ریاست جمهوری ماڼۍ، د لویه جرګه په اړه ګزارشونه رد کړی دی او د دولت کارمندانو څخه غوښتی دی ترڅو په هغه روندونو او پروسو کی ګدون ونه کړی چی د قانون سره سازګاری نه لری. د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کی راغلی دی: په دی آواخرو کی ځینی حلقي، د لویه جرګه په اړه ځینی شایعات خپره کړی دی او خپل کسان ځینی ولایتونو ته استولی دی چی نه یواځی هغوی د حکومت رسمی نمایندګان نه دی؛ بلکه عام خلګ هم مکلف نه دی چی د هغوی سره مشوره او ناستی لپاره ګډون وکړی. دا خبرپاڼه د حامد کرزی؛ پخوانۍ ولسمشر خبرو په لړ کی چی هغه ویلی وو چی لویه جرګه باید جوړه سی، ویلی وو: د هیواد او ملت ژغورلو او ملی وفاق پیاوړۍ کولو لپاره په اوسنۍ حالاتو کی عنعنوی لویه جرګه جوړونه یواځنۍ لاره ده. د ارګ په خبرپاڼه کی اساسی قانون ته اشاره سوی دی او ویل سوی دی چی لویه جرګه د افغانستان خلګو اراده ترټولو لوړ شکاره کوونکی دی چی په دی قانون کی ورته جزئیات ټاکل سوی دی. حامد کرزی د نوی اداری شورع څخه خپل سیاسی فعالیتونو ته ادامه ورکړی دی او په افغانستان کی د امریکا سیاستونو منتقدانو څخه دی. مخکی له دی هم د حامد کرزی او هغه سیاسی نږدی کسانو خبرو څخه ګزارش ورکړل سوی وو چی د سیاسی اساسی اصلاحاتو او لویه جرګه رامنځته کیدو او حتی موقت حکومت رامنځته کیدو غوښتونکی دی؛ خو دا لمړۍ ځل دی جی ویلی کیږی د ښاغلی کرزی ټیم څخه ځینی کسان، د لویه جرګه رامنځته کولو لپاره رسمآ خپل هڅه شروع کړی دی او په دی مقصد، ځینی ولایتونو ته سفر کړی دی. کارپوهان وایی چی دا تحرکات په شکاره توګه ددی شکاره کوونکی دی چی حامد کرزی باندی منسوب ټیم، د اوسنۍ اداره پرځای د یو بل موقت اداری رامنځته کولو لپاره عملا په هڅه کی دی او لویه جرګه د هغوی په نظر، ددی مقصد لپاره مناسب مشروعیت ورکوونکی محمل بلل کیږی. د ارګ ماڼۍ بیانیه په ظاهر کی په دی مقصد صادر سوی دی چی د سر څخه د هر ډول لویه جرګه جوړونه غیری مشروع بللی دی او په دی ترتیب، د درولو لپاره یی د ذهنیت او زمینه رامنخته کولو اقدام وکړی. ناظران په دی باور دی چی ارګ هم دا قبول کړی دی چی پخوانۍ ولسمشر، د قدرت څخه کناره ګیری سربیره، قدرت له لاسه ورکولو څخه هیله او علاقه له لاسه نه دی ورکړی او د قدرت لیږد څخه تراوسه، خپل سیاسی فعالیتونو ته د دولت یو مشر په حیث په موازی سیوری کی ادامه ورکړی دی. د هغه اقدامت په دی برخه کی، یواځی اوسنۍ بحرانی وضعیت او ملی وحدت حکومت ناکامی او امریکا سیاستونو څخه نیوکو باندی نه دی محدود؛ بلکه ښاغلی کرزی، د یو فعال دیپلمات او رسمی سمت درلودونکی شخص په حیث، خارجی هیوادونو ته سفر کړی او د افغانستان څخه په نمایندګی، په سیمه ایز ناستو کی، ګډون کړی دی. بنا پردی، پوهان په دی باور دی چی کرزی د همغه شروع څخه، د قدرت بیرته لاسته راوړلو په لټه کی وو او ملی وحدت حکومت ضعفونه او ناکارآمدی، د دولت اوسنۍ مشرانو ترمنخ شکاره اختلافونه او هم د امریکا او ناتو پوښتنه منځته راوړونکی سیاستونه د افغانستان په وړاندی، ددی کار لپاره مناسب زمینه برابر کړی دی. دی مسایلو ته په کتو سره، د کرزی اطرافیانو عملی اقدام د لویه جرګه رامنځته کولو په هڅه، هغه مهم ګام دی چی د کرزی بیرته قدرت ته رسیدو لپاره اخیستل کیږی. په دی منځ کی آیا لویه جرګه کولای سی د کرزی قدرت بیرته ورپه برخه کړی؟ کرزی د خپل قدرت په وخت کی هم څو ځله، د لویه جرګه رامنځته کولو تجربه لری. بناپردی، هغه پوهیږی چی خپل مقاصدو لپاره، څنګه اساسی قانون شاته پریږدی او بیله دی چی د لویه جرګه حقوقی مشروعیت د اساسی قانون نص په اساس وی، هغه لویه جرګه رامنځته کړی او خپل مقصد ته هم ورسیږی. په دی حال کی، دا امکان هغه وخت شتون درلود چی هغه ټول سیاسی قدرت په لاس کی درلود. نن نور دا مکان شتون نه لری. بناپردی، د لویه جرګه رامنځته کولو لپاره هڅه، هغه هم د اوسنۍ حکومت لپاره بدیل پیدا کولