قیوم سجادی؛ غزنی نماینده وایی چی ددی ولایت نمایندګان غزنی کې امنیتی مشکلاتو په اړوند د یو کال څخه هڅه کړي ترڅو د ولسمشر سره نږدی ووینی؛ خو په دی کار باندی نه دی توانیدلی.
ښاغلی سجادی وویل چی دا هڅې د ریاست جمهوری بیلابیلو لورو څخه ترسره شوی دی؛ خو هیڅ یو یی نتیجه نه دی ورکړی.
د هغه په وینا، غزنی نمایندګان ددی ولایت د امنیتی وضعیت خرابوالی له امله تیر کال راهیسی د غنی سره د ملاقات غوښتونکې دی او د کوم شخصی کار ترسره کولو لپاره دا غوښتنه نه دی مطرح کړی چی ښاغلی غنی د ملاقات فرصت نه ورکوی.
دا په داسی حال کې دی چی غزنی نمایندګان ددی ولایت امنیتی وضعیت په دی ولایت کې بحرانی بولی او ټینګار کوی چی که حکومت ددی ولایت وضعیت ته توجه ونه کړی، غزنی به د طالبانو په لاس سقوط وکړی.
غزنی نمایندګان ددی ولایت سیمه ایز چارواکې په بی کفایتی باندی تورنوی او امنیتی چارواکو رهبریت څخه غواړی چی ددی ولایت ګواښونو ته توجه وکړی.
دا یواځی د غزنی نمایندګان نه دی چی د یو بحران وهلی ولایت وکیلانو په حیث د ولسمشر سره لیدنې لپاره شکایت لری. ډیر نور نمایندګان هم لکه غور ناامن ولایت نماینده اشرف غنی ته لاسرسی نه درلودلو څخه شکایت کړی.
په دی حساب سره، داسی په نظر رسیږی چی په هیواد کې ناامنی یو لامل هم داوی؛ دا چی حکومت مشران، خپل قانونی مسؤولیت باندی عمل نه کوی او ځآنته د خلګو وکیلانو لاسرسی په لاره کې غوښتلی یا ناغوښتلی د تروریزم پراختیا او پیاوړتیا سره مرسته کوی.
دا په داسی حال کې دی چی هم مسلمانانو دینی سنت په اساس او هم قانون احکامو په اساس په یو مدرن دولت کې باید رهبران په خطری او بحرانی شرایطو کې خلګو ته نږدی وی او وضعیت د نږدی څخه تر څارنی لاندی ولری او د غوښتنې په وخت کې، د بحران څخه وتلو لاری ارائه کړی.
په داسی حساس او حاد بحرانی شرایطو کې، د اشرف غنی څخه څوک ډیر مسؤولیت لری ترڅو وضعیت کنترول کړی او داسی تدابیرو فکر وکړی چی ناامنی مخه ونیول شی او ددی ولایتونو د سقوط څخه مخکې تر مخکې اقدام وشی؟
که څه هم په دی منځ کې، ددا څخه انکار نه شو کولای چی ولسمشر نه شی کولای غزنی نمایندګانو درانده مسؤولیتونه د نمایندګانو په مجلس کې د جاری وضعیت لپآره کم کړی او د هغه ولایت ۱۱ نماینده ګانو تنبلی او ناکارآمدی او چوپتیا او مسؤولیت څخه تیښته توجیه کړی.
د منتقدانو په باور، غزنی بحرانی وضعیت، داسی ناببره منځته نه دی راغلی. غزنی کلونه کلونه کیږی چی د بحران او جنګ او فساد او بی ثباتی سره مخ دی؛ خو غزنی وکیلان ددی کلونو په لړ کې هر وخت خپل شخصی چارو او تجارت او سیاحت او سیاسیت باندی په کابل کې مصروفه وو.
هغوی په دی دلیل چی کورني یی په امنیت او آرامتیا کې په کابل کې ژوند کوی او یا ګاونډی هیوادونو ته حتی ژمنی او نورو رخصتیو کې چی قانونآ د خلګو وضعیت څیړلو لپاره دوی ته ورکول کیږی غزنی ته نه ځی او دا رخصتی په کابل او یا نورو امن ښارونو او یا خارجی هیوادونو کې تیروی.
په دی حساب سره، اشرف غنی ته لاسرسی نه درلودنه، که څه هم قانونی لحاظه یو ناموجه امر دی؛ خو دا موضوع، د غزنی نمایندګانو قانونی مسؤولیت بار څخه کوم څه نه کموی.
هغوی حتی د نمایندګانو مجلس کاری ورځو کې د خپلو ډیرو همکارانو په شان، حضور نه دی درلودلی او یا که حضور درلودلی، د محافظت کاری او خپل سیاسی موقعیت د لاره ورکولو او... لپاره حضور پیدا کړی او آواز یی د غزنی امنیت په اړه، نورو نمایندګانو څخه کښته وی.
اوس چی د پارلمانی ټاکنو فصل دی، هغوی اعتراض غږ هم پورته شوی ترڅو یو ځل بیا د خلګو رای په راتلونکو ټاکنو کې لاسته راوړی.