دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۰۴
د مطلب کود : 154541
د قدس برخلیک او د نړیوال ټولنې درانده مسؤولیت


قرار دی د سازمان ملل امنیت شورا د بیت المقدس په اړه یو اضطراری ناسته رامنځته کړی.
جاپان چی ددی شورا دوره ای ریاست په غاړه لری اعلان کړی دی چی دا شورا د جمعی په ورځ به په دی اړه یو اضطراری ناسته رامنځته کړی. ددی څخه مخکی ځینی هیوادونه د سازمان ملل څخه ددی ناستې جوړیدو غوښتونکی سوی دی.
دا ناسته د دونالد ترامپ د تصمیم وروسته چی د بیت المقدس په اړه اخیستل سوی دی، رامنځته کیږی. ترامپ په اخیرو کی اعلان کړی دی جی هیواد یی خپل سفارت د تل آویو څخه بیت المقدس ته لیږدوی او دا ښار د اسرائیل رژیم پایتخت په حیث په رسمیت پیژنی.
د هغه دا تصمیم د نړیوال سختو نیوکو سره مخ سوی دی او آنتونیو ګوترش؛ د سازمان ملل عمومی منشی اعلان کړ چی د هر ډول یو اړخیزی تصمیم سره چی د فلسطین او اسرائیل ترمنځ سوله خطر سره مخامخ کړی، مخالف دی.
دا ناسته په داسی حال کی جوړیږی چی د ډیرو کارپوهانو به باور، دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر خپل دا یو اړخیزی اعلان سره په بین المللی پروسه کی حقوقی او دیپلماتیک معمومل تعهدات تر پوښتو لاندی کړی او دا کار، یو ځل بیا د سازمان ملل په وړاندی چی د نړۍ نظم باندی حاکم حقوقی تعهداتو او قواعدو په وړاندی ځان مسؤول بولی، خیانت کړی دی.
د ترامپ دا تصمیم په داسی شرایطو کی اخیستل کیږی چی د بین الملل ټولنې ټول غړۍ، د اسراییل غاصبانه او اشغالګرانه حضور په بیت المقدس کی په رسمیت نه پیژنی او په اشغالی فلسطین کی ددی جعلی رژیم فاشیستی ښارګوټي جوړونی غیری قانونی بولی.
بناپردی، د امریکا ولسمشر په دی تصمیم سره، یواځی فلسطین ملت نادیده نه دی نیولی، هغه همدارنګه د اسلام او مسلمانانو په وړاندی هم یوعمل نه دی ترسره کړی؛ بلکه داسی کار ترسره کړ چی معنی یی دادی چی دا امریکا دی چی په قدرت سره، هر تصمیم چی اراده یی وکړی، عملی کړی؛ بیله دی چی مجبور وی د سازمان ملل متحد او امنیت شورا او بین الملل اړیکو باندی حاکم حقوقی قواعد او بین المللی نظم او نړیوال ټولنې په وړاندی کوم مسؤولیت احساس وکړی.
دا مسایلو ته په کتو سره، نړۍ او بین المللی ټولنه د ترامپ ددی تصمیم په لړ کی، د یو سخت او درانده آزموینی په وړاندی قرار نیولی دی.
په دی منځ کی، د هغه ځایه چی د نړیوال هیوادونو اراده د بین المللی ټولنې غړیو په حیث، په سازمان ملل متحد کی، تجلی پیدا کوی، ددی سازمان امنیت شورا د هغه پراخ صلاحیت له امله چی د نړۍ برخلیک پوری اړوند مهم او راهبردی چارو مدیریت لپاره لری، مخکی له دی چی د قدس او فلسطینیانو او مسلمانانو مشروع حاکمیت څخه ملاتړ وکړی، لمړۍ باید خپل حقوقی هویت څخه د ترامپ په وړاندی دفاع وکړی.
د سازمان ملل متحد امنیت شورا شکاره کړه چی ( حضور ) لری او همدارنګه د بیت المقدس برخلیک په شان مسایلو په وړاندی د زورګو او ځای طلب او امپریالیست قدرتونو په وړاندی لمړۍ او آخر خبره کوی.
د همدی لپاره دی چی د ترامپ دا تصمیم، سازمان ملل او امنیت شورا د یو سخت آزموینی په وړاندی قرار لری. ددی آزموینی نتیجه به شکاره کړی چی دا د یو متوهم سیاستمدار جنون قدرت څخه تصمیم دی چی نړۍ برخلیک ټاکی یا هم بین الملل اړیکو باندی حاکم نظم چی سازمان ملل او امنیت شورا دی، ساتونکی یی دی.

https://avapress.com/vdcfjjdyyw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې