دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 180604
تور لیست، طالبانو په وړاندی حکومت فشار وسیله؟

 
اشرف غنی؛ ولسمشر یوځل بیا د طالبانو څخه غوښتي چی حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته راشی او هغوی ته په خطاب کې ویلی دی چی د حکومت سره تفاهم نه بغیر د سازمان ملل متحد تور نوملړ څخه وتلي نه شی.
ښاغلی غنی چی پنجشنبه د حوت په ۹ نیټه د امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه ملاتړ ورځ په مناسبت ملی دفاع وزارت په مقر کې خبری کول، وویل چی حکومت آماده دی د طالبانو لپاره دفتر پرانیزی.
هغه وویل: حکومت آماده دی هغوی ته دفتر ورکړی، د هغوی سره زندانیانو په اړه مذاکره وکړی؛ خو هغوی د حکومت سره تفاهم نه بغیر، د تور نوملړ څخه وتلي نه شی.
هغه زیاته کړه: سوله یو متقابل عزت دی او هغه چی موږ بی قید او شرط مذاکره اعلان کړی دی، تاسو ته مو کم سترګو نه دی کتلی، تاسو هم افغانستان لوی ملت ته په کمه سترګه مه ګوری.
ولسمشر په داسی حال کې هڅه کوی چی تور نوملړ اهرم څخه په ګټه اخیستنې سره، طالبان تر فشار لاندی راولی ترڅو ارګ ریاست جمهوری غوښتنو مطابق، حکومت سره مستقیمآ مذاکره وکړی چی د پوهانو په باور، حکومت به حاضر حال کې بیله دی چی خپل دا غوښتنې ته رسیدلی، طالبانو ته همدارنګه یو اړخیزه توګه امتیاز ورکوی. د مثال په توګه، د شیر محمد عباس استانکزی او همدارنګه ملا عبدالغنی برادر په شان کسان همدا اوس په دوحه د قطر پلازمینه کې ژوند تیروی. دا په داسی حال کې دی چی ویل کیږی دواړه د سازمان ملل متحد په تور نوملړ کې قرار لری.
اخیرو کې زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره، پاکستان څخه ددی لپاره چی ملا برادر لپاره قطر ته سفر تسهیلات آماده کړی، قدردانی وکړ. دا قدردانی شکاره کوی چی پاکستان طالبانو رهبرانو په وړاندی وضع شوی محدودیتونو ته په نه توجه سره، هغوی لپاره نورو هیوادونو ته سفر زمینه برابروی.
له بل لوری، طالبانو هیآت، د افغانستان دولت مخالفت په لړ کې اعلام کړ چی نه شی کولای پاکستان ته سفر وکړی ترڅو عمران خان؛ هغه هیواد لومړۍ وزیر او همدارنګه بن سلمان؛ سعودی رژیم ولیعهد سرلیدنې لپاره اسلام آباد ته لاړ شی.
مسکو اخیر ناستې ترسره کیدو مخکې هم افغانستان حکومت د سازمان څخه شکایت وکړ ترڅو طالبانو تحریم لانید غړیو ته روسیه ته تللو لپاره اجازه ورنه کړی؛ هغه شکایت چی ظاهرآ نه یواځی ورته کوم توجه ونه شوه؛ بلکه روسیه د مسکو ناستې وروسته اعلام کړ چی آماده دی د سازمان ملل امنیت شورا نورو غړیو سره همکاری کې، د سازمان ملل تحریمونو نوملړ څخه طالبانو رهبرانو نومونو ایستلو لپاره اقدام وکړی.
بل موضوع داچی حکومت طالبانو غړیو آزادانه حضور په لړ کې په قطر او امارات او... کې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
بل خبره داچی مشخص نه دی چی طالبانو مذاکره کوونکې هیات غړۍ بیلابیلو هیوادونو ته سفر لپاره، کوم پاسپورتونو څخه ګټه اخلی. هغوی افغانستان تبعه حسابیږی او باید افغانستانی پاسپورتونه ولری او افغانستان دیپلماتیک نمایندګانو کنسولی خدماتو څخه په نور هیوادونو کې برخمن شی.
په دی حساب سره، داسی معلومیږی چی حتی تور نوملړ څخه ګټه اخیستلو لاره کې هم د افغانستان حکومت لپاره مشکلات شتون لری؛ هغه مشکلات چی بیلابیل داخلی او خارجی عواملو کې ریشه لری. مشکلاتو یو برخه ګاونډي اوسیمی او همدارنګه بین المللی قدرتونو پوری اړوند دی؛ هغوی چی سازمان ملل تحریمونو ته په بی توجهی سره، آزادانه طالبانو غړیو او رهبرانو سفرونو زمینه برابروی. امریکا، پاکستان، روسیه او عربی رژیمونه، د هغو هیوادونو څخه دی چی بین المللی تحریمونو سره خطوط د طالبانو په وړاندی نادیده نیسی او په دی توګه،د افغانستان حکومت حقوقی مقام او سیاسی موضع عمدآ تضعیفوی.
مشکلاتو بله برخه، افغانستان حکومت دیپلماتیک تګلاری پوری اړوند دی. حکومت په داسی حال کې چی په سادګی سره کولای شی طالبانو تحریم لاندی غړیو آزادانه سفرونه محدود کړی او په دی توګه، خپل اقتدار نمایش ته کښیږدی؛ خو په ټولو برخو کې، دا کار نه شی کولای.
دا واقعیت ته په کتو سره داسی تصور نه کیږی چی ولسمشر غنی تازه خبرداری، حکومت وضع په ګټه وضعیت ته بدلون ورکړی. ددی ترڅنګ طالبان په تازګی سره یوځل بیا اعلام کړی دی چی کابل حکومت سره مذاکره نه کوی؛ خو ډیر ژیر د افغانستان ملت سره خبری اتری کوی! روشانه نه ده چی د افغانستان ملت سره خبرو اترو سازوکار څه ده او دا خبری اتری د افغانستان حکومت همکاری او حضور نه بغیر څنګه ترسره کیږی.
 
https://avapress.com/vdce778zejh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې