دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۴۳
د مطلب کود : 156497
ترکیه مذاکرات؛ هم وو، هم نه!
د اشرف غنی دوه ارشد مشاور ویلی دی چی د طالبانو نمایندګانو سره د مذاکراتو دریم غیری رسمی دور د ترکیه په استانبول کې په کامیابی پای ته ورسید. همایون جریر او عباس بصیر؛ اشرف غنی مشاوران ویلی دی چی ددی مذاکراتو مقصد د طالبانو اسلامی تحریک او افغانستان اسلامی جمهوری دولت ترمنځ سولې جدی او رسمی خبرو اترو شروع کول دی. دا په داسی حال کې دی چی ریاست جمهوری ارګ، ادعا کړی دی چی دا مذاکرات د دولت په نظر، مردود دی او په دی مذاکراتو کې ګډون کوونکې کسان د دولت نمایندګان نه دی. د ارګ ویاند ویلی دی چی دولت، د طالبانو سره د هر ډول مذاکراتو په صورت کې به خلګ هم خبر کړی. ملا عبدالرووف؛ د طالبانو هیآت له لوری په دا ناسته کې هم ادعا کړی دی چی هغوی د ټولو طالبانو څخه نمایندګی کوی؛ خو ذبیح الله مجاهد؛ طالبانو ویاند، د ترکیه مذاکرات جعلی او استخباراتی دسیسه بللی دی او ټینګار کړی دی چی طالبانو نماینده حضور په دی مذاکراتو کې حقیقت نه لری. په دی ترتیب، ددی ناستې څخه نتایج او پیامدونه، د طالبانو او هم دولت دواړو لورو انکار او تکذیب په منځ کې ورک سو. اوس باید ددی موضع ګیریو عواملو او ریشه تر څیړنو لاندی ونیسو. ولی دولت، د اشرف غنی مشاورانو د صلاحیت تایید لپاره په د افغانستان دولت نمایندګانو په حیث حاضر نه سو؟ کارپوهان په دی برخه کې څو احتمالی عواملو ته اشاره کوی. یو ددی عواملو څخه، هغه سخت او صریح موضع دی چی ذبیح الله مجاهد؛ طالبانو ویاند، واخیسته.هغه رسمآ د طالبانو هر ډول ګډون په ناسته کې تکذیب کړ او دا ناسته یو استخباراتی دسیسه وبلل. بیله شکه، افغانستان دولت چی د طالبانو اصلی ډلې سره ملا هبت الله آخونزاده په مشری د مستقیم سولې مذاکراتو په هڅه کې دی چی ذبیح الله مجاهد یی ویاند دی، نه غواړی د ترکیه ناستې یو اړخیزه صحت او سلامت اصرار سره ځان د درانده تورونو په لړ کې قرار ورکړی چی طالبانو ویاند، د ترکیه استخباراتی دسیسه په نسبت وطرح کړی دی. د هغه ځایه چی د دولت انکار هم د طالبانو انکار وروسته صورت نیسی، ددی اخذ صحت پیاوړۍ کیږی. بل موضوع چی د دولت موضع ګیری باندی اغیز درلودلی دی، ددی ناستې غیری رسمی ماهیت لپاره دی. دولت هر وخت د طالبانو سره سولې پروسه کې شفافیت باندی تظاهر کوی او وایی چی که په دی برخه کې کوم څه رامنځته سی، هغه به د خلګو سره شریک کړو، د ترکیه ناستې جریان په افشا کیدو سره، نه غواړی چی اعتماد او باور یی په دی برخه کې مخدوش سی او د خلګو له لوری، بی اعتمادی او تورونو سره مخ سی. سربیره پردی د څیړونکو په باور، دا به ډیر ساده فکر وی چی د همایون جریر او عباس بصیر په شان کسان، د ارګ ارباب اراده نه بغیر، ترکیه ته تللی وی او د طالبانو سره د طالبانو ویاند په تعبیر جعلی ناسته ترسره کړی وی؛ بالخصوص داچی ښاغلی جریر د ګلبدین حکمتیار کورنۍ او ګوند غړیو څخه دی چی همدا څو میاشتی مخکې د سولې پروسی سره یوځای سو او ښاغلی بصیر هم کریم خلیلی سیاسی ټیم پوری تړلی دی چی همدا اوس د سولې عالی شورا ریاست په غاړه لری. آیا ددی اشخاصو ګډون په دی ناسته کې د دولت اجازه او دخالت نه پرته وو؟! اساسآ د ښاغلی غنی سختګیرانه چلند ته په توجه سره د خپلو لاس لاندی کسانو سره، مشاوران یی د هغه اجازه نه پرته په داسی ناستو کې د ګډون جرآت لری؟! د ذبیح الله مجاهد عریان او صریح موضع ګیری په اړه هم ویلای سو چی دا کار، کولای سی دوه عامله ولری؛ یو دا چی احتمالآ هغه کسان چی د ترکیه د سولې په ناسته کې ګډون کړی دی د طالبانو بل شاخه یعنی ملا رسول په مشری ډلې څخه وو چی د ملا هبت الله په مشری طالبانو ډلې په وړاندی قرار لری او ویل کیږی چی د ملا هبت الله مشری طالبانو ډلې برخلاف، د افغانستان دولت سره هم نسبتآ مطلوب او کم تنشه اړیکی لری. دوهم خبره هم د طالبانو ویاند موضع څخه شاید داوی چی هغوی غواړی د غیری رسمی ناستو په ترسره کولو سره د دولت سره راتلونکې امتیازات و څیړی او محاسبه کړی. ددی اخذونو په ترسره کولوسره ویلای سو چی په ترکیه کې، د دولت او طالبانو ترمنځ ناسته هم ترسره سوی دی او هم نه دی سوی.
https://avapress.com/vdchw-nzq23nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته