دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 186951
کرزی؛ خلګو مدافع یا طالبانو ملاتړ؟

 
حامد کرزی؛ پخوانۍ ولسمشر، د طالبانو په وړاندی نظامی عملیات د سولې هڅو سره په تضاد کې بللی دی.
د ښاغلی کرزی دفتر، یکشبنه ورځ، جوزا ۲۶ نیټه د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی: پخوانۍ ولسمشر ددی ترڅنګ چی هیواد کې ملکی تلفاتو ډیریدو څخه خپل انديښنه څرګند کړي، د نظامی عملیاتو ډیریدل د سولې هڅو سره په تضاد کې بللی او افغانستان حکومت او امریکا څخه غواړی چی سولې لپاره دوه ګونۍ او متناقض هڅی ودروی.
پخوانۍ ولسمشر همدارنګه فراه ولایت بالابلوک ولسوالی شیوان کلۍ کې خارجی ځواکونو هوایی بریدونو څخه سخت نیوکه وکړه.
ښاغلی کرزی مخکې له دی، هم خپل ولسمشرۍ نیټه او هم د هغه وروسته، افغانستان کې خارجی ځواکونو هوایی بریدونو څخه په سخته توګه نیوکه کړی دی؛ خو د هغه چوپتیا د طالبانو خونړیزه اقداماتو او بریدونو په وړاندی هر وخت د خلګو او پوهانو نیوکې راپورته کړی دی.
ناظران وایی چی د طالبانو سره سولې هڅو شروع وروسته، افغانستان امنیتی وضعیت نور هم بدتره شوی دی او ددی پیښی اصلی عامل، طالب وسله وال دی. د هغوی په باور طالبان د جګړی په تشدد سره، د مذاکره په میز کې امتیاز کسب په لټه کې دی.
نظامی او غیری نظامیانو وژنو په برخه کې خپور شوی آمار د طالبانو له لوری اخیرو میاشتو کې هم یو وحشت شکاره کوی. په دی منځ کې، هیواد کې امنیتی ځواکونو تلفات چی هره ورځ د هیواد په بیلابیلو برخو کې، د طالبانو له لوری سلاخی کیږی او اندیښنی موج نور هم ډیر کړی دی.
په دی توګه، حامد کرزی؛ پخوانۍ ولسمشر، هر وخت ددی جنایتونو په وړاندی چوپتیا غوره کړی دی. هغه حتی یو ځل هم د طالبانو تګلاره او اعمال د امنیتی ځواکونو او غیری نظامیانو بی رحمانه وژنو کې نه دی محکوم کړي. هغه په داسی حال کې د طالبانو په وړاندی طالبانو نظامی عملیات درولو غوښتنه کوی چی مستقل ناظران، سیاسی رهبران او دولتی کارکوونکې، ډیر ځلې طالبان د سولې په وړاندی اصلی خنډونو څخه بولی او وایی چی هغه ډله په دی برخه کې دوه ګونۍ چلند کوی او صادقانه عمل نه کوی.
په دی کوم شک نشته چی غیری نظامیانو وژل کیدل د هر لوری څخه چی صورت ونیسی، محکوم دی او بالخصوص مسکونی سیمو باندی بریدونه او ښځو او کوچنیانو وژنه هوایی بریدونو کې، هیڅ توجیه نه لری او باید ودرول شی؛ خو ښاغلی کرزی غبرګون بالابلوک پیښی ته هم د اندازی نه ډیر سیاسی او غیری صادقانه نیت درلودونکې دی.
په داسی حال کې چی هر وخت طالبانو له لوری غیری نظامیانو وژل کیدو په وړاندی هر وخت چوپتیا غوره کړي او دوه غیری نظامیانو وژل کیدنه بهانه کوی ترڅو د طالبانو په وړاندی دولت عملیات ادامه مانع وګرځی.
که څه هم د دولت په تګلاره کې هم د طالبانو حقیقی ټکولو او سرکوب او امنیتی ځواکونو سره مرستې په برخه کې جدی شک شتون لری؛ خو ظاهرا پخوانۍ ولسمشر، حتی همدا حد کې نه غواړی د طالبانو په وړاندی جګړه ادامه پیدا کړی.
د ښاغلی کرزی له نظره، طالبان کولای شی آزادانه هر جنایت چی وغواړی کولای شی؛ خو دولت حق نه لری د هغه په وړاندی اقدام وکړی؛ ځکه د هغه په باور، دا کار، د سولې پروسی سره په تضاد کې دی؛ خو ښاغلی کرزی څخه باید پوښتنه وشی چی هغه مقصد د کوم سولې پروسی څخه دی؟ هغه سوله چی امریکا او طالبان کوی، بدتر د هغه جګړی څخه دی چی جریان لری؛ ځکه په هغه کې، نه افغانستان خلګ سهم او مشارکت لری او نه دولت. له بل لوری، هغه سوله چی طالبان په هغه کې هرډولو خلع سلاح او اوربند ردولو امکان لری او خپل جهاد ادامه باندی ټینګار کوی، د ښاغلی کرزی په باور، کوم تعریف لری او څنګه د هغه ډلې په وړاندی نظامی عملیاتو دریدل توجیه کړی؟ او آخر نکته داچی پخواڼۍ ولسمشر، باید ووایی چی افغانستان خلګو مدافع دی یا که طالبانو ملاتړ؟ هغه چی خپل ۱۳ کاله حکومت کې خپل ټول هڅې ترسره کړی چی طالبانو ته خدمت وکړی، آیا کافی نه دی یا بیا هم باید خلګ او نور امنیتی ځواکونه قربانی شی ترڅو ښاغلی کرزی راضی شی؟
 
https://avapress.com/vdcftvdyyw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته