دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 201495
کوم کسان د هرات غیری نظامیان ووژل؟

 
د افغانستان بشر حقوق کمیسیون اعلان کړي چی د ناتو په مشری د خارجی ځواکونو ۱۲ ورځی مخکې هوایی برید کې د هرات شیندند ولسوالی کې ۱۰ تنه غیری نظامیان وژل شوی دی.
 
شهزاد اکبر؛ ددی کمیسیون رئیس وویل چی دری تنه ښځه او دری کوچنیان هم په وژل شویو کې دی.
 
هغه زیاته کړه چی پنځه تنه په دی پیښه کې ټپيان شوی دی چی دوه کوچنیان هم پکې دی.
 
د ناتو ادعا په اساس دا برید د جدی په ۱۸ نیټه د شیندند ولسوالی "پایکش" سیمه کې د طالبانو یو اډه باندی ترسره شوی دی. بشر حقوق کمیسیون وایی چی د برید اصلی مقصد د طالبانو یوه قوماندان د ملا ننګیالی په نامه وو؛ خو ددی مرکز ترڅنګ مسکونې کورونه وو.
 
آغلۍ اکبر وویله چی وژل شوی کسان هم د طالبانو قوماندان کورنیو غړۍ وو.
 
دا نهاد ټینګار کړي چی بین المللی حقوق اصول او اهداف او هیواد قوانینو په اساس غیری نظامیانو ته زیان رسول ممنوع دی.
 
که څه هم بشر حقوق کمیسیون په نتیجه کې د بی ګناه او غیری نظامیانو وژل کېدل د ناتو ځواکونو هوایی برید کې قبول کړی دی؛ خو د کارپوهانو په باور، دا موضع کافی نه دی او د جنایتکارانو په وړاندی عدالت اجرا لپاره مبنا نه شی کېدلای.
 
د منتقدانو په باور، بشر حقوق کمیسیون، لومړۍ داچی د جنایت رامنځته کېدو څو ورځی وروسته موضع ګیری کوی او دا امر کولای شی د عدالت او حقیقت روشانه کېدو مخه نیسی.
 
له بل لوری، د هغوی په باور هغه آمار چی د حقوق بشر کمیسیون هم تایید کړي ډیر کم د هغه شمیر څخه دی چی عینی شواهد یی مطرح کړی دی او دا په داسی حال کې دی چی نه بشر حقوق کمیسیون او نه کوم مستقل نهاد او غیری مستقل نهاد ددی پيښی روشانه کولو لپاره رسمی هیات او صلاحیت نه دی ټاکلی ترڅو ددی پيښی په اړه په ښه توګه څیړنه وکړی او خپل معلومات سانسور نه بغیر خلګو او افغانستان عمومی افکارو سره شریک کړی.
 
بل خبره چی د پوهانو په باور د بشر حقوق کمیسیون په موضع کې تایید شوی دی، د طالبانو قوماندان د کور غړی وژل کېدل دی. دا په داسی حال کې دی چی په لومړۍ قدم کې، هیڅ معتبر سند شتون نه لری چی شکاره کړی د ملا ننګیاری کورنیو نه بغیر، هیڅ بل غیری نظامی په برید کې وژل شوی نه دی. په دوهم قدم کې هم امریکا او ناتو حق نه لری د طالبانو نظامی قوماندان وژل کېدو په بهانه، کورنۍ غړۍ هم ووژنی؛ ځکه هغوی غیری نظامیان دی او وژل یی د بشریت په وړاندی جنایت دی.
 
د بشر حقوق کمیسیون په ریپورت کې همدارنګه یواځي د جګړی لورو څخه غوښتل شوی چی دا ډول اقداماتو څخه ډډه وکړی؛ ځکه د غیری نظامیانو وژل کېدل د بین المللی قوانینو په اساس، ممنوع دی! دا په داسی حال کې دی چی دا عمل، د خارجی ځواکونو له لوری ترسره شوی او بشر حقوق کمیسیون که په حقیقت کې بشر حقوق څخه دفاع کوی باید خپل قانونی قدرت او حق او صلاحیت څخه په ګټه اخیستنې سره ددی جنایت عوامل پیدا او قانون او عدالت ته یی وسپاری.
 
ناتو په افغانستان کې ویلی دی چی برید ملا ننګیالی باندی د افغان چارواکو په غوښتنه ترسره شوی دی. حتی که دا توضیح سم هم وی، آیا خارجی ځواکونه باید د برید نه مخکې د غیری نظامیانو وژل کېدو په اړه څیړنه ونه کړی؟ آیا هغوی اندیښنه نه درلوده چی یو مسکونی سیمه باندی برید نور بی ګناه خلګو ته هم زیان رسیږی؟
 
ددی پوښتنو ځواب منفی دی؛ په دی دلیل چی ناتو او امریکا پوهیږی چی هیڅوک په افغانستان کې جرات نه لری په هرات کې د غیری نظامیانو جنایتکارانه وژل کېدو عاملینو هویت افشا کړی او هغوی محاکمه میز ته وغواړی.
https://avapress.com/vdcgyq9xnak9zt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته