هالند لاهه ښار کې مستقر هاګ بین الملللی محکمی استماعیه ناسته افغانستان جنګی جنایتونو په اړه چهارشنبه قوس ۱۳ نیټه شروع شوی او قرار دی تر درو ورځو پوری ادامه ولری.
په دی ناسته کې، څارنوالان او قربانیان غواړی چی افغانستان کې بشری جرمونو او جنګی جنایتونو تورونو نه څیړنې تصمیم بېرته تر څیړنې لاندی ونیول شی.
فرګال ګاینور؛ یو د څارنوالانو څخه چی د ۸۲ افغان قربانیانو څخه نمایندګی کوی دا ورځ افغانستان کې ځواب ویلو لپاره یو تاریخی ورځ بللی دی.
قاضیان د ۲۰۱۹ کال اپریل میاشت کې د فاتو بینسودا؛ ددی محکمی یو تن څارنوال غوښتنه د طالبانو، افغان امنیتی ځواکونو، امریکایی نظامیانو او امریکا استخباراتو کارکوونکو جرمونو تورونو باندی څیړنې شروع رد کړی وو.
دا فیصله یو میاشت وروسته ددی ترسره شو چی مایک پمپئو؛ د امریکا خارجه وزیر د لاهه بین المللی محکمی کارکوونکو ته ویزا صادریدو مانع شو چی غوښتل امریکایانو جنګی جنایتونو په اړه څیړنه وکړی.
بیله شکه، ددی ناسته ترسره کېدنه، د یو اوږده لاری لپاره مهم ګام دی. افغانستان کې جنګی جنایتونو قضیه، ډیر پیاوړۍ دی.
د سختو قضیو په وړاندی اصلی او مهم خنډونه، همغه کسان دی چی د عدالت او بشر حقوق غږ پورته کوی او سولې او امنیت او رفاع لپاره افغانستان خلګ په وینو او خاورو ور ګډ کړی دی.
هغه وخت چی امریکا د تروریزم سره مبارزی او بشر حقوق په بهانه سره افغانستان خلګو باندی نظامی برید وکړ او طالبانو رژیم چوپ کړ، ۱۹ کاله وروسته د برید، د بین المللی لومړنیو څیړنو مخه ونیول ترڅو افغانستان کې هغه هیواد نظامیانو جنګی جنایتونه ونه څيړل شی، نو د نورو لورو لکه طالبانو څخه به کوم هیله وی.
ددی قضیی په بل لوری کې، طالبان قرار لری؛ هغه ډله چی لاهه محکمه په رسمیت نه پیژنی او هغوی هڅو لپاره هیڅ ارزښت نه ورکوی. طالبان د همدی غیری مسؤولانه مصونیت په سیوری کې، د دوو لسیزو په اوږدو کې، انسانی ضد جنایتونه ترسره کړی دی او نسل وژنه ترسره کړی دی، عام خلګو قتل کړی دی او د خلګو کورونه خراب کړی دی، ښځی وژلی دی، صحرایی محکمه ترسره کړی دی، سر پری کړی دی او... په دی حساب، آیا ددی هیله شته چی د لاهه محکمه څیړنه، افغانستان کې جنګی جرمونو ترسره کولو په وړاندی عدالت لپاره لاره همواره شی؟
دا هیله لږ ترلږه اوس ډير خوش بینانه معلومیږی؛ ځکه جنګی جرمونو اصلی تورن عوامل، بشر حقوق او عدالت ته هیڅ ارزښت نه دی قائل او نه ځان کوم کنوانسیونونو او ملی قوانینو باندی متعهد بولی.
همدا څو ورځی مخکې وو چی دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمشر، افغانستان او عراق کې جنګی جرمونو ترسره کوونکی دوه امریکایی نظامیان عفوه کړ. سربیره پردی امریکا افغانستان دولت سره امنیتی پيمان کې قرار لری او قضایی مصونیت څخه برخمن دی او هیڅ محکمه حق نه لری چی امریکایی ملکی کارکوونکې او نظامیان قضایی څیړنې لاندی ونیسی.
په دی توګه، دا یواځی طالبان نه دی چی عدالت او عادلانه قضاوت د جنګی جرمونو په وړاندی په رسمیت نه پیژنی او هغوی په وړاندی دریږی؛ بلکه نور لری هم پياوړۍ وسیلی په اختیار کې لری، په دی لاره کې خنډ رامنځته کوی او سیاست ترازو پله کې عدالت ایښولو سره، انسانی حقوق نقضوی ترڅو ځان او جنایتکار نظامیانو لپاره مصونیت رامنځته کړی.
سربیره پردی لاهه محکمه اقدام کیدلای شی اغیزمند واقع شی ترڅو لږ ترلږه راتلونکې نسلونه او تاریخ د بشر حقوق دا توره تاریخ د یاده ونه باسی او ددی جګړی جنایت او جرم اصلی مسبب وپيژنی.
 

ستاسو نظر

تازه ترین خبرونه