسانتیاوو لپاره له مهمو سيمه ييزو طرحو څخه يوه ده،چې د افغانستان له لارې د سويلي او منځنۍ اسیا د هېوادونو د نښلولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، د دغې پروژې هوکړه ليک د افغانستان د وسپنې پټلۍ د رييس بخت الرحمن شرافت، د ازبيکستان د ټرانسپورټ د وزير ميرزا معين اوغلي او د متحده عربي اماراتو د ریيس الانيش ترمنځ لاسليک شوې ده، د دې هوکړې له مخې؛ IDL شرکت به د دې پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات په خپل لګښت ترسره کړي او پایله به یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته وړاندې کړي.


د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه پر دې باوري ده،چې افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ به منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ته د افغانستان صادرات ډېر کړي. طبعاً دا پروژې هېوادونو ته ډېرې لویې ګټې لري او ډېری وخت د هېوادونو ترمنځ سیمه‌ییز اتصال ته هم لاره هواروي.

افغان ټرانس چې د ټرانسپورټ د آسانتياوو او په منځني او سويلي آسيا کې د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا په موخه جوړېږي، مسير يې د قزاقستان او ترکمنستان له لارې تېرېږي، بيا افغانستان او  وروسته د پاکستان له لارې د هند سمندر او د فارس خليج ته د لاسرسي زمينه برابره کړي، دغه سوداګريز دهلېز به له افغانستان سره د قزاقستان سوداګري په کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه ۳ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي.

قزاقستان وروسته له هغې دغه اقدام ته ملا وتړله،چې ولسمشر قاسم جومارت توقایف له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا په هدف اسلامي امارت له ممنوعه لېسته لرې کړ، چې دغه اقدام د آستانې او کابل ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لپاره په خير تمام شو، له همدې امله قزاقستان افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړ او غواړي له دې لارې منځنۍ آسيا له جنوبي آسيا سره ونښلي. د روان کال په چنګاښ میاشت کې د اسلامي امارت چارواکو خبر ورکړی و،چې له پاکستان او ازبيکستان سره یې د اورګاډي لیکي له لارې د دغو درېیو هېوادونو د تړل کېدو پر مسیر هوکړه کړې،دغه پټلۍ د ازبيکستان له ترمذه د افغانستان مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلڅو له لارې پر ډیورنډ کرښه کورمې ته اوړي او بیا د پاکستان د اورګاډو شبکې سره نښلول کېږي،چې ٦۴٧ کيلومتره اوږدوالی لري.

له تېرو درېيو کلونو راهیسې په هېواد کې د نشه يي توکو د جرړو اېستلو، د بنسټیزو پروژو پلي کولو او له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته پام ډېر شوی، دمګړۍ د برښنا بندونو او توليد زياتوالي ته هم پوره پاملرنه کېږي، د ټاپي، ټاپ او نوري فایبر پروژو چارې پیل شوي او په نږدې راتلونکي کې به د افغان – ټرانس او کاسا زر پروژو چارې هم پیل شي.

افغان ټرانس پروژه له کلونو راهیسې تر بحث لاندې وه، چې له فتحې وروسته یې ابتدایي سروې د افغانستان، ازبيکستان او پاکستان د وسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونو له لوري په بریالیتوب سره ترسره، د ا.ا.ا  د کابینې له لوري یې مسیر تأیید شو، یاده دې وي چې د افغان ټرانس د وسپنې پټلۍ مهمه پروژه، په لومړيو کې د افغانستان له خاورې په تېرېدو يعنې له مزارشریف څخه پیل او د ۶۴۷ کیلومترو په اوږدوالي له سمنگانو-بغلان – بامیانو – میدان وردگو– لوگر او پکتیا ولایتونو څخه په تېرېدلو سره د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره نښلېده، خو له وروستیو تحقیقاتو څخه دا مسیر د طبيعي پېښو، غرونو، اوږده مسیر او لوړو مصارفو په خاطر د درېواړو هېوادونو په توافق د لوګر– تورخم پرځای لوګر–پکتیا ته تبدیل شو،چې ۱۲۶ کیلومتره له لومړني مسیره لنډ دی او لږو مصارفو ته اړتیا لري، د دې پروژې ټول اوږدوالی چې زموږ له هېواد څخه تېرېږي کابو ۵۰۰ کیلومتره دی چې د ۶ ميلیاردو ډالرو په سرمایه ګذارۍ سره به يې تر ۲۰۲۷ م کال پورې چارې بشپړې شي.

له ځينو مغرضو هېوادو سره به دا پوښته را ولاړېږي، چې افغانستان له نړيوالو بنديزونو سره سره له کومې لارې د آسيا په څلور لارې بدلېږي؟

د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې افغانان له نړۍ سره د اقتصاد محورې پاليسۍ په جوړېدو دغه منزل ته ځان رسولی او د اسلامي امارت مشران نه ستړي کېدونکي کوښښونه کوي، چې افغانستان په راتلونکې کې د اقتصادي بسياينې له پلوه په ټوله نړۍ کې بې مثاله وي، ځکه په تېره شل کلنه اشغالي دوره کې وطن پرستو افغانانو له کورنۍ سره يو ځای مهاجرت ته مخه کړې وه، ګرده افغان خاوره غلو او خاينانو ته ور پاتې وه، په ملي سرچینو او عائداتي خورجینو غلو ګونډې وهلې وې، خو لله الحمد د افغانستان او افغانانو هغه جګړه ځپلی کوټه او ویده بخت یو ځل بیا راویښ شو، له همدې امله امارتي مشران هڅاند دي، چې د رېل پټلۍ له لارې په وچه کې د راګير افغانستان اقتصاد په غوړېدو راشي، سوداګري ورسره پراختیا پیدا کړي، صادرات ورسره زیات شي او د دولت ملي عواید ورسره ډېر شي. همدارنګه خلکو ته د کاري زمینې په برابرېدو کې هم مهمه ونډه ولري. دا په داسې حال کې ده،چې په دې وروستیو کې د رېل پټلۍ له لارې له یو شمېر هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه زیاته شوې او راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان له خاورې د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره
شي.


د مطلب کود: 299705

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/note/299705/پر-نړيوالو-بنديزونو-سربېره-افغانستان-له-کومې-لارې-د-آسيا-څلور-بدلېږي

آوا
  https://www.avapress.net