افغانستان د هغه لمړنیو هیوادونو څخه وو چی په اندونزیا کې د انقلاب پای ته رسیدو وروسته په اندونزیا کې، دا هیواد په رسمیت وپیژنده او ددواړو هیوادونو ترمنځ دیپلماتیک اړیکی په ۱۹۴۵ کژ رسمآ شروع شو او افغانستان سفارت په جاکارتا کې رامنځته شو. همدارنګه افغانستان او اندونزی ترمنځ ملګرتیا توافقنامه امضا کیدو سره سوکارنو د هغه هیواد لمړۍ ولسمشر په ۱۹۶۱ میلادی کال کې افغانستان څخه لیدنه وکړه. همدارنګه د ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان او اندونزی اړیکې نور هم پراختیا وموند او سیاسی او کلتوری او تجارتی برخو کې نوی توافقنامی امضا شو. سیاسی او امنیتی عوامل راهبردی: اشرف غنی مخکې پنځه حلقی د هیواد خارجی سیاست کې تعریف کړی وو: لمړۍ حلقه ګاونډی، دوهم حلقه اسلامی هیوادونه، دریم حلقه اروپا، امریکا او کانادا، څلورم حلقه آسیا او پنځم حلقه بین المللی سازمانونه. د پنځو حلقو څخه اسلامی هیوادونه په دوهم درجه کې قرار لری او اندونزی هم اسلامی لوی هیواد وزنه او نقش ډیریدو ته په توجه سره، د افغانستان په خارجی سیاست کې مهم ځای لری. په دی برخه کې داسی په نظر رسیږی چی کابل اوس هڅه کوی د هیواد او مسلمانانو لوی جمعیتی قطب ظرفیت څخه ګته واخلی. په حقیقت کې اندونزی داخلی او خارجی سیاست استراتژیک ثبات او د آسیا په قاره کې څلور مهم قدرتونو څخه راوتلی قدرت ته په کتو سره کابل اندونزی توان او پتانسیل ته دیر توجه لری. په بل بعد کې، که څه هم ددی هیواد دولت تندرو ګوندونو له منځه وړلو سره په ۲۰۱۷ کال کې لکه حزب التحریر د دولت فرمان امضا او فراط ګرایی مشکلاتو له منځه وړلو باندی بوخت وو؛ خو په سلهاوو اندونزیایان په تیرو کلونو کې د داعش سره په سوریه کې یوځای شوی وو هغوی بیرته راتلو خطر افغانستان ته هم همداسی شتون لری. نو د همدی لپاره کیدلای شی ددواړو هیوادونو ترمنځ یو ډول امنیتی همکاری هم پیاوړۍ شی. په افغانستان کې په سیاسی او سولې او ثبات په برخه کې اندونزی مرسته: له یو لوری باید وویل شی چی په تیرو کلونو کې کابل هڅه کړی ترڅو افغانستان طالبانو سیاسی دفتر د دوحه څخه بل هیواد ته ولیږدوی. په حقیقت کې په داسی شرایطو کې چی طالبان دفتر په قطر کې خپل فعالیتونو ته ادامه ورکړه او ډیر لیدنی د طالبانو سره د دوحه دفتر په مرسته ترسره کیږی؛ خو د جاکارتا په قبلولو سره، کابل هیله مند دی ترڅو طالبانو دفتر لیږدول او کوربه توب سره نور به طالبان پخوا په شان عمل آزادی ونه لری او په طالبانو کې عربی بازیګرانو نفوذ به هم لږ سی. ډیر په کابل کې په دی باور دی چی اندونزیا مرکزی آسیا بیلابیلو سیمو کې سرمایه ګذاری او تجارت غوښتونکې دی او کولای شی افغانستان ترانزیتی توان څخه هم ګټه واخلی. په دی منځ کې په افغانستان کې هم سرمایه ګذاری کولای شی د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو پراختیا لامل شی او ددی قرصت رامنځته کړی چی آسیا جنوبی هیوادونو سره مرکزی آسیا د افغانستان له لوری وصل شی. سربیره