عباس عراقچی؛ د ایران خارجه وزارت سیاسی معاون افغانستان سولې پروسه کې یو اړخیزه تلګاره رد او ټینګار کړی چی افغانستان ګاونډی هیوادونو سره مشورت او هغوی اندیښنی رفع کول به افغانستان دولت بریالیتوب تضمینوونکې په هر ډول سولې تړون کی وی.
ښاغلی عراقچی د اینګرید هیدن؛ افغانستان کې د سازمان ملل نمایندګی دفتر سیاسی معاون چی تهران ته سفر کړی، وویل چی افغانستان کې امریکا نیت ته شک لری.
د ایران خارجه وزارت سیاسی معاون ګاونډی هیوادونو فعالانه مشارکت او سیمه ییز تګلاره ته په اشاره سره وویل چی پایدار سولې ته رسیدو لپاره باید ټولو سیاسی جناحو سره مشورت وشی.
مخکې له دی مایک پومپئو، د آمریکا خارجه وزیر ویلی وو چی افغانستان سولې پروسی پرمختګ د ایران په ګټه دی او که دا هیواد هڅه وکړی چی دا پروسه مختل کړی، آمریکا به ورسره چلند وکړی.
دا موضع ګیری په داسی حال کې صورت نیسی چی امریکایان د افغانستان سولې پروسه په ګروګان نیولی دی.
ایران د یو متقدر او موثر هیواد په حیث چی افغانستان ګاونډیتوب کې قرار لری او افغانستان سره ډیر دینی او کلتوری او جغرافیایی او تاریخی اشتراکات لری، یواځینی لوری نه دی چی طالبانو سره سولې پروسه کې غایب دی، افغانستان دولت او خلګ هم همداشی مشابه وضعیت لری؛ ځکه امریکا دا پروسه په خپل انحصار کې نیولی دی او حتی افغانستان خلګ هم نه پوهیږی چی ددی لوبی ترشا څه روان دی.
د ناظرانو په باور، افغانستان سولې پروسه مخکې تر هر څه د ایران په شان سیمه ییز قدرتونو ملاتړ ته اړتیا لری.
ګاونډی هیوادونه او سیمی قدرتونه باید باورمند شی چی دا پروسه به افغانستان او سیمه کې آرامتیا او ثبات متضمن وی او امریکا او طالبانو ترمنځ یو استعماری معامله د خارجی ځواکونو وتلو لپاره بهانی رامنځته کول نه وی.
له بل لوری، افغانستان خلګو او دولت لیری کیدل د سولې پروسی څخه نه شی کولای چی افغانستان خلګو سیاسی برخلیک باندی د بهر څخه یو وارداتی بسته تحمیل شی او دا هیله وی چی سیمی قدرتونه هم په هر اړخیزه توګه د امریکا استعماری لوبو او برنامو څخه په دی برخه کې ملاتړ وکړی.
ایران د افغانستان اغیزمندو او مهم ګاونډیو څخه دی چی هر وخت د کابل مرکزی دولت سره دوستانه اړیکی درلودلی دی. ایران په افغانستان کې سولې او ثبات څخه ملاتړ کوی؛ ځکه هغه خپل امنیت او آرامتیا متضمن بولی.
ایران په عینی حال کې افغانستان کې بیګانه ځواکونو حضور او سلطه سره خلاف دی؛ ځکه په دی باور دی چی افغانستان کې ناامنی او بحران یو لامل، خارجی قدرتونو نظامی مداخله او حضور دی.
په دی توګه، امریکا نه غواړی ایران چی ایران خپل مثبت نقش او نفوذ څخه افغانستان کې سولې او ثبات لپاره ګټه واخلی؛ ځکه دا د واشنګتن استعماری پروژو په ګټه نه دی. امریکایان لکه څنګه چی ۱۸ کاله جګړه افغانستان خلګو باندی تحمیل کړ، دا ځل غواړی خپل نظر وړ سوله هغوی باندی وقبلوی؛ خو دا تګلاره، هیڅ وخت به د سولې په ګټه نه وی او دا لاره به کوم ځای ته ونه رسیږی.
سوله هغه وخت رامنځته کیږی چی د افغانستان خلګو او دولت ملاتړ ورسره وی او ګاونډی او سیمی هیوادونه پوه شی چی پردی ترشا څه تیریږی او کوم برخلیک به د افغانستان مشروع ګټو په انتظار وی.
د امریکا مخکنیو شرطونو څخه د طالبانو سره سولې پروسه کې یو د افغانستان خاوری څخه د امریکا ګټو په وړاندی ګټه نه اخیستل دی. دا په داسی حال کې دی چی ایران او افغانستان ۹۰۰ کیلومتر مشترک مرز او لسګونه نور مشترک څیزونه لری. بناپردی، آیا ایران باید افغانستان سولې پروسه کې دخیل نه وی او د یو اصلی لوری په حیث، په دی پروسه کې خپل ټول برخه او نقش ولوبوی؟
کوم تضمین شته چی د طالبانو سره امریکا سوله، افغانستان کې داعش تروریستی ډلې لپاره یو خطرناک امنیت رامنځته نه کړی؟ په هغه صورت کې به باید بیا هم ددی هیله وی چی ایران افغانستان کې د امریکایی سولې څخه ملاتړ وکړی؟
دا هیله نه معقول دی، نه موجه او نه افغانستان کې ایران مشروع ګټو تامین سره مرسته کوی. په دی اساس، انحصار، یو اړخیزتوب او افغانستان سولې پروسه کې حذفی تګلاره باید مات شی او سیمی قدرتونه او افغانستان مهم ګاونډی باید په دی پروسه کې سهم او موثر مشارکت ولری. یواځی په دی صورت کې به افغانستان کې حقیقی او باثبات او پایدار سوله رامنځته شی.