اشرف غنی؛ ولسمشر د شنبه ورځې ماسپښین مخکې د پاکستان ملی امنیت مشاور ناصر جنجوعه سره په ارګ کې په لیدنه کې، د پاکستان لمړۍ وزیر څخه د دولت او دولت ترمنځ خبرو لپاره، کابل ته سفر غوښتنه او دعوت وکړه.
په دی لیدنه کې چی د ریاست جمهوری په دلګشای قصر کې ترسره شو، دواړه لوری، طالبانو ته د افغانستان سولې وړاندیز په اړه او پاکستان هر اړخیزي مذاکرتو شروع کیدو څرنګوالی په اړه تبادل نظر وکړ.
په دی لیدنه کې همدارنګه د مجرمانه اقتصاد او تروریستی ډلو فعالیتونو او همدارنګه هغوی مبارزی په اړه هم خبری وشوی.
ویلو وړ دی چی دولت او دولت ترمنځ مذاکراتو وړاندیز، د اشرف غنی له لوری، د کابل پروسی دوهم ناسته، د افغانستان په چارو کې د پاکستان مداخلات پای ته رسولو او هغه هیواد ملاتړ مخه نیولو لپاره د تروریزم څخه، د تګلارو او راهکارو په حیث مطرح شوی وو.
ښاغلی غنی ریاست جمهوری مقام ته رسیدو راهیسی، ډیر ځلې پاکستان سره سولې مذاکراتو غوښتونکې شوی دی. هغه خپل حکومت په لمړیو کې، ډیر مهم ګامونه هم په دی برخه کې اخیستي دی؛ پاکستان نظامی قوماندانانو سره لیدنه په راولپندی کې چی د دیپلماتیک عرف او نورمونو برخلاف وو او هیواد دننه ډیرو منفی غبرګونونه راپورته کړه تر هند سره ځیني نظامی همکاریو تفاهم نامو تعلیق او نوی دهلی ته سفر ځنډونه پوری.
ښاغلی غنی په دی برخه کې حتی نور بحث رامنځته کوونکې ګامونه هم پورته کړ؛ لکه د دواړو هیوادونو استخباراتی سازمانونو توافق د تروریزم سره مبارزی لپاره دوه اړخیزی همکاریو لپاره چی مشترک ګواښونو لپاره عنوان شو. دا تصمیم د هیواد دننه د خلګو او امنیتی مسایلو ناظرانو او پخوانی چارواکو او سیاسی فعالینو سخت غبرګون وروسته د ارګ له لوری انکار شو او ناکام او همداسی باقی پاته شو.
په دی حال کې، ددی اقداماتو سربیره، پاکستان ځواب، همدارنګه تروریزم څخه پاکستان ملاتړ او افغانستان داخلی چارو کې مداخلات وو.
هغه وخت چی ښاغلی غنی اعلان کوی چی حاضر دی د پاکستان سره بیله کوم قید او شرط هراړخیزه مذاکرات ترسره کړی، په دی برخه کې باید د دیورند مساله هم مطرح شی.
د کابل له نظره، پاکستان سره سوله، د افغانستان جاری امنیتی وضعیت کلیدی حل لارو څخه دی او ترڅو چی دا کار، ترسره شوی نه وی، په هیواد کې سولې او ثبات رامنځته کیدو لپاره هیڅ دلیل نشته.
د ښاغلی غنی په نظر، پاکستان سره سوله، د طالبانو سره سولې لمړنۍ شرط دی او ترڅو چی اسلام اباد، اطمینان پیدا نه کړی چی د هغه هیواد مقاصد او ګټې، په افغانستان کې تروریزم څخه ملاتړ نه په بل لاره هم تامینیدلای شی، د تروریزم ملاتړ څخه به لاس ونه اخلی او په دی توګه، د افغانستان هڅې د طالبانو سره سولې لپاره به بی اغیزه وی.
په دی حساب سره، دولت او دولت ترمنځ خبری اتری د پاکستان او افغانستان ترمنځ، طالبانو سره سولې نیمه پټه بهیر دی چی البته سیاسی دلایلو له امله لږ څرګند شوی دی.
مهم نکته داده چی پاکستان هیڅ وخت په یو ساده سیاسی موضع ګیری سره هیڅ وخت افغانستان په وړاندی خپل خارجی سیاست ته بدلون نه ورکوی؛ بناپردی، افغانستان باید عملی او محسوس ګامونه پورته کړی چی اصلی ګام به یی، د دیورند حقوقی معضل څخه تیریدنه ده.
کابل همدارنګه باید دا حقیقت قبول کړی چی هند سره استراتژیک شراکت، پاکستان سره افغانستان ۱۴۰۰ غیری کنترولیدونکې مرز ته په توجه سره، زموږ هیواد ته ډیر درنه لګښت لری او په دی برخه کې، افغانستان خارجی سیاست باید داسی جوړ شی چی هند سره ملګرتیا، پاکستان سره دشمنی په معنی نه وی او اسلام آباد له دی لوری څخه، اطمینان ترلاسه کړی.