دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 175246
د تروریزم سره مبارزه که جنګی جنایت؟

 
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالی په سلهاوو اوسیدونکې د ۹ تنو غیری نظامیانو جسدونه د اعتراض په توګه د ګردیز په ښار کې د پکتیا والی مقر په وړاندی ایښی او د کابل-ګردیز لویه لاره د یو مده لپاره د ترافیک په وړاندی تړلی دی.
د لاریون کوونکو په وینا دا کسان وړمه شپه په هغه سیمه کې خارجی مستقر ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
عبدالولی سهی؛ د پکتیا والی معاون چی جسدونه یی د نږدی څخه لیدلی او د قربانیانو کورنیو سره خبری کړی دی، تایید کړی چی دا قربانیان ملکی کسان وو: په ډیر تاسف سره باید ووایم چی د هغی شپی عملیات په ترڅ کې چی زرمت سیمه کې صورت ونیول، بدبختانه ډیر ملکی کسان د عملیات په ترڅ کې شهید او ټپیان شوی دی.
د هغه وروسته چی د پکتیا والی معاون لاریون کوونکو ته اطمینان ورکړ چی ددی پيښو په اړه به څیړنه وشی، هغوی خپل لاریون پای ته رسوی او قربانیانو جسدونه بیرته خپل سیمی ته لیږدوی.
خو مصیبت د قربانیانو د کورنیو لپاره پای ته نه دی رسیدلی.
همدا څو ورځې مخکې وو چی سازمان ملل، تایید کړ چی نږدی ۲۳ تنه غیری نظامیان د خارجی ځواکونو هوایی بریدونو کې په هلمند کې وژل شوی او نږدی ۱۸ تنه یی ښځی او کوچنیان دی.
جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر په وقاحت سره وایی چی طالبان، هیڅ ارزښت د افغانستان خلګو لپاره قایل نه دی! دا په داسی حال ې دی چی هغوی هم همغه جنایت ترسره کوی چی طالبان او تروریستان یی ترسره کوی؛ نو کوم توپیر د تروریزم او تروریزم ضد ډلو ترمنځ یا مشخص توګه د طالبان او داعش او امریکا او ناتو ترمنځ شتون لری؟
د امریکا دفاع وزیر څخه باید پوښتنه وشی چی هغه څه چی تاسو یی د تروریزم سره مبارزه بولی، د جنګی جنایت سره کوم توپیر لری؟ آیا د غیری نظامیانو او بی ګناه خلګو مستقیم وژنې په هلمند، پکتیا، ننګرهار او نورو سیمو کې جنګی جنایت نه دی؟
ناهیله کوونکې دادی چی هغه جنایتونه چی هره ورځ د افغانستان خلګو په وړاندی ترسره کیږی، حتی یو امریکایی پیاده سرتیری هم نه محاکمه کیږی؛ ځکه هغوی د دولت سره امنیتی تړون کې د بشریت په وړاندی جنګ جنایتونو قضایاوو څیړلو څخه مصونیت ترلاسه کړی او دولت او افغانستان محکمی د محاکمه صلاحیت او اجازه نه لری.
په دی حساب سره، د افغانستان بی دفاع خلګ بالخصوص هلمند، ننګرهار، پکتیا او... په شان جنګ وهلی سیمو کې د جګړی دواړو لورو لکه تروریستان او خارجی ځواکونه د امریکا او ناتو په مشری او همدارنګه د افغانستان دولت له لوری تر برید لاندی نیول کیږی او هیڅیک د قانون او عدالت په وړاندی نه مجازات کیږی.
بین المللی سازمانونه لکه ملل متحد هم ظاهرآ په دی اسفناکو شرایطو سره، ښه څنګ ته راغلی او دا د یو غیری انسانی او جنایتکارانه جنګ انسانی لګښت په حیث قبول کړی دی. بشری حقوقو په شان نهادونه، حتی په یو ظاهری یا ریاکارانه توګه هم ددی ډول وژنو په اړه غبرګون نه ښیی. دا په داسی حال کې دی چی که یواځی یو ددی پیښو څخه په یو غربی هیوادونو او یا امریکا او نورو هیوادونو کې رامنځته شی، ټول ابزارونه د محکومیت څخه نیولی تر تنبیه او تحریم او حتی نظامی برید ته د رژیم بدلون لپاره، رسیږی او غربی قدرتونه یی د ترسره کولو امر صادروی.
د افغانستان خلګ، د غرب او امریکا دوه ګونی استنداردونو قربانی کیږی؛ هغه استنداردونه چی په اساس یی، یواځی غربیان او ټولنیزو طیفونو، نژادونو اصلیت له امله انسان دی او باید خپل حقوق ترلاسه کړی، نور انسانان او ملتونه، یواځی د غرب غوښتنو ا اړتیاوو په خدمت کې وی او که په دی لاره کې، په سادګی سره هغوی ښځی او کوچنیان ووژل شی، کوم باک نشته او دا پیښه، جنګی جنایت نه بلل کیږی او کوم څیړنه نه لری!
 
https://avapress.com/vdcaymn6i49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته