دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 167853
عزیز رویش؛ ایستل شوي د ټولو ځایونو څخه پاته!

 
عزیز رویش؛ د دشت برچی معرفت مکتب مدیر، په دی اخیرو په هغه سمینار کې چی د علامه سید اسماعیل بلخی شهادت ۵۰ کلیزی په مناسبت، د سرور دانش؛ د ریاست جمهوری دوهم معاون له لوری په کابل کې رامنځته شو، داسی خبری وکړی چی تراوسه هیڅوک د بلخی په اړه نه وو کړی.
هغه بلخی د تاوتریخوالی تئوری پرداز وبلل او ادعا یی وکړه چی د هغه دا تګلاره ددی لامل شو چی کلونه وروسته، داوود خانو خلقیان او پرچمیان، طالبان او داعش ورڅخه د خپل تاوتریخوالی رامنځته کولو او وینه تویونې توجیه څخه ګټه واخلی.
ښاغلی رویش خپل دا ادعا لپاره د شهید بلخی څو شعرونه وویل:
 
جوانان در قلم رنگ شفا نیست
دوای درد استبداد خون است
 
به خون بنویس بر دیوار ظالم
که آخر سیل این بنیاد خون است

ددی طرحی ادعا ډیر غبرګونونه راپورته کړل. د قلم او علم ډیر پوهان د عزیز رویش دا ادعا د ډیرو زاویو څخه ځواب ورکړ.
همدا غبرګونونه هم ددی لامل شو چی عزیز رویش نور هم د حضور احساس وکړی.
هغه ددی غبرګونونو په وړاندی په غبرګون سره وویل: پوهیږو چی هغه وخت چی خبره د عرف او ذایقه په خلاف وویل شی، په طبیعی توګه غبرګونونه رامنځته کوی؛ خو هرڅومره چی دا غبرګونونه جدی وی، ددی شکاره کوونکې دی چی نوی نظریه د جدی توجه لاندی قرار نیولی دی. همدغه غبرګونونه او د خبرو په وړاندی راپورته کیدنه د بلخی او نورو تئوری پردازانو سیاسی تګلاری او فکر لامل دی...
دا غبرګونونه هرڅه تشریح کوی؛ داچی زموږ روشنفکران د هغه موج رامنځته کیدو په لټّ کې دی چی ورباندی کینی او شکاره شی. دا چی عزیز رویش حاشیه کې پاته دی او نه دی توانیدلی چی د ټولنې متن او افکارو او خلګو باورونو کې ځای پیدا کړی، په غصه دی.
د ښاغلی رویش ژوند هم دا اخذ تاییدوی. هغه سیاسی او کلتوری برخو کې داخلیدو سره، هڅه کړی ترڅو طیفی لوری ونیسی چی فکر کوله د ډګر بریالی به شی. د چپیانو سره چپ وو، د راستیانو سره راست وو، د ۷۰ لسیزی جنون او جنګ کې، قلم د لیونیانو او جنایتکارانو په ګټه وکارول او د نوی نظام په کار راتلو سره د لوړ جریان لوری ونیول او سفارتخانه ای پروژو مخته وړلو، سفارشی کتابونو لیکلو او هغه نشریانو رامنځته کولو سره چی د خاجریانو په پیسو اداره کیده، هڅه وکړه ځان په داسی ځای کې قرار ورکړی چی ولیدل شی.
د ۹۳ کال ټاکنیز دوره کې د تحول او تداوم اشرف غنی ټیم سره یوځآی شو چی د کوچیانو ټولنیز طیف څخه راولاړ یو سیاستمدار ایدی او فکرونه تئوریزه کړی او هغه څخه نیو بت د افغانستان سیاست لپاره جوړ کړی ترڅو ددی لاری وکولای شی قدرت ته ځان ورسوی؛ خو ددی چرخه څخه هم وایستل شو او ونه توانیدل چی خپل مقصد ته ورسیږی.
هغه خپل دا کار ته ادامه ورکړه، د تبسم اعتراضی غورځنګ کې جماعت پر اوږو کښیناست او د ارګ ماڼۍ تر دروازی پوری لاړ ترڅو ددی لاری خپل غږ خلګو او افغانستان سیاست بازیګرانو ته ورسوی او ځان د ټولو خلګو توجه وګرځوی.
هغه لوبه هم وبایله؛ ځکه چی تبسم غورځنګ هم په سرعت سره مستحیل شو او د هزاره ټولنې نوی او سنتی مشرانو قوم ګرایی او امتیاز اخیستنو کې سقوط وکړ.
د هغه وروسته ښاغلی رویش، خپل چانش د جنبش روشنایی سره وازمایل؛ هغه جنبش او غورځنګ چی د همیشه لپاره د ۸۰ څخه ډیرو شهیدانو آرمانونو سره یوځای دفن شو او نور ونه توانیدل چی د یو سیاسی او مبارزاتی بیل جریان په حیث، خپل حیات ته ادامه ورکړی.
دا پیښه، هر یو خپل وار سره د ښاغلی رویش فکرونو او عقدو ته زیان ورسول.
دا ځل، رویش خپل زخم او ژبی زهر د شهید بلخی په وړاندی وکارول ترڅو ددی لاری وکولای شی ځان ټولو خلګو توجه وړ وګرځوی..
خو نتیجه شکاره کوی چی د هغه  دا هڅه هم ناکام پاته شو او د معرفت مکتب مدیر ونه توانیدل چی په ټولنه کې کوم ځای پیدا کړی.
 
https://avapress.net/vdcftedymw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته