کابل لویدیځ په یو ورزشی کلب کې د چاودنې وروسته، یو بل چاودنه د خلګو او خبرنګارانو د یو ځای کیدو او تجمع وروسته په هغه سیمه کې رامنځته شوه.
ویل کیږی چی مهاجم کس په دوهم برید کې ځان د یو موټر په شاتنۍ صندوق کې پټ کړي وو او وروسته ځانته چاودنه ورکړی وو.
د کابل پولیسو یو ویاند وویل چی د شهیدانو شمیر ۲۰ تنو ته رسیدلي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
د طلوع خصوصی شبکه دوه تنه خبرنګاران او څلور نور خبرنګاران د یک او خورشید شبکو څخه ټپیان شوی دی.
شاهدان وایی چی انتحاری کس په لومړۍ چاودنه کې د ورزش کلب ساتونکې وژلو وروسته هغه کلب ته وردننه شوی دی. د شاهدانو په وینا د برید په وخت کې مسابقه په هغه کلب کې جریان درلود.
د یو ساعت وروسته، د دوهم چاودنې غږ واوریدل شو. تراوسه د تلفاتو دقیق آمار په اړه څه نه دی ویل شوی؛ خو شاید د تلفاتو شمیر نور هم ډیر شی.
لکه څنګه چی دا لومړنۍ تروریستی برید د شیعیانو په وړاندی نه دی، آخری برید به هم نه وی. داخلی او خارجی تکفیریان او تروریستان لاس په لاس ورکړي ترڅو افغانستان څخه شیعیان پاک کړی.
په دی منځ کې، ناهیله کوونکې موضوع داده چی دولت څخه هیڅ هیله نشته. دا هغه څه دی چی په صراحت سره باید وویل شی او خلګ هم ښه ورباندی پوهیدلی دی.
تکفیری تروریزم او داخلی او خارجی ملاتړ کوونکې یی، عملآ د افغانستان شیعیانو په وړاندی قومی او مذهبی جنګ شروع کړی دی او په دی منځ کې، دولت لږ مسؤولیت هم نه احساسوی.
دا په داسی حال کې دی چی هیله وو په کابل او نورو ولایاتو کې اخیرو هدفمندو وژنو وروسته د دشمنانو سره مبارزی او همدارنګه امنیت تامین لپاره مشخص عملی تمهیدات او تدابیر د دولت له لوری ونیول شی؛ خو لیدل کیږی چی یواځی یو ساده همدردی او محکومیت باندی اکتفا کیږی او حتی دا قصد شتون نه لری چی خلګو داخلی پتانسیل څخه د امنیت ساتلو لپاره ګټه پورته شی.
داسی په نظر رسیږی چی دولت سرانو په سطحه امنیت په برخه کې داسی سیاست او نظر شتون لری چی خپله شیعیان او هزاره وړونه د داعش او تکفیری ګری او تروریزم او هغوی خارجی ملاتړ کوونکو څخه یو امنیتی ګواښ ورته حسابیږی. دا په داسی حال کې دی چی شیعیان د افغانستان ۱۷ کالو بدلونونو کې، د نورو خلګو څخه ډیر خپل وفا داری او ملی تعهد و مردم سالاری، مشارکت، مدنی آزادی، قانون ګرایی، امنیت، دولت څخه ملاتړ، ترور او خلګ وژنې او غصب او غارت او زور وینې او... څخه احتراز ښودلی دی.
دا ټوله په داسی حال کې دی چی هغوی سهم د توسعه او بازسازی او رفاع او قدرت او سیاست کې سهم نور هم لږ شوی دی.
د شیعیانو سیستماتیک حذفیدنی روند د دولت څخه، هیڅ چا ته پوښلۍ نه دی.
اوس چی تروریستان په ظاهر سره تکفیر او داعش ترنامه لاندی کابل لویدیځ کې، په سلهاوو ځوانان په شهادت رسوی، د هغه دولت څخه چی یواځی ددی لوبی تماشاچی دی، کوم هیله کیدلای شی؟
خلګ خپل ځان امنیت تامین او تروریزم سره مبارزی لپاره خپله باید لاس په کار شی.
هیڅوک نه شی کولای د شیعیانو خودی دفاع او امنیت ساتلو په وړاندی خنډ رامنځته کړی او هغوی مخ ونیسی؛ ځکه په هغه صورت کې، خپله بادی مسؤولیت په غاړه ونیسی چی اوس یی په وړاندی عملآ او قصدآ غفلت کوی.
دولت او امنیتی دستګاه، که شیعیانو په وړاندی یو امنیتی خطر په حیث نظر لری، دا حق هم نه لری چی هغوی بی سلاح تروریزم قربانی کړی. یا باید هغوی امنیت تامین کړی او یا هم خلګو ته اجازه ورکړی خپله د دولت څخه مستقل، امنیت تامین ته اقدام وکړی او تکفیری دشمن سره مبارزه وکړی.