دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
د مطلب کود : 188694
کندهار برید، د سولې سکه هغه مخ

 
کندهار پولیسو قوماندانی باندی طالب مهاجمانو برید په ترڅ کې نږدی ۱۲ تنه وژل شوی او ۹۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
حیات الله حیات؛ د کندهار والی وویل چی په دی برید کې ۱۲ تنه وژل شوی او ۶۰ تنه نور ټپیان شوی دی. د هغه په وینا ډیر قربانیان غیری نظامیان دی.
د داخله وزارت هم وویل اته کسه د وژل شویو څخه او ۸۹ تنه د ټپیانو څخه غیری نظامیان دی. دا وزارت خانه دا برید تروریستی بللی دی.
د کندهار ګمرک ساختمان د پولیس قوماندانی ته نږدی قرار لری او ددی برید په ترڅ کې تجارتی کالاوو محموله هم اور اخیستی دی.
کندهار تیره اونۍ کې هم د ناآرامیو شاهد وو.
دری یا څلور ورځی مخکې د خاکریز-کندهار جاده لاره کې جاده ای بوم چاودنې له امله نږدی ۹ تنه ووژل شو او ۲۰ تنه نور ټپیان شو.
قربانیان ټوله غیری نظامیان وو.
تیره اونۍ هم د ټاکنو کمیسیون ۸ تنه کارکوونکې د طالبانو برید کې کندهار معروف ولسوالی کې ووژل شو.
د پوهانو په باور، کندهار اخیر بریدونه یوځل بیا شکاره کوی چی سولېته رسیدل تراوسه ډیره اوږده لاره پاته ده او باید ډیر وینه توی شی؛ ځکه د طالبانو تګلاره د غیری نظامیانو وژنو او دولتی سیموباندی بریدونو کې د سولې په پروسه کې د امتیاز اخیستنې لپاره هیڅ بدلون نه دی کړی.
کندهار برید په عینی حال کې، بین الافغانی اخیر ناستې ماتی او امریکا او طابانو سولې مذاکراتو فضا باندی حاکم پوښتنه رامنځته کوونکې نفاق او دوګانګی شکاره کړه. د دوحه په ناسته کې، د غیری نظامیانو وژل کیدو څخه مخنیوی او دریدنه یی د توافق محورونو څخه وو؛ دا په داسی حال کې دی چی کندهار کې ۸۰ سلنه وژل شوی او سل په سله ټپیان غیری نظامیان دی.
داچی د غیری نظامیانو تلفاتو سربیره، طالبان په صراحت سره ددی بریدونو مسؤولیت په غاړه اخلی، ددی شکاره کوونکې دی چی تراوسه د سولې ټول هڅې طالبانو سره بی نتیجه وو او یواځی مرسته کړي چی طالبان د سیاسی انزوا څخه ووځی او بین المللی مشروعیت پیدا کړی.
په دی حساب سره، د کندهار برید افغانستان دولت یو سخت انتخاب په وړاندی قرار ورکړی دی؛ داچی آیا همداسی طالبانو سره یو اړخیزه سولې لپاره هڅه کوی یا هم د هغه ډلې لپاره جګړی لګښتونه دومره لوړ یوسی چی نور د غیری نظامیانو وژنی د فشار اهرم په شان طالبانو په اختیار کې نه وی.
د کندهار برید د طالبانو لپاره د سولې هڅو په لړکې معنی پیدا کوی او دا پیښی بین الافغانی ناستو کې حضور ترڅنګ، د سکه دوه مخی شکاره کوی.
طالبان په دی اقداماتو سره ددی ایده تحمیل په هڅه کې دی چی هغوی سوله د ضعف او ذلت له امله نه دی؛ بناپردی، سولې تړون یواځی په دی شرط هغه ډلې رهبرانو امضا ته به ورسیږی چی مقابل لوری، هغه ډلې نظامی قدرت او وژنو لپاره توان په رسمیت وپیژنی او په اساس یی سولې پروسه کې هغه ډلې ته امتیاز ورکړی.
دا ریاکارانه تګلاره، علی القاعده باید سولې مانع وګرځی؛ خو په حیرانوونکې توګه، د طالبانو هر مرګونۍ برید وروسته، چی طالبان په هغه کې غیری نظامیانو ډیر شمیر وژل کیږی او ټپیان کیږی، سولې مقابل لوری اخیرو بریدونو په استناد سره سولې اړتیا باندی نورهم ټینګار کوی.
دا ممکن له یو نظره صحیح وی؛ خو مطرح کوونکې اراده غیری صادقانه او ریاکارانه دی. هغوی ددی لپاره چی خپل کمزوری د تروریزم سره مبارزی او امنیت تامین او ناامنی سره جګړه کې خپل کمزوری توجیه کړی، د سولې نقاب شاته پټ کیږی. دا په داسی حال کې دی چی د کندهار په شان هر برید لکه په غزنی او کابل کې، کولای شی چی طالبانو سره سولې پروسه ودروی او ترڅو چی هغه ډله لاس د خلګ وژنې او وینی تویونې څخه ونه اخلی، نه یواځی هیڅ مذاکره به ترسره نه شی؛ بلکه مبارزه به نوره هم سخته شی او بین المللی سخت تحریمونه د طالبانو دیپلماتانو او رهبرانو په وړاندی ترسره شی؛ خو دا پیښه نه رامنځته کیږی  او کابل او واشنګتن یواځی په یوساده محکومیت سره د طالبانو جنایتونو څخه تیریږی اوورباندی سترګی پټوی.
https://avapress.net/vdcb9wb8arhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته