کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان د بندیزونو د څار کمېټه که د سیمې د هېوادونو د اغفال یوه وسیله؟

1 اسد 1403 ساعت 14:31

په افغانستان د ملل متحد په بندیزونو د څار کمېټه په پرلپسې توګه په افغانستان کې د ألقاعده او ځینو نورو ډلو د مراکزو د شتون او د فعالیتونو د پراختیا راپورونه نشروي.


عاصم جلال/ د دې ډلې د اطلاعاتو د راټولولو مېکانېزم داسې دی چې غړي یې مختلفو هېوادونو ته سفر کوي، هغوی چې کوم معلومات ورکوي دوی یې د خپل راپور په هغه پوده چوکات کې ځای پر ځای کوي چې د بندیزونو له لومړیو کلونو څخه یې جوړ کړی.

دا ډله اوس ددې پر ځای چې حقائق نشر کړي، ځینې غړي هېوادونه یې د خپلو اهدافو لپاره کاروي او داسې مصنوعي له دروغو ډک اطلاعات ورکوي چې دې هېوادونو ته د نورو هېوادونو او ټولنو پر ضد په سیاسي او رواني برخه کې د مطلوبو اهدافو د حصول سبب وګرځي.

دې ډلې ته پاکستان او تاجکستان چې د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، په افغانستان کې د ألقاعدې او نورو ډلو د شتون او مراکزو په اړه په پرلپسې توګه ناسم معلومات ورکوي او دا ډله یې نشروي.

ممکن دې ډلې ته د ځینو نورو مؤثرو جهتونو له لوري په دې برخه کې شین څراغ ورکول شوی وي. سره له دې چې دا مؤثر جهتونه د دوی په راپور هېڅ باور نلري.

پوښتنه داده چې د دې تبلیغاتي لوبې تر شا کوم اهداف دي؟

ألمرصاد د خپلو سرچینو له قوله داسې معلومات ترلاسه کړي چې د پاکستان او تاجکستان تر منځ د استراتیژیکو همکاریو په تړون کې یو مهم ټکی د پاکستان په شمال غرب ګلګت، بلتستان او چترال کې د داعش د پروژې نوي مراکز دي چې دوی به د دې مراکزو له لوري هڅه کوي چې د افغانستان شمال شرق ته نفوذ وکړي.

چین، د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې ته یو لړ تشویشونه ایجاد کړي او د فشار په سیمه ییزو لوبو کې پخپله نفع او په نړیوالو لوبو کې د غرب په نفع له دې نوې لوبې څخه کار واخلي.

پخپلو نفعو کې یو هم د چین او افغانستان تر منځ د واخان د اقتصادي دهلېز او له اسلامي امارت سره د زیاتېدونکي مثبت رسمي تعامل مخنیوی دی.

د تېر جمهوریت له فراري چارواکو سره پرلپسې تماسونه، په ګلګت بلتستان کې د یوې نوې هوایي اډې جوړول، د ترورېزم ضد عملیاتو تر نامه لاندې تمرینات، غرب ته د پاکستاني استخباراتي او پوځي چارواکو سفرونه، له تاجکستان سره د غرب زیاتېدونکې نږدې اړیکې، د پاکستان او تاجکستان تر منځ د استراتیژیکو همکاریو تړون او په افغانستان کې د بریدونو اخطارونه هغه هڅې دي چې ددې موخې لپاره ترسره کېږي.

ألمرصاد ته د خپلو کره امنیتي سرچینو له قوله داسې راپورونه رسېدلي چې همدا اوس د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ګڼ شمېر تاجکستاني، آذربایجاني، ترکي او د منځنۍ آسیا او ځینو نورو هېوادونو اتباع تر روزنې لاندې دي او د سیمې په ډېرو هېوادونو کې د بریدونو د تنظیم لپاره نوې هستې رامنځته شوې او په فعالیت یې پیل کړی او د دې لپاره چې د سیمې هېوادونه د خپل امنیت له اصلي مسیر څخه منحرف او اغفال کړي، په بندیزونو د څار له کمېټې څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او په افغانستان کې د ألقاعده د مراکزو او فعالیت د شتون مصنوعي او کاذب راپورونه پرې خپروي او له دې لارې غواړي په سیمه ییزو او نړیوالو لوبو کې یو لړ اهداف لاسته راوړي چې ځینو ته یې مخکې اشاره وشوه.

چین، روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه باید په ګډه دې نوې خطرناکې لوبې ته رسیدګي وکړي.

بلوچستان ته د خراسان د څانګې د پلازمینې، ګلګت بلتستان ته د داعش د لښکر د تجمع او تاجکستان ته د داعش د افرادي قوت د تمویل او تولی د نوو مراکزو په سترګه وګوري او په همدې اوصافو یې په رسمیت وپېژني او که سیمه متوجه نشي، ممکن د داعش د پروژې د کاروونکو له لوري له خطرناکو پایلو سره مخ شي.

حقیقت دادی چې په افغانستان کې ألقاعده هېڅ ډول شتون نلري او نه یې کوم مراکز شته. نه په حکومتي ارګانونو کې کوم بهرني اتباع کار کوي او نه په تېرو ۲۳ کلونو کې له افغانستان څخه په هېڅ بهرني هېواد کې برید تنظیم شوی او سرته رسېدلی.

د پرمختللې ټکنالوژۍ په اوسنۍ نړۍ کې د داسې څه پټول ډېر ګران دي. د داسې راپورونو په نشر یوازې د ملل متحد په بندیزونو د څار ډله خپل باور او حیثیت له لاسه ورکوي./المرصاد


د مطلب کود: 293957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/293957/په-افغانستان-د-بندیزونو-څار-کمېټه-سیمې-هېوادونو-اغفال-یوه-وسیله

آوا
  https://www.avapress.com