پردی، اوس اندونزی خارجی سیاست هڅه کوی ترڅو بین المللی او سیمه ایز معادلاتو کې پراخه نقش ولری. کابل هم تیرکلونه غوښتی دی چی سیمه ایز قدرتونه لکه چین او ترکیه او امریکا او عربستان د کابل او اسلام اباد ترمنځ میانجی ګری لپاره څو اړخیزه ناسته وکړی؛ خو هم د چین کوششونه چی اسلام اباد افغانستان سولې پروسه کې همکاری لپاره وهڅوی کوم نتیجه ورنه کړه او هم ترکیه، امریکا او عربستان هم داسی نه معلومیږی چی افغانستان ګټو لوری ته ګام پورته کړی وی او پاکستان باندی فشارونه وارد کړی وی. د همدی لپاره کابل اوس هحه کوی سوله د اندونزی په میانجی ګری سره لاسته راوړی. اقتصادی او ټولنیز علتونه مخکې د افغانستان او اندوزی ترمنځ اقتصادی او ټولنیز برخو کې بیلابیل سندونه په امضا رسیدلی وو او په یو تیر کال کې اشرف غنی؛ ولسمشر د جوکو ویدودو؛ اندونزی ولسمشر سره په لیدنه کې د ددواړو هیوادونو ترمنځ تجاری اړیکو او سرمایه ګذاری پیاوړی کیدو په اړه خبری کړی وو. په دی منځ کې ددواړو هیوادونو ترمنځ تجارتی اړیکو پراختیا په داسی حال کې دی چی ددواړو هیوادونو ترمنځ تجارتی اړیکی تراوسه کال کې یواځی ۱۶ میلیونو دالرو ته رسیږی. په دی منځ کې داسی په نظر رسیږی چی کابل په دی برخه کې اړیکو پراختیا لپاره خاص توجه لری. په همدی لړ کې ترهغه چی داسی وړاندوینه کیږی چی اندوزیا به تر ۲۰۲۵ کال پوری د نړۍ لوی اقتصاد، ۲۰ ډله کې اندوزی غړیتوب، اندونزی داخلی ناخالص تولید پراختیا ۷ تریلیون دالرو ته او... لامل شوی دی ترڅو افغانستان مشران اندونزی اړیکو ته توجه ولری. سربیره پردی په یو تیره لسیزه کې ډیر افغان پناه وړونکې هڅه کړی ترڅو ځان اندونزی او استرالیا ته ورسوی چی ځینی وختونه په سلهاوو کسان د اندونزی په اوبو کې غرق شوی دی؛ خو د دریا لارو بندیدو او پناه وړونکو په وړاندی استرالیا قوانینو سختیدو سره، په زرهاوو افغان پناه وړونکې د اندونزی په کمپونو کې حضور لری او کابل کولای شی د کابل-جاکارتا اړیکو ښه کیدو سره، استرالیا او اندونزی هیوادونو ته مهاجرت پروسه مخه ونیسی او په اندونزی کې افغان بندیانو او پناه وړونکو مشکلات حل کړی. کابل مشران د ملی وحدت په دولت کې باور لری چی اندونزی هم په تیرو کې افغانستان په شان بحرانونو لکه داخلی نښتې، اداری فساد، پراخ فقر، تجزبه غوښتنه او... درلوده؛ خو اوس د نړۍ بریالی هیوادونو څخه دی او کولای شی د کابل لپاره یو ښه الګو وی. راتلونکې ته کتنه هغه څه چی مشخص دی بیلابیل بسترونه ددواړو لورو اړیکو پراختیا لپاره شتون لری او افغانستان دولت هڅه کوی ترڅو اندونزی توان او قدرت څخه په ګټه اخیستلو سره بیلابیل مشکلات حل کړی. په دی تګلاره کوی کابل هڅه کوی په افغانستان کې اندونزی سفارت ظرفیتونو په پیاوړۍ کولو سره، جاکارتا کې سفارت پیاوړۍ کولو سره، پراختیا کې اندونزی یو الګو په حیث قبلولو سره، ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی په یو نوی مرحله کې داخل کړی. فرزاد رمضانی بونش؛ افغانستان مسائلو څیړونکې