د روسیه خارجه وزارت وایی: ... داسی په نظر رسیږی چی ټاکنو کې ځنډون د متحده ایالاتو نفوذ له امله صورت نیولی چی دا فرصت مهیا کړی ترڅو د امریکا نسخه په اساس دا ټاکنې ترسره شی. همدارنګه امریکا غواړی چی افغانستان سولې پروسه هم خپل سناریو په اساس شکل ورکړی.
خو افغانستان حکومت دا ادعاویی ردوی او ټینګار کوی چی د امریکا ملاتړ د افغانستان څخه په ټاکلی او تعریف شوی چوکاټ کې دی او هیڅ هیواد حق نه لری افانستان داخلی مسایلو کې مداخله وکړی.
د امریکا سفارت په کابل کې هم په غبرګون کې ویلی دی چی افغانستان ولسمشریز ټاکنو کې ځنډون تصمیم د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوری اخیستل شوی دی ترڅو هغه مشکلات چی نمایندګانو مجلس ټاکنې کی وو، برطرف شی؛ موږ و افغانانو ته او بین المللی نهادونو چی باور لری ټاکنو کمیسیون کې جدی اصلاحاتو راوستل ضروری دی، هم نظر یو. دا خپله افغانان دی چی خپل رهبران ټاکې.
افغانستان مسایلو کارپوهان وایی چی مسکو بیانیه ددی خبرداری ترڅنګ دی چی افغانستان راتلونکې ولسمریز ټاکنې د هرڅه نورو وختونو په پرتله به بین المللی قدرتونو برتری طلبی او تقابل عرصه به وی.
که څه هم د هغوی په باور د امریکا سلطه او نفوذ د افغانستان په ټاکنو کې د ۱۸ کالو راهیسی، یو معمول او مشهود امر دی چی ښه نمونه یی، ملی وحدت حکومت تشکیل د جان کری؛ د امریکا هغه وخت خارجه چارو وزیر مستقیم دخالت باندی وو. په دی حساب سره، د روسیه خارجه وزارت بیانیه، تازه نکته نه ښیی.
له بل لوری، دا مهم د ډیرو صاحب نظرانو او افغانستان خلګو لپاره مسلم دی چی زلمی خلیلزاد، د افغانستان ولسمریز ټاکنو تعویق او حتی تعلیق غوښتونکې دی ترڅو د طالبانو سره سولې تړون ته ورسیږی. دا کار ډیر ځلې د رسنیو سره مطرح شوی دی چی خلیلزاد غواړی ټاکنې، تعلیق او موقت دولت تشکیل شی؛ که څه هم هغه دا خبری شایعه بولی او ردوی. په دی حال سره، هغه صریحآ اعلان کړی دی چی هڅه کوی سولې پروسه د طالبانو سره، د ریاست جمهوری ټاکنو مخکې نتیجه ته ورسیږی. دا همغه څه دی چی روسیه یی د افغانستان ریاست جمهوری ټاکنو کې لاسوهنه بولی.
له بل لوری، ډیر پوهان په دی باور دی چی د افغانستان ولسمریز ټاکنو تعویق، هغه تصمیم نه دی چی د امریکا فشار لاندی او یا نورو مسلط خارجی قدرونو موافقت یا حتی فشار له امله واخیستل شی او مقصد یی، لکه څنګه چی ټاکنو کمیسیون، مدعی شوی دی اصلاح او پارلمانی اخیرو ټاکنو ته په کتو سره ددی پروسی ښه کیدل وی.
حقیقت دادی چی غربیان هیڅ علاقه و ریاست جمهوری ټاکنو ته نه لری؛ په همدی دلیل، نه تراوسه ورته بودجه تامین کړی دی او نه هم کوم حساست او اصرار د ټاکنو پروسی پوری اړوند اصلاحاتو او مدیریت او نظام او قوانینو کې بدلون لپاره شکاره کوی. هغوی که د ټاکنو لپاره کوم اقدام په نظر کې نیولای نو تراوسه به د اخیرو پارلمانی ټاکنو په وړاندی به دریدلای او اجازه نه وای ورکړی چی یو ناکارآمد کمیسیون، فساد وهلی او ناتوان او بی ظرفیت، د خلګو رایی ګروګان ونیسی او خلګو سیاسی برخلیک لوبی سره، خپل غړو جیبونه ډک کړی او حتی کمیشنران یی- اخیرو خپور شویو ګزارشونو په اساس- د پارلمانی ټاکنو ښځینه نامزادانو څخه نامشروع غوښتنی کړی دی.
په دی حساب سره، همدا به وی چی غرب د ټاکنو لپاره بل برنامه لری او هغه، د امریکا نظر وړ سناریو اجرا د سولې په پروسه کی دی چی په ترڅ کې یی، شاید کوم ټاکنې نه شی ترسره او نظام او اساسی قانون اصول ټول ارکان د طالبانو سره سولې تړون په اساس، مجدد تعریف لاندی قرار ونیسی او تغییر وکړی.
بناپردی، روسیه په دی شدید موضع ګیری سره غواړی امریکا ته خبرداری ورکړی چی واشنګتن یو اړخیزه سلطه وخت پای ته رسیدلی او مسکو په ټول توان سره به افغانستان سیاسی راتلونکې نقش ترسره کولو لپاره خپل غړون او کسانو او جریانونو او ملاتړ لاندی نهادونو څخه ګټه واخلی.
د دوو لویو قدرتونو دا مخامخ کیدنه، کولای شی افغانستان یوځل بیا متخاصم قدرتونو همکاری او تلاقی څخه تقابل عرصه باندی بدل کړی؛ هغه څه چی بیله شکه د افغانستان خلګو په زیان به وی.