دوه کال مخکی دوبۍ کی، د امریکا او اروپا اتحادیی او نړۍ نور پنځه قدرتونو سره هسته ای توافق نهایی کیدو وروسته خپل توئیتر لوری ته ولاړم ترڅو ولیکم چی دا تاریخی توافق یو سقف نه دی بلکه یو محکم پایه او اساس دی.
متاسفانه، د تیرو ۱۱ میاشتو په لړ کی، د ایران حسن نیت ځواب د دترامپ دولت بدعهدیو سره مخامخ سوی دی. اوس د امریکا بی اعتماده کیدنه د وړاندوینې وړ سوی دی. زموږ اصلی توجه اوس اروپایی هیوادونو ته اخطار ورکول د هر دول مسائلو په وړاندی چی هسته ای توافق محدوده څخه خارج وی چی کولای سی هغوی سپین ماڼۍ په واسطه اړوند حماقت باندی ګرفتار کړی. په داسی حال کی هسته ای توافق او سیمی وضعیت یو نامشخص لوری ته تللی دی، اړتیا سته او لازم دی چی اروپا د تاریخ نه تکراریدو لپاره هڅه وکړی.
د هسته ای توافقانو یو لسیزی مخکی، ایران د بریتانیا او فرانسه او آلمان سره هم مشابه مذاکرات ترسره کړه. اروپایی دیپلماتان، د جورج دبلیو بوش دولت ترغیب په مقصد د دیپلماسی فرصت رامنځته کولو لپاره، زموږ څخه وغوښته چی به موقت او داوطلبانه توګه، غنی سازی پوری اړوند فعالیتونوه د یو اعتماد ساز اقدام په حیث تعلیق کړو او موږ هم توافق وکړ.
خو د امریکایانو راضی کونه ډیر مشکل وو نو د همدی لپاره اروپایان یو بل تیروتنه هم ترسره کړه. د دوو کالو مذاکرو وروسته د امریکا فشار لاندی، انګلیس، فرانسه او آلمان ناببره د ایران غنی سازی ټول فعالیتونو دریدو غوښتونکی سو. مذاکرات له منځه ولاړه او اروپایان ونه توانیدل چی هسته ای برنامه ودروی او ونه توانیدل چی واشنګتن راضی کړی.
نور مذاکرات هم په نورو کلونو کی کوم نتیجه ته ونه رسید او تر ۲۰۱۳ کال پوری، هغه وخت چی تازه مذاکره بیا کښینستلو، دا ځل په مستقیم توګه د امریکا په حضور، ایران په ۲۰۰۵ کال کی د ۲۰۰ سانتریفیوژ څخه لږ درلودل او په دا کال کی د ۲۰ زرو څخه ډیر سانتریفیوژ ته لاسرسی پیدا کړی وو. په هغه وخت کی د ایران په خاوره کی د اورانیوم غنی کولو پروسی درولو لپاره هیڅ خبره شتون نه درلود.
هسته ای توافق یو نادر نمونه پر تقابل باندی د دیپلماسی د بریالیتوب څخه دی.
ددی توافق کمزوریدنه به یو تیروتنه وی. اروپا باید د واشنګتن په غوښتنه یو بل غیری ضروری بحران ته باید تن ورنه کړی- څه د ایران دفاعی موشکی برنامه وی او څه د ایران سیمه ایز نفوذ او حضور وی. دا کار د همغه هسته ای توافق څخه مخکی پروسی تکرار دی.
اجازه راکړي چی ټینګار وکړم: د ایران نظامی توان د بین المللی قوانینو سره مطابق او ټوله دفاعی دی. دفاعی آرایش او ځان باندی اتکار د معقول ژئو استراتژیک محاسباتو او همدارنګه زموږ اخلاقی او مذهبی اعتقاداتو څخه دی- بالخصوص د عراق او ایران په جنګ ګی، هغه وخت چی صدام حسین پخوانۍ شوروی جوړ موشکونو سره چی ځینی یی شیمیایی موادو لیږدوونکی د غرب له لوری وو، زموږ ښارونه یی موشک باران کړل، بلکه هیڅ هیواد هیڅ اسلحه ایران ته نه خرڅول ترڅو لږ ترلږه ایران ددی تیری په وړاندی ودریږی.
موږ ددی تجربی څخه عبرت واخیست. موږ خپل موشکونو ته پراختیا ورکړل. هسته ای اسلحی هدف باندی دقت ته اړتیا نه لری؛ په داسی حال کی متعارف کلاهکونه داسی اړتیا لری.
مشروع دفاع باندی زموږ تعهد یواځی یو شعار نه دی. موږ د خپلو موشکانو څخه یواځی د څو پلید دشمنانو په وړاندی ګټه اخیستی دی: د صدام حسین او هغه ملاتړ کوونکی تروریستان او داعش په وړاندی. او زموږ بریدونه د ایران خلګو بی رحمانه وژنو په وړاندی یو ځواب وو.
هیڅ دولت په ایران کی به خپل خلګ بی دفاع پرینږدی. بین المللی ټولنه بالخصوص اروپا باید په دی باندی وپوهیږی او باید پردی خبرو باندی تمرکز پرځای، په نړۍ کی حقیقی ګواښونو سره مقابلی باندی هڅه وکړی او هغه په خاورمیانه کی د جنګونو پراختیا ده.
ایران سر لوړۍ دی چی په سوریه کی د اوږد مدته جنګ او وینی تویونې پای ته رسولو لپاره پیشګامه وو. په ۲۰۱۳ کال کی می یو طرحه په دی هیواد کی مناقشه پای ته رسولو لپاره د ملی وحدت دولت جوړیدو، اساسی قانون بدولن او ازاد او منصفانه انتخاباتو له طریقه، ارائه کړه. خو کوم اوریدونکی پیدا نه سو. په دی حال کی، اوس موږ خپل هڅو ته ادامه ورکړه. په همدی تیر میاشت کی، زموږ ولسمشر، حسن روحانی، مهم ګامونه د سولې لوری ته د سوچی سرانو ناسته کی د خپلو روسی او ترک سیالانو سره واخیسته او لاره د انسانی مرستو او سوریه خلګو کنګره جوړیدو او مشکلاتو کمیدو لپاره خلاصه کړه.
د یمن په اړه، یواځی دوه اونۍ وروسته ددی چی سعودی عربستان خپل وحشیانه بمباری د ۲۰۱۵ کال په آوریل کی پیل کړل، ایران یو طرحه د فوری آتش بس، بشردوستانه فوری مرستو او وروسته د یو پراخ دولت رامنځته کولو لپاره ملی خبرو اترو لپاره وړاندی کړه. خو انسانی بحران عاملین او هغوی غربی ملاتړ کوونکی تراوسه جنګ ددی روش پرځای انتخابوی.
په داسی حال کی چی ایران او ملګری یی د جنګ پای ته رسولو لپاره هڅه کوی، زموږ په سیمه کی جنګ نور هم ډیریږی. هغوی پراخ تعامل اړتیا په وړاندی بی توجه دی.
موږ د هغه کسانو څخه چی مسئولیت احساس کوی غواړو چی راتلونکی ته توجه وکړی. او په دی اساس، راسی چی یو سوله لرونکی راتلونکی ته هیله مند واوسو او د ترسره کولو لپاره یی لازم اقداماتو لپاره شجاعت ولرو. ما د ۲۰۱۵ کال آوریل کی یو سرحه د ایران او ایران ګاونډیو یوځای کیدو لپاره یو طرحه مطرح کړه چی د سولې لپاره مشترک کار وسی. موږ هیله مند یو چی سیمه ایز مسئول بازیګرانن خپله هڅه وکړی چی زموږ دا پیشنهاد باندی متحدان یی تمرکز وکړی. فکر کوو چی دا یو ښه شروع کیدلای سی او موږ یو ځل بیا د ټولو ګاونډیانو څخه د مشارکت لپاره دعوت او غوښتنه کوو.
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف مقاله، خپور سوی په نیویارک تایمز کی