کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولی ناتو د قطر غړیتوب وړاندیز رد کړه؟

18 جوزا 1397 ساعت 22:11

ناتو د قطر وړاندیز په دی نظامی تړون کې غړیتوب لپاره رد کړی او ویلی دی چی دا تړون د امریکا او اروپایی هیوادونو مختص دی.



 
خالد بن محمد العطیه؛ د قطر دفاع وزیر د سه شنبه په ورځ ویلی وو چی هیواد یی په ناتو کې کامل غړیتوب په هڅه کې دی.
د قطر دفاع وزیر ویلی دی چی هیواد یی تسلیحاتی کیفیت په برخه کې په سیمه کې مهمو هیوادونو څخه دی.
ښاغلی العطیه د قطر او ناتو مخ په ډیریدو اړیکو ته دفاعی برخه کې اشاره کړی او ویلی دی چی دا همکاری کولای شی د ناتو یو واحد کوربه توب د هغه تخصصی مراکزو باندی بدل شی.
خو ناتو ویلی دی چی ددی تړون د ۱۰ مادی په اساس، یواځی اروپایی هیوادونه کولای شی ناتو غړیتوب ترلاسه کړی.
د ناتو دا مقام وویل چی قطر د ناتو لوړمدته او مهم شریک دی.
د قطر دفاع وزیر تیره ویلی وو چی هیواد یی د ناتو اصلی متحد خو ناتو څخه خارج دی. هغه ویلی وو چی ددی هیواد مقصد، په ناتو کې پوره غړیتوب دی.
د سعودی عربستان او قطر په اړیکو بی ساري مشکلاتو په رامنځته کیدو سره قطر په سختو انزوا کې قرار ونیول، دوحه هر وخت هڅه کړی ترحو امنتیی بازدارنده حفاظ یی پیاوړی کړی.
ترکیه د همغه شروع څخه یو د هغه هیوادونو څخه وو چی قطر مرستی ته هوډ کړی او حتی ځینی ګزارشونه دا وایی چی ترکیه غواړی په قطر کې نظامی پایګاه ولری.
دا ډول اقدام په حقیت کې د دواړو هیوادونو یو استراتژیک شراکت د اخوان المسلمین ایدئولوژیک او سیاسی فکر په اساس د سلفی ګری په وړاندی چی د عربستان، امارات، بحرین او ځینی نورو عربی هیوادونو ملاتړ لاندی دی، حسابیدله.
د قطر لپاره د ترکیه سره یواځی تړون کافی نه وو.
د همدی لپاره اوس دوحه هڅه کوی چی د ناتو دایمی غړیتوب ترلاسه کړی او قطر په وړاندی یی، غربی نظامیانو ته اجازه ورکړی ترڅو په هغه هیواد کې پایګاوی جوړ کړی.
خو ناتو دا غوښتنه رد کړی ده.
که څه هم د ناتو استدلال او دلیل دادی چی دا سازمان، د امریکا او اروپا مختص نظامی تړون دی او نور هیوادونه نه شی کولای غړیتوب یی ترلاسه کړی؛ خو حتی که په دی برخه کې، قانونی منعه هم شتون ولری، د قطر لپاره ځای په ناتو کې شتون نه درلود؛ ځکه د ناتو تشکیل اساس په مسلمان هیوادونو بالخصوص عرب هیوادونو کې استعمار پروژه عملیاتی کول جوړوله او که د مثال په توګه، قطر په شان هیواد هم د امریکا او فرانسه په شان په ناتو کې غړیتوب ترلاسه کړی وای، په هغه صورت کې، ددی سازمان هدف او مقصد د پوښتنې لاندی راتله.
البته سربیره پردی شاید ناتو په دی اقدام سره غوښته چی د سعودی عربستان او نورو رژیمونو سره خپل اړیکی خراب نه کړی؛ هغه اړیکې چی په اساس یی، غربیان عربستان توره طلا څخه سرشار سرچینو تاراج په وړاندی هغوی ته سلاح صادروی او په دی توګه، هم تیلو انرژی ته لویو تولیدی شرکتونو اړتیاوی پوره کوی او هم خپل راکت او اسلحی فورش او تولید بازار ته رونق ورکوی او په یو ډول سره نفتی دالرونه د سلاح په صدور سره، یو ځل بیا خپل خزانه ته ګرځوی.
په ناتو کې د قطر غړیتوب سره به د عربستان سره دا ګټه مند معاملات د خطر سره مخامخ کیدله.
 


د مطلب کود: 165028

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/165028/ولی-ناتو-د-قطر-غړیتوب-وړاندیز-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com