دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 162328
د رای ورکوونکې نوم لیکنه؛ دولت تکاپو او د خلګو سیل

 
عبدالله عبدالله؛ اجرایی رئیس اعلان کړ چی د رای ورکونې نوملیکنې پروسی ماتې په صورت کې به سیاسی وضعیت د لوی مشکل سره مخ شی.
ښاغلی عبدالله چی پرون، شنبه د ثور په اوله، د افغانستان وزیرانو فوق العاده شورا په ناسته کې خبری کولې، وویل یواځې هغه کسان د رای ورکولو حق لری چی نوم لیکنه وکړی.
هغه ټینګار وکړ چی د رای ورکونې کارت چی مخکې د ټاکنو کمیسیون له لوری صادر شوی وو، نور اعتبار نه لری او په دی کارتونو سره نور هیڅوک په ټاکنو کې ګډون نه شی کولای. ښاغلی عبدالله دی ته په اشاره سره چی د ۲۰۱۴ کال ریاست جمهوری ټاکنې د خلګو د بی اعتمادی لامل شوی، زیاته کړه چی د رای ورکوونکو نوم لیکنه د تقلب څخه مخنیوی لپاره تر ټولو ښه لاره ده او حتی ټاکنیز متخصصان دا تګلاره د پراخ تقلب څخه مخنیوی لپاره توصیه کړی دی.
افغانستان اجرائیه رئیس وویل چی رای ورکوونکې یواځې په هغه ځای کې رای ورکولای شی چی هلته نوم لیکنه کړي وی. د هغه په وینا، دا نوم لیکنه یواځې پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره نه دی، بلکه د ریاست جمهوری او ولایتی شورا ټاکنو کې هم دا نوم لیکنې د اعتبار وړ دی.
ښاغلی عبدالله د خلګو څخه وغوښته ترڅو نوم لیکنه وکړی ترڅو راتلونکې کې د رای ورکولو حق څخه محروم پاته نه شی.
تیره ورځ،افغانستان ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چی د نوم لیکنې پروسی شروع کیدو څخه یو اونۍ تیریدو سره تراوسه په ټول هیواد کې ۱۵۸ زره کسه نوم لیکنه کړي.
کارپوهان وایی چی اجرایی رییس خبرداری د رای ورکونې نوملیکنې پروسی ماتې تبعاتو په اړه، دوه برخې لری، یو برخه یی دولت او هیواد سیاسی وضعیت پوری اړه لری او بل برخه یی خلګ په نظر کې لری.
ښاغلی عبدالله له یو لوری وایی چی د رای ورکونې نوملیکنې پروسی ماتې په صورت کې، د هیواد سیاسی وضعیت د خنډ سره مخ کیږی او دا کار د خلګو بی باوری څخه بولی چی د ۹۳ کال ریاست جمهوری ټاکنو وروسته رامنځته شوه او له بل لوری، خلګو ته خبرداری ورکوی چی یواځې هغه کسان په ټاکنو کې د ګډون حق لری چی نوم لیکنه یی کړی وی او هغوی څخه غواړی ترڅو د رای ورکولو حق څخه پاته نه شی!
 
ښاغلی عبدالله خبرداری دولت او هیواد سیاسی نظام ته، د صاحب نظرانو په باور، د پوهیدو وړ دی. ددی پروسی ماته، د دولت او بین المللی ملاتړ کوونکو لپاره ډیر لوی شرم به وی او د دولت او خارجی ملاتړ کوونکو څخه د خلګو ملی مشروعیت یو ډول سلب بلل کیږی؛ ځکه خلګ په دی اقدام سره، په عمل کې شکاره کوی چی نور نه غواړی په هغه پروسه کې ګډون وکړی چی نتیجه یی، د مخکې نه معلوم دی او پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو او حتی ریاست جمهوری ټاکنې ددی پروسو څخه هیڅ اغیزمند نه دی.
دا ټوله په داسی حال کې ده چی ۹۳ کال بد نامه ریاست جمهوری ټاکنې خلګو ته دا درس ورکړ او ملی وحدت حکومت مشرانو ضعیف دفاع او توجیه د ټاکنو وروسته هم دا باور سره مرسته وکړ او خلګ د حکومت، څخه لیری او هغوی حاکمیت تر پوښتنی لاندی راغلل.
د پارلمانی ټاکنو ځنډیدنه او حقیقی اصلاحاتو نه شتون په سیاسی او ټاکنیز سیستمونو کې، د ملی وحدت رهبرانو ترمنځ سیاسی لویو اختلافاتو سربیره نور د هغو څیزونو څخه دی چی د خلګو باور او اعتماد باندی اغیزه درلود او د ټاکنو ګډون باندی منفی اغیزه رامنځته کړه.
په دی حساب، د پوهانو په باور، ښاغلی عبدالله حق لری چی د سیاسی تبعاتو په اړه اندیښمند وی؛ ځکه په هغه صورت کې، د نظام مشروعیت او دموکراتیک پایه په سخته توګه زیان وینی او حکومت، خپل مردم سالارانه معنی له لاسه ورکوی.
په دی توګه، دی وضعیت باندی د غلبه کولو لاره خلګو ته خبرداری نه نه دی.
حکومت مشران که په حقیقت کې ددی پروسی څخه اندیښمند دی باید ټاکنیز نهادونو، ټاکنو اصل او رای څخه صیانت ته د خلګو باور راژوندی کړی.
ددی کار لاره هم په ټاکنیز سیستم کې ریشه ای او حقیقی اصلاحاتو رامنځته کونه ده؛ هغه کار چی نه عبدالله او نه غنی، هیڅ یو ونه غوښتل او یا ونه توانیدل.
ددی ترڅنګ په حاضر حال کې، دا خلګ دی چی تصمیم نیولی دی، دولت د خپل رای څخه محروم کړی؛ بناپردی، ښاغلی عبدالله او نور حکومتی مشران، خپل حال باندی اندیښمند وی.
سربیره پردی د وزیرانو شورا فوق العاده ناسته د دولت نورو هڅو ترڅنګ په اخیرو ورځوکې د اشرف غنی غوښتنې سره چی ټول دولتی مامورین او خلګ رای ورکولو ته وهڅول او... شکاره کوی چی دولت په جدی توګه تکاپو کې لویدلی دی او دا په داسی حال کې دی چی خلګ همدارنګه ددی وضعیت سیل کوی؛ ځکه هغه حرکت چی هغوی هم خپل تګلاری بدلون ته وهڅوی، منځته نه دی راغلی.
 
 
https://avapress.com/vdchiinz623n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته