ننګرهار ولایت کې دولتی چارواکې وایی چی داعش جنګیالانو کورنیو لسګونه غړۍ چی ښځی او کوچنیان پکې دی اچین ولسوالی کې دولتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
ددی چارواکو په وینا په دی منځ کې پاکستان څخه یو نارینه او ۱۳ ښځی د اورکزی سیمو څخه هم دی.
عاشق الله سادات؛ د اچین ولسوال وویل چی هغه کسان چی تسلیم کیږی، ډير یی ښځی دی چی د جګړی توان نه لری.
ښاغلی سادات وویل چی دا کورنیو پوری اړوند نارینه یا جګړه کې وژل شوی او یا سیمی څخه تیښته کړی دی.
دوه اونۍ مخکې هم د داعش ۷۲ تنه چی ۱۹ تنه یی ښځی او ۳۵ تنه یی کوچنیان دی افغان ځواکونو ته تسلیم شو. په دی کسانو کې دری تنه نارینه او دری تنه ښځه د اردن هیواد څخه دی.
طالبان ادعا کړي چی تسلیم شوی کسان د طالبانو سره جګړو کې ماته خوړلي او دولتی ځواکونه هغوی د طالبانو څخه ژغورلی دی.
په دی برخه کې جدی او ارزښتناکه پوښتنه دادی چی د داعش تسلیم شویو کسانو سره برخلیک سره به څه وشی؟ بی برخلیک پریښول کیږی؟ خارجی اتباع یی خپل هیوادونو ته استول کیږی؟ مشخص ځایونو کې تر نظارت لاندی قرار نیسی او یا په یو ډول سره عادی ژوند لپاره ټولنې سره ادغام کیږی؟
هر یو ددی تګلارو څخه خپل خاص پیامدونه او راتلونکې لری؟
د کارپوهانو په باور، په حاضر حال کې، ددی کسانو تسلیمیدنه، مخکې له دی چی د داعش سره مبارزه کې لاسته راوړنه وی، د افغانستان دولت او خلګو لپاره یو امنیتی او ټولنیز معضل دی. دا همغه معضل دی چی سوریه او عراق کې داعشیانو کورنیو په اړه شتون لری.
په سوریه کې، داعش جنګیالیو په زرهاوو کورنۍ لویو اردوګاوو کې ساتل کیږی. د هغوی ساتنې دروند مسئولیت سوری کرد جنګیالیو پرغاړه دی. کردان سوریه باندی ترکیه اخیر برید په جریان کې، ډير ځلې خبرداری ورکړي چی که جګړه ونه درول شی، هغوی مجبور کیږی هغه ځواکونه چی ددی سیمو ساتلو لپاره ټاکل شوی دی، ترکیه ځواکونو سره جګړه لپاره جبهه ته واستوی او په دی توګه، داعشیان آزاد شی او سیمی ته یو امنیتی خطر په حیث به خپور شی. سربیره پردی، نږدی ۱۲ زره تروریست او مظنون کسان د داعش سره همکاری کې هم کردانو په بندیخانو کې دی چی د هغوی برخلیک هم نه دی مشخص. مبدا هیوادونه خپل اتباع قبلولو څخه ډډه کوی او نړۍ هغوی جزا او محاکمه کولو لپاره قانون نه لری.
ترکیه دولت هم په دی اخیرو کې خبرداری ورکړی دی چی داعش بندیان په هغه هیواد کې خپل هیوادونو ته مستردوی؛ هغه موضوع چی د ځینو هیوادونو ډډی سره پيچلی شوی دی.
په دی اساس، افغانستان کې داعش سلګونه کسانو برخلیک نور هم پیچلی معلومیږی.
دولت، امنیتی دستګاوی او قضاییه قوه باید په مسئولیت، دقت او شفافیت سره په دی اړه تصمیم ونیسی.
له بل لوری، دا کسان په داسی حال کې دولت ته تسلیم کیږی چی تراوسه لسګونه داعش غړو برخلیک څخه چی تیرو کلونو کې دولت ته تسلیم شوی دی، هیڅ خبر په لاس کې نشته. هغوی نه محاکمه کیږی او نه هم کوم برنامه د هغوی محاکمه کولو لپاره شتون لری.
هغه څه چی سوریه کې کردانو کنترول لاندی اردوګاوو کې جریان لری دادی چی داعش کورنۍ غړۍ تراوسه هم همغه افکارو او ایدئولوژی سره ژوند کوی. سر پری کول، وژنه، ترور، بمب ځای پرځای کول، وحشت او خرابی د هغوی لپاره یو عادی او مشروع کارونو څخه دی. دا شکاره کوی چی هغوی هم د داعش ځواکونو مهم برخی څخه دی او هغه ډلې مرګونۍ او تور ایدئولوژی خدمت کې قرار لری. دا کار، د هغوی سره چلند نور هم سختوی.