دخپریدو نیټه :شنبه ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 178555
آیا ملا برادر د کابل سولې خوب تعبیروی؟

 
د طالبانو رهبری شورا ویلی دی چی ملا عبدالغنی برادر؛ د طالبانو ډلې موسسانو څخه، په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
پاکستان ملا برادر نږدی دری میاشتی مخکې، د اتو کالو بند وروسته آزاد کړی دی.
طالبان په یو بیانیه کې ویلی دی چی دا اقدام د امریکایی لوری سره د مذاکراتو پروسی پیاوړي کولو په مقصد ترسره شوی دی.
د ښاغلی برادر ټاکل کیدو سره همزمانه ویل شوی دی چی طالبانو په بیلابیلو پستونو کې ددی ډلې په چارچوب کې بدلونونه راوستی دی.
په همدی حال کې د طالبانو څخه یو سرچینه ویلی دی چی په تیرو یو اونۍ کې افغانستان حکومت او طالبان خپل ځینی بندیان مبادله کړی دی.
ددی مبادلی په اساس، د هغه په وینا ۳۴ تنه سرتیری د افغانستان حکومت څخه د طالبانو بندیخانی څخه او د طالبانو لس تنه غړۍ د بګرام بندیخانی څخه ازادی شوی دی.
دی ته په توجه سره داسی په نظر رسیږی چی اوس کابل نور هم د طالبانو سره سولې هڅو پایلو ته هیله مند کیدلای شی.
ملا برادر، د سازمانی نظره، د طالبانو لومړۍ نسل رهبرانو څخه شمیرل کیږی. هغه د طالبانو یو څلورو بنیان ګذارو څخه شمیرل کیږی چی ددی رژیم سقوط په وخت کې د امریکا په لاس، د طالبانو دفاع وزارت معاونت سمت په لاس کې درلود. هغه همدارنګه د طالبانو رژیم سقوط وروسته، د ملا عمر معاونت او کویته شورا ریاست په غاړه درلود.
ویل کیږی چی هغه د ملا عمر سره نږدی اړیکی درلودلی او ملا برادر او ملا عمر، د یو بل خوینی ځانته په نکاح کړی وو.
ملا برادر همدارنګه د کندهار درانی قبیلی پوپلزاییو څخه دی چی هم حامد کرزی قبیلی څخه شمیرل کیږی.
د هغه آزادی د پاکستان بندیخانی څخه، د حامد کرزی په دوره کې د کابل دولت مهمو غوښتنو څخه وو؛ خو دا غوښتنه، یواځی قبیله ای او قومی انګیزه نه درلود؛ بلکه مهم د هغه څخه، افغانستان دولت پوهیده چی ملا برادر، د سولې طرفداره دی. هغه د همدی لپاره حتی د افغانستان دولت ځینو برخو سره تماسونو له امله د پاکستان له لوری نیول شوی وو.
پاکستان د افغانستان دولت میل په وړاندی، ملا برادر ۸ کاله بندی کړ او ویل کیږی چی هغه د سختو شکنجو لاندی هم قرار نیولی وو.
په دی توګه هغه نه یواځی داچی آزاد شو؛ بلکه د قطر سیاسی دفتر ریاست هم د مذاکراتو لپاره په غاړه واخیسته. دا کیدلای شی چی د کابل لپاره ډیره هیله منده وی. کابل ددی انتظار لری چی ملا برادر وکولای شی طالبانو سره د سولې لباره خوب په ښه توګه تعبیر کړی.
همدارنګه د ملا برادر ټاکل کیدنه د قطر سیاسی دفتر ریاست په توګه، د پاکستان مستقیم موافقت نه بغیر امکان پذیره نه دی. طالبان که څه هم په اخیرو کې د پاکستان دولت سره سختو شخړو ته وارد شوی دی؛ خو همدارنګه د اسلام آباد څخه دستور اخلی. بناپردی، لیری خبره ده چی د ملا برادر انتصاب هم د اسلام اباد موافقت نه بغیر ترسره شوی وی، او دا بل مثبت خبره د کابل لپاره دی؛ ځکه کابل پوهیږی چی افغانستان سولی پروسه د پاکستان څخه تیریږی او د اسلام آباد صادقانه او حقیقی همکاری نه بغیر دا پروسه و نتیجه ته نه رسیږی. اوس د پاکستان دا موضع بدلون مشهود دی او وړاندوینه کیږی چی قطر ته د ملا برادر تللو سره، د سولې راکد پروسی ژوندی کیدو لپاره کابل هیلی بیا راژوندی شو.
په دی حال سره، د امریکا سلطه څخه د سولې پروسی وتنه او افغانستان دولت ته کامل او تام اختیاراتو ورکړه، تراوسه هم ددی پروسی په وړاندی جدی مشکلاتو څخه دی او باید په صبر شو او ووینو چی آیا امریکا او په سیمه کې یی سرسپارلی هیوادونه، افغانستان دولت او خلګو په لاس هیواد سیاسی برخلیک حق او سولې سل په سله افغانی پروسه جوړیدو اجازه ورکړی که نه.
 
https://avapress.com/vdcgn79qnak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته