په مصر کی په یو مسجد کی د ډزو او چاودنې له امله په لسګونه کسان وژل سوی او ټپیان سوی دی. د برید څو ساعته وروسته د قربانیانو شمیر اعلان سوه او ډیر سوی دی. مصری سرچینی وایی په دی برید کی ۲۳۵ تنه وژل سوی او د ۱۲۰ تنو څخه ډیر ټپیان سوی دی. د پیښې سیمه د سینا شبه جزیره په شمال کی د بئرالعبد په سیمه کی یو مسجد دی. دا سیمه د عریش ښار په لویدیځ کی او مدیترانی سمندګۍ په ساحل کی پراته دی. د جمعی په ورځ، قوس ۳، مسلح کسان د روضه مسجد باندی برید کړی دی او په دی مسجد کی د بوم چاودنی وروسته، په ډزو باندی شروع کړی دی. ویل کیږی چی ددی برید په وخت کی، ځینی امنیتی مامورین او هغوی کورنۍ غړی په عبادت باندی مشغول وو. عریش د سینا صحرا په شمال کی قرار لری او دا سیمه د افراطی او تکفیری ډلو د فعالیت سیمه ده. د مصر پخوانۍ ولسمشر محمد مرسی د دندی څخه ایسته کیدو وخت څخه، په څلور پخوانیو کلونو کی، ددی ډلو فعالیتونه په شدت سره ډیر سوی دی. تازه برید، د سینا په سیمه کی د اخیرو کلونو مرګونۍ بریدونو څخه شمیرل کیږی. د حسنی مبارک سقوط څخه راهیسی، په ۲۰۱۱ میلادی کال کی، صحرا سینا کی ډیر تاوتریخوالی رامنځته سوی دی. په دی حال کی، کارپوهان وړاندوینه کوی چی مصر محمد مرسی دولت په وړاندی نظامی کودتا ته په توجه سره چی صورت ونیول، ډیر سخت ورځی به د تکفیری تروریستانو او افراطیانو سره مقابلی لپاره په راتلونکی ولری. افراطی او تکفیری او سفی ډلی د اخوان المسلمین اسلام ګرای دولت حاکمیت په وخت کی، ډیر د سیسی اسلام ګرایانه ضد او سکولار دولت څخه ملاتړ کوله. له دی همدی امله ډیر به د انتظار څخه لیری خبره وی چی داسی تصور وکړو چی د اخوان المسلمین ټکولو او سقوط وروسته، مصر نظامی دولت توانیدلی وی د افراط ګرایی سلفی-تکفیری خطر باندی غلبه پیدا کړی؛ بلکه بالعکس تصور کیږی ددی سیاسی بدلون او وروسته تریخ پیښو څخه، ډیر سیاسی جریانونه په مصر کی چی ځان اسلام سیاسی ایدئولوژی لاندی تعریفوله، ناغوښتل سوی افراط ګرایی او سخت غبرګونونو لوری ته د نظامیانو مسلط دولت به وړاندی ولاړل. په دی حساب، د مصر دولت اوسنۍ او راتلونکی مشکلاتو اصلی برخه د همدی نظامی سیاسی بدلونونو له د هیواد په داخل کی دی. په دی منځ کی، داسی په نظر رسیږی چی د اخوان المسلمین هغه پاته شونو چی احساس کوله د نظامیانو کودتا وروسته سخت د حکومت او ځواک تر هجمی لاندی قرار درلود هم د مصر په امنیتی ناآرامیو کی د تکفیری سلفی جریانونو څخه لږ نه ده. اخوان المسلمین چی د سیسی پر کار راتلو او مرسی هیڅته کیدو سره، عملآ نور هیڅ امکان د سیاسی حیات ادامه لپاره نه لری، ناچاره ځمکی لاندی فعالیتونو لوری ته ولاړه. بالخصوص په هغه وخت چی کودتا کوونکی رژیم، حتی د هغوی لمړنۍ سیاسی او ټولنیز حقوق هم سلب کړه او ددی غورځنګ لوی مشران او سیاسی او ایدئولوژیک کسان، اوس د بندیخانی میلو شاته، د اعدام یا اوږد مدته حبس په صبر دی. په دی حساب، اخوان المسلمین ته وفادار او احساساتی ځوان قشر، خواسته یا ناخواسته د تکفیری او حکومت ضد سلفی تندروه ډلو سرتیرو نیونو شکار به سی. بل مهم نکته، هغه ژور اختلاف چی مصر د مرسی وروسته د قطر او ترکیه سره لری؛ دوه هیواد چی همداسی اخوان المسلمین ایدئولوژیک او سیاسی فکرونو په اساس اداره کیږی او د مرسی دولت راهبردی متحدانو څخه شمیرل کیدله. مصر د مرسی وروسته په ډیر سخت توګه ددی دوو هیوادونو په مقابل کی قرار ونیول او د نمونه په حیث، د مصر کودتا دولت ډیر ځلی اعلان کړی دی چی د قطر یو میلیارددالری تحفه د مسترد کولو په حال کی دی چی مصر دولت د مرسی ریاست جمهوری دولت په وخت کی دولت ته ورکول سوی وو. ترکیه د اردوغان په مشری ډیر ځلی د مصر سره د سیسی په مشری، مخامخ سوی دی او دواړه لوری یو بل سختونو تورونو باندی تورن کړی دی. دا په داسی حال کی دی چی قطر او ترکیه د تروریستی او تکفیری ډلو اصلی کارګزارانو څخه حسابیږی او داسی ادعاوی هم شتون لری چی دا دوه هیوادونه، سلفی افراطی ډلی په لیبی کی سخت تر نظامی او زده کړیز ملاتړ لاندی قرار ورکړی. په دی ترتیب سره، په مصر کی تکفیری افراطیونو په وړاندی سخت سیاستونو اعمال، کولای سی دواړه یادسو هیوادونه د سیسی دولت په وړاندی د تندروو تشویق لپاره وهڅوی او په نتیجه کی د داعش لاره سینا صحرا ته هم خلاص سی؛ بالخصوص داچی مصر د داعش ضد ائتلاف فعال غړۍ هم دی. په دی منځ کیو د سعودی عربستان سره د مصر استراتژیک اتحاد چی وهابی تروریزم ایدئولوژیک او سیاسی مالی ملاتړ کوونکو څخه په حساب راځی هم د مصر په امنیتی سیاستونو کی بل پارادوکس رامنځته کړی دی. د ناظرانو په باور، دا اتحاد، که څه هم ډیر ددواړو هیوادونو سیمه ایز مسایلو هملوریتوب پوری اړه لری؛ خو د مصر په قلمرو کی عربستان ملاتړ لاندی تکفیری او تروریستی فعالیتونو څخه رامنځته سوی بحران، کولای سی ددی اتحاد راتلونکی په وړاندی سخت مشکل رامنځته کړی او مصر دولت د ریاض رژیم سره راهبردی اړیکو بیا څیړنی لپاره، د عمومی افکارو او داخلی سیاسی جریانونو تر فشار لاندی قرار ورکړی.