د افغانستان وضعیت د روسیه سیاست مدارانو لپاره په لومړيتوب کې قرار لری. روسیه د خپلو ګټو لپاره د مداخلی غوښتونکې دی.
خو په حاضر حال کې، دا پیښه به نه شی رامنځته. مسکو په هیڅ وجه نه غواړی چی د افغانستان دولت څخه اصلی ملاتړ په حیث د آمریکا نقش ترسره کړی. مسکو په افغانستان کی په چارو کې مداخلی قصد نه لری او په افغانستان کې د سوریه سناریو تکرار غیرممکن دی.
روسیه غواړی چی کابل او واشنګتن ددی هیواد ګټی باندی وپوهیږی او په رسمیت وپیژنی.
د افغانستان او روسیه لنډ تاریخ
مسکو په تاریخی لحاظ سره هر وخت د افغانستان په اقتصادی او سیاسی چارو کې دخیل وو. د روسیه علاقه دی سیمې ته ۱۹ پیړۍ ته راګرځی هغه وخت چی روسیه امپراطوری د لوی بریتانیا یا برتانیا کبیر سره په مرکزی آسیا کې مخامخ وو. ددی مقاله مقصد تاریخی پیښی نه دی. پّ دی حال کې، زه دا حقیقتونو ته اشراه کوم چی د روسیه خارجی سیاست ژورتوب په دی برخه کې وپوهیدل شی. افغانستان د لمړۍ سر څخه د روسیه لپاره یو ګواښ او په عینی حال کې د نفوذ لپاره یو فرصت پاته شوی دی. دا عامل باید د دواړو اړخونو اوسنۍ اړیکو پوهیدو لپاره هم باید په نظر کې ونیول شی.
د شوروی وحشیانه جنګ په افغانستان کې په ۱۹۷۹ کال کې د روسی سیاسی-نظامی نخبګانو په تاریخی حافظه کې پاته شوی او افغانستان د ماتې، درد، تلفات او نورو کلمو سره ورته مترادف دی. په حاضل حال کې، په روسیه کې ډیر نخبګان او سیاستمداران دی نتیجی ته رسیدلی دی چی افغانستان ته د ځواکونو ننوتل یو خطا وو.
د روسیه نخبګان په افغانستان کې مدرن دولت ذهنیت نه وینی. یعنی د مسکو په نظر، په کابل کې رسمی مقامات مستقر نه وو او په پوره توګه خپل مالی ملاتړ یعنی آمریکا پوری تړلی دی. د غرب او روسیه په اړیکو کې د نابودی بحران د افغانستان او روسیه اړیکو نابودی لامل شوی دی.
کابل د واشنګتن په غوښتنه د روسیه ټولې طرحې مسدود کړي او ورڅخه لیری پاته کیږی. مسکو په عصبانیت سره دا کار په وړاندی غبرګون ښودلی او ټینګار کوی چی د افغانستان امنیت د روسیه د ملی ګټو لپاره ښه او بنا پردی، روسیه ددی نښتې څخه به لیری پاته نه شی.
په ۹۰ لسیزیه کې داخلی جنګونو کې روسیه په پوره توګه د افغانستان شمال خلګو نمایندګانو څخه جوړ ائتلاف څخه ملاتړ کول. روسیه په دی کار کې یواځی نه وو؛ ایران، هند او مرکزی آسیا هیوادونه هم په فعال توګه د افغان ملی اقلیتونو سره مرسته کوله. د طالبانو د ظهور راهیسی وضعیت کوم بدلون نه دی کړي. مسکو په ۲۰۰۳ کال کې دا غورځنګ تروریستی سازمان لیست ته داخل کړي دی. ولادیمیر پوتین، د روسیه ولسمشر د ۲۰۰۰ کال په لمړیو کې د برهان الدین ربانی سره په لیدنه کې وویل چی طالبان د هیواد سیاسی ځواکونو کې کوم ځای نه لری.
د ۲۰۰۱ کال سپتامبر ۱۱ نیټې تروریستی بریدونه د روسیه په اپوزیسیون کې خاص بدلونونه رامنځته کړه. مسکو د آمریکا او ناتو تروریستی ضد عملیات د آزادی پایدار په نامه څخه ملاتړ کوله چی مقصد یی د القاعده شبه نظامیانو او تر یو حده پوری طالبانو له منځه وړنه وو. ولادیمیر پوتین لمړنۍ کس وو چی په دی برخه کې مرستې او همکاری وړاندیز جورج بوش د آمریکا هغه وخت ولسمشر ته ورکړ. سربیره پردی، د روسیه خاص سرویسونه خاص اطلاعات د افغانستان واقعیتونو په اړه ارائه کړ. دا په افغانستان کې د روسیه کلی سیاست دی.
افغانستان کې مسکو ته د واشنګتن بیر نظر
په حاضر حال کې، وضعیت بدلون موندلی دی. آمریکا تصمیم نیولی دی چی د طالبانو سره غیری مستقیم خبری شروع کړی. ددی کارونو یو اصلی ایدئولوګونو څخه ولسمشر غنی دی. د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې اشرف غنی اظهار درلود چی د طالبانو غورځنګ د یو سیاسی قدرت په حیث په رسمیت وپیژنی او طالبان پارلمانی ټاکنو کې ګډون ته راوغواړی. مسکو څو کاله کیږی چی کابل او واشنګتن د خبرو او مذاکراتو لپاره راغواړی. په دی حال کې، دا ټول غوښتنې او بیانات هم په غرب او هم په افغانستان کې یو ډول خصومت کې په نظر کې نیول کیږی. سربیره پردی، امریکا او افغانستان چارواکې مسکو د طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی دی. د هغوی په وینا، مسکو طالبانو ته د افغانستان په شمال کې اسلحی ورکوی او طالبانو سره روسان؛ په ایران کې لیدنه کړي دی. ددی اظهاراتو څخه مخنیوی بیله ګټي دی ځکه چی واشنګتن اوس مسکو په هر ډول کار باندی تورنوی. البته طالبانو څخه د مسکو ملاتړ ادعا د حقیقت سره تطابق نه لری. روسیه د طالبانو سره خاص اړیکې لری او دا ډلي سره محدود خبری کوی، خو هیڅ وخت ورسره ملاتړ خبری په منځ کې نه وی. د مارس په ۳۰ نیټه د روسیه ولسمشر خاص نماینده د افغانستان په چارو کې وویل چی طالبان د مسکو څخه د اسلحو غوښتونکی شوی خو د مسکو د امتناع سره مخ شوی دی.
د افغانستان داخلی بازیګرانو ته مسکو نظر بدلون
د مسکو موضع په دی مرحله کې څه ده؟ روسیه د چا څخه په افغانستان کې ملاتړ کوی؟ بیله شک، د افغانستان وضعیت د روسی سیاستمدارانو لپاره په لومړیتوب کې قرار لری. د ژوئن په ۱۰ نیټه د روسیه ولسمشر د شانګهای همکاری سازمان ناسته کې وویل: د افغانستان وضعیت خاص توجه وړ دی. باید په مشترک توګه ددی سیمی څخه راولاړ تروریسم ګواښ سره مبارزه وشی، د مخدره توکو ترانزیت او تولید ودرول شی او افغانستان کې د ملی مصالحه سر مرسته وشی.
د ۳ څخه تر اخیرو پنځو کالو پوری مسکو خپل اړیکې په افغانستان کې فعالی کړی دی. دا په داسی حال کې دی چی د روسیی سنتی اړیکې د شمال خلګو نمایندګانو سره انحطاط حالت کې وو او علت یی هم خپله د تاجیکانو، ازبکانو او هزاره ګانو سیاست دی چی د مسکو څخه لیری شو. هغوی د واشنګتن د فشار له امله د مسکو څخه لیری شو.
یو ددی نمونو څخه د افغانستان دولت اجرایی رئیس عبدالله عبدالله وو. عبدالله د ۹۰ لسیزی په منځ کې د مسکو، تهران او نوی دهلی سره نږدی اړیکو لپاره مشهور وو. خو د سیاسی وضعیت او روسیه-امریکا نښټو له امله مجبور شو ترڅو خپل وفاداری و امریکا او مسکو سره مشترک ګټو نه درلودل وښیی. روسیه هم ددی اقدام په وړاندی د پشتون سیاسی ځواکونو سره اړیکو رامنځټه کولو ته مخه کړه. دا اړیکې د تاجیکانو او ازبکانو سره مخالفت په معنی نه وو. اشرف غنی خپله هیڅ وخت د امریکا څخه طرفداری نه پوټ کړی.
په نتیجه کې، دا پوښتنه مطرح کیږی چی مسکو د طالبانو او کابل مذاکراتو څخه چی امریکا یی شاته قرار لری څه غواړی؟
روسیه خپلو منافعو لپاره مداخلی غوښتونکې دی. خو په حاضر حال کې، دا پیښه نه رامنځته کیږی.
مسکو دا اړتیا لری چی کابل او واشنګتن دا هیواد ګټې په سیمې کې وپوهیږی او په رسمیت وپیژنی. خو اوس دا پیښه نه رامنځته کیږی.