کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د امریکا او د هغوی د مزدورانو د شکست عوامل څه وو؟

23 اسد 1403 ساعت 14:55

رحمت الله فیضان/ د افغانستان تاریخ ثابته کړې چې له افغانستان څخه هیڅ اشغالګر په لوړ سر او سرو سترګو نه دي وتلي، په ۱۸۳۹ کال کې بريتانيا پر افغانستان خپل غاښونه تیز کړل او د هند له لوري یې پر افغانستان حمله وکړه، د افغانستان په تاریخ کې راغلي چې د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه ۴۵۰۰بريتانوي سرتیري او ۱۲۰۰۰ تنه په هندي کمپنۍ پورې تړلي کسان د افغان قبایلو له لوري ووژل شول، که څه هم په دغه جګړه کې انګریزانو په افغانانو ظاهري بری تر لاسه کړ امیر دوست محمد خان هند ته فرار وکړ او شاه شجاع د انګریزانو پر مټ واک تر لاسه کړ.


په ۱۸۷۸ کال کې د افغان او انګلیسي دوهم جګړه رامنځته شوه، هغه وخت د افغانستان د امارت په رأس کې امیر شیرعلي خان قرار درلود، دا جګړه په حقیقت کې د روس او بریتانیا ترمنځ لوبه وه، په دغه جګړه کې هم ظاهراً انګریزان بریالي شول او امیرشیرعلي خان تیښتي ته مجبور شو.
په ۱۹۱۹میلادي کال کې برتانوي تجاوز او اشغال وروستۍ کمپله د تل لپاره د افغانستان په استقلال سره زموږ له هیواد څخه ټوله شوه.
په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د پرژنف په رهبرۍ پخواني شوروي اتحاد څلویښتم نمبر پوځ د خپل مزدور حکومت په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ چې له نهه کلن اشغال وروسته شوروي ځواکونو په افغانستان کې له شرمه ډکه ماتې وخوړه او په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه ووتل.
په افغانستان کې د شوروي له اشغال او د کمونستي حکومت له نسکوریدو وروسته په ۱۹۹۲میلادي کال کې مجاهدین قدرت ته ورسیدل، مجاهدین هم د قدرت طلبۍ او جاه طلبۍ په نتیجه کې همدا راز د مغرضو ګاونډیو هیوادونو په لمسون په خپل منځو کې په خونړیو جګړو اخته شول، د مجاهدینو حکومت د افغانستان د تاریخ تر ټولو تور باب دی چې په لوستلو یې د هر با ضمیره انسان وجدان لړزیږي، د جهادي ډلو د جنایاتو د مخنیوي په موخه په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د افغانستان د نجات په موخه د طالبانو اسلامي غورځنګ ظهور وکړ، طالبانو د شوروي خلاف جهاد کې غیر منظمه ونډه درلوده، د دغه غورځنګ د خپل حکومت پر مهال سترې لاسته را وړني دا وې:
د افغانستان وحدت تضمینول
د داخلي جګړو لمن ور ټوله ول
په ټول افغانستان کې امنیت را وستل
د اسلامي شریعت نفاذ
که څه هم د طالبانو حکومت ځینې خامیانې درلودې، د نړیوال استکبار له لوري د نه رسمیت پيژندلو ترڅنګ یې سخت اقتصادي تعذیرات هم پر ځان وزغمل.
په ۲۰۰۱ میلادي کال غربي تجاوزګرانو چې په رأس کې یې امریکا وه له تروریزم سر د مبارزې په پلمه پر افغانستان تجاوز وکړ، د دې تجاوز په پایله کې د طالبانو حکومت عقب نشني ته اړ شو او افغانستان کاملاً د اشغالګرانو لاس ته ولوېد او په ملي رنګ رنګیدلی مزدور او مفسد نظام یې د افغانانو لپاره جوړ کړ.
افغانانو د اسلامي امارت تر قیادت لاندې د غربي اشغال په مقابل کې یوه داسې مبارزه پیل کړه چې د بشر په معاصر تاریخ کې یې سیال نه لیدل کیږي، د همدې قربانیو په نتیجه کې غربي اشغالګران اړ شول چې په ۲۰۲۱میلاد کې د افغانستان د پرېښودو اعلان وکړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د خپلو قواوو د وتلو د اعلان ترڅنګ دا هم وویل چي له دې وروسته به د افغانستان ساتنه د دوی پر لاس د درې سوه زره روزل شوي افغان پوځ له لوري کیږي، اشغالګرانو په افغانستان کې د پوځ روزل یوه ستره لاسته راوړنه ګڼله او په منطقه کې یې د یو بې سیاله ځواک په سترګه ورته کتل خو کله چې امریکایان له هیواد څخه وتښتېدل دا بې سیاله اردو داسې ورکه شوه چې خلک پوه نه شول چې دود شول، آسمان ته لاړل او که اوبه شوه پر ځمکه ننوتله.
په افغانستان کې د امریکا د شل کلن اشغال پایلې:
د امریکا د براون په نامه یو معتبر پوهنتون په افغانستان کې د امریکایي اشغال په اړه یو رپوټ خپور کړی، په دې راپور کې را غلي چې د امریکا له لوري د افغانستان په شل کلن اشغال کې ۲۴۱ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په دې ډله کې یو اویا زره او درې سوه څلور څلویښت تنه غیر نظامیان ول چې ۴۷۲۴۵ تنه د افغانستان په داخل او ۲۴۰۹۹تنه د افغانستان په پولو کې د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې وژل شوي.
۶۹۰۰۰ تنه د افغانستان پولیس او د اردو سرتیري، او ۳۵۸۶تنه امریکايي سرتیري ووژل شول.
له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې د امریکا بې پيلوټو الوتکو ۲۷ زره رهبري شوي بمونه د افغانستان پر خاوره وغورځول.
د پوهنتون په دې رپوټ کې راغلي چې د یوې لسیزي په اوږدو کې ۷۷۹۲ ماشومان وژل شوي او ۶۶۲ تنه ټپیان شوي.
له ۲۰۱۰ میلادي کال را دېخوا ته ۳۰۰۰تنه میرمنې ووژل شوې او ۷۰۰۰تنه نورې ټپیانې شوې.
د دې جګړې ټول مصارف ۲۰.۲۶ تریلیون ډالره محاسبه شوې.
د امریکا او افغان فوځي د ماتي ځیني نور عوامل :
۱- د افغانستان په اړه د امریکا تکمان کاري :
د امریکا لوړ پوړي چارواکي ښه پوهیدل چي  د افغانستان جګړه د دوی لپاره نه ګټونکي ده ، دوی پوهیدل چي افغان دولت فاسدی او امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د مخامخ مقابلې توان نه لري،  د دې پر ځای چي پر خپلو نمیګړتیاو اعتراف وکړي، حقایق یې پټول او په دې اړه هم یې د افغانستان خلکو او هم د امریکا ولس ته دروغ ویل، خو کله چي افغانستان د طالبانو له لوري ونیول شو نړیوالو د دوی په سیاست کې را منځته شوي درزونه ولیدل .
۲-د تزئینی اردو جوړ ول :
امریکایانو د افغانستان لپاره یوه تزئینی غیر عملیاتي اردو تشکیل کړه دا یوازي د افغانستان تزئینی فوځ نه وو بلکي عراق کې یې هم داسي فوځ تشکیل کړ چي په ۲۰۱۴ کال کې د داعش د ډلي د کوچني مقاومت پر وړاندي یې هم  تاب را نه وړ.
۳- له امریکایي فوځیانو سره  د افغان فوځیانو له حده زیاته وابستګي
افغان فوځیانو نه د عملیاتو په طراحي او نه هم په تصمیم نیوني کې برخه درلوده دوی عملا د اشغالګرو قواو د افسرانو او منصبدارانو لورته سترګي نیولي وې او د هغوی هدایات یې عملي کول .
۳-رواني جګړه :
کله چي د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان دولت له دخالت پرته په قطر کې  مذاکره پیل شول دا هغه لومړنی زنګال وو چي د افغان فوځ  پښي یې ولړزه  ولې، دوهم زنګال چي د امریکایانو پر لاس جوړ سوي افغان فوځ تر لاسه کړ هغه هم د افغاني منصبدارانو له خبر تیا پرته د امریکا د نظامي اډو تخلیه وه چي د افغانستان اردو یې تر اغیز لاندي را وسته .
۴-ولسي ملاتړ
افغان فوځ او حکومت د پراخ فساد او له ولس سره د دښمنۍ له امله د خلکو منځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړ و او افغان ولس نه غوښتل چي له یو مزدور او قاتل فوځ څخه ملاتړ وکړي .
۵- د حق او باطل په مبارزه کې تل حق بریالی کیږي لکه الل.. جل جلاله چي فرمایې :  ژباړه: او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل وركېدونكى دی.


د مطلب کود: 295253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/295253/په-افغانستان-کې-د-امریکا-او-هغوی-مزدورانو-شکست-عوامل-څه-وو

آوا
  https://www.avapress.com