دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 196639
ټولګي کې شور او غوغا خواره وه !
معلم ناڅاپي په دروازه سر را ښکاره کړ
شوخ زده کوونکي ارام کيناستل…..
معلم وویل نن تاسې بايد د خپل پلار په اړه يوه مقاله وليکی
مجيب او زده کوونکو د مقالې په ليکلو پيل وکړو مجيب د مقالې په سر وليکل (زما بي وسه ،او بي کسه پلاره )نن مي استاد يو ځل بيا راياد کړي له استاده مي ګيله وشوه پلاره ستا د مړينې خو دوه هفتي تيري شوي دي پلاره !
هغه زموږ د ګاونډي محمود کاکا هم په خير وطن ته راغی ثاقب ورته ډير خوشاله وو او ثاقب ته يي رنګ رنګ شیان هم راوړي دي
تا ولي زه يوازي د ټولې کورنۍ سرپرست پريښودم
پلاره ! ورسته تر هغې چې تا خاورو ته څنګونه ورکړي هيڅ مې په دې نړۍ کې زړه نه کيږي چې ژوندي د واوسم خير دي پلاره که کيږي راشه بيرته زما ماشومي هيلي مه ماتوه
پلاره ! نه مي هيريږي هغه وختونه چې ته به کور ته راغلي او زه به درته څومره خوشاله وم
پلاره مور مې نن وويل ښوونځي ته مه ځه يو ډابي رنګ ،او برش واخله او په ښار کې د خلکو بوټونه رنګوه پلاره زما درسونه پاتي کيږي
پلاره ستا هغه خبره او واعدی پاتي شوی چې ته به يو لوي او ښه شخصيت وي پلاره هغه وخت د زه مړ وایې پلاره ته ولي مړ شوي پلاره استاد مي وويل نوي کال پيل شوي نوي جامي به اخلئ پلاره خو موږ بيګا وچه ډوډۍ او شين چاي وخوړل نو جامي به راته څوک کوي مجيب په همدي ليکلو بوخت وو او مړې مړې اوښکې يي په کوچني ټټر لکه د مرغيو سيل توويدي ژاړه يي لوړه شوه د استاد فکر يي ځان ته جلب کړو استاد په مجيب غږ کړ څه دي مجيب له ځايه پاڅيده او د استاد تر مخ په ميز يي په اوښکو لمده کتابچه کيښوده او په ورستي برخه کي يي وليکل
استاده نن د پلاره په اړه د مقالې ليکلو وخت نه وو……
https://avapress.com/vdcjtmevhuqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته