حمدالله محب؛ ولسمشر ملی امنیت مشاور خبرداری ورکړی چی حکومت به د طالبانو سره سولې په برخه کې یو عجولانه معامله چی د خلګو قربانی نادیده نیسی، ورنه کړی او د سوې هڅې صبر، تدبیر او استراتژیک شجاعت ته اړتیا لری، نه فوری اقدام.
ښاغلی محب د ځینو ګمراه کوونکې ګمانه وهلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلی دی چی جاری ګمانه زنی، وضاحت ته اړتیا لری.
هغه افغانستان او امریکا اړیکو ته په اشاره سره دوه اړخیزه امنیتی تړون باندی ټینګار کړی دی: د یو مستقل هیواد په حیث، هیڅ هیواد یا شخص ددی اختیار نه لری چی د افغانستان لپاره نوی حکومتی ساختار په اړه بحث چی افغانستان اساسی قانون نقض کړی، نه لری.
ښاغلی محب ویلی دی چی تصمیم ګیری قدرت د افغانستان راتلونکې په اړه د افغانستان خلګو په اختیار کې دی او هغوی منتخب رهبران قرار لری او هیڅ ډول ځایناستی د یو منتخب دولت لپاره شتون نه لری.
هغه وویل: هیڅ ډول معامله د افغانستان خلګو قربانیو لپاره به صورت ونه نیسی.
د ښاغلی محب خبرداری په شکاره توګه و امریکا او طالبانو نورو ملاتړ کوونکو شرکاوو ته متوجه دی چی په امارات کې، د افغانستان دولت ګډون نه بغیر د طالبانو سره خبرو اترو ته وارد شوی او افغانستان سیاسی راتلونکې په اړه تصمیم ونیسی.
دا خبرداری شکاره کوی چی کابل دولت ددی لپاره چی د سولې مذاکراتو دروازی شاته پاته دی او د طالبانو ملاتړ کوونکو قدرتونو په وړاندی، توانیدلی چی بیله کوم واسطه د هغه ډلې سره مذاکره وکړی، ډیر خشمګینه دی؛ خو دا خشم، کوم ځای ته به ونه رسیږی؛ مګر داچی کابل دا پروسی ته یو استراتژیک تګلاره کې، بنیادی مشروعیت یی تر پوښتنې لاندی یوسی او امریکا او طالبانو او هغه ډلې ملاتړ کوونکو ته دا پیغام ولیږوی چی د سولې تړون په اړه هرډول نهایی تصمیم د کابل له لوری نیول کیږی او هغوی باید دا ګمان ونه کړی چی کابل نه بغیر کولای شی هر ډول چی ګټی یی اقتضا وکړی، افغانستان سیاسی راتلونکې طراحی کړی.
په دی حال کې، داسی تګلاره په حاضر حال کې، د افغانستان دولت اراده او توان څخه وتلی دی؛ ځکه امریکا د خبرو اترو نبض په اختیار کې لری او واشنګتن د طالبانو دا تګلاری سره چی کابل، د افغانستان راتلونکې په اړه استراتژیک خبرو اترو مشروعیت او صلاحیت په اختیار کې نه لری، په ضمنی توګه، همراهی او موافقت شکاره کوی او د واشنګتن دا موضع څخه هم نقصد دادی چی د افغانستان دولت صلاحیت او قدرت او مشروعیت په پوره توګه تر پوښتنی لاندی یوسی او پرځای یی، طالبان د قدرت په موضع کې قرار ورکړی او طالبان هم پردی موضع باندی ټینګار سره چی کابل، د خبرو اترو استقلال او اختیار او صلاحیت نه لری، دا مهم سره مرسته کوی.
واشنګتن ددی تګلاری څخه لږ ترلږه یو لوی مقصد لری او هغه داچی د کابل دولت څخه مشروعیت زدایی سره، زمینه د یو طالبانی دولت رامنځته کیدو لپآره آماده کړی او افغانستان دولت او سیمه ایز هیوادونو او نړۍ ته دا پیغام واستوی چی طالبانو ته حداکثر قدرت ورکولو نه بغیر نه شی کولای سولې ته ورسیږی.
له بل لوری، د یو طالبانی دولت رامنځته کونه د سولې ریاکارانه پوشش څخه په ګټه اخیستنې سره هم د پاکستان، سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو مستقیم مشارکت نه بغیر غیری ممکن دی؛ ځکه هغوی یواځنۍ رژیمونه وو چی د طالبانو حاکمیت په رسمیت وپیژانده او په تیرو کلونو کې هم د هغه ډلې سره پاتی دی. بناپردی، امریکا دا ځل غواړی په افغانستان کې یو طالبانی دولت په رامنځته کولو سره، همزمان یو بل سیمه ایز ائتلاف د اعرابو او پاکستان په حضور کې جوړ کړی ترڅو په دی توګه، د هغوی په مرسته خپل استراتژیک او هژمونیک راتلونکې د ایران، روسیه او... په وړاندی تعقیب کړی.
دا مسایلو ته په کتو سره، کابل دولت، د ولسمشر ملی امنیت مشاور هشدارآمیزه او عریان موضع ګیری سره، ظاهرآ دی ته متوجه شوی دی چی د مذاکراتو پروسی څخه عمدآ لیری ساتل شوی ترڅو تحقیر شی او په دی توګه، په راتلونکې سیاسی ساختتار کې چی طالبانو پرمحور باندی به شکل ونیسی، هیڅ نقش ونه لری؛ خو آیا دا خبرداریو سره کیدلای شی چی اوسنۍ پروسی ته بدلون ورکړل شی او سوله د افغانستان خلګو راهبردی ګټو او سیمی استراتژیک حقیقتونو لوری ته هدایت شی؟ ددی پوښتنې ځواب په حاضر حال کې منفی دی؛ مګر داچی کابل، د خلګو ملاتړ سره او مستقل موضع کې، امریکا مجبور کړی د طالبانو سره پردی ترشا خبرو څخه پرده پورته کړی او دا پروسه په پوره توګه، د افغانستان خلګو او دولت په اختیار کې قرار ورکړی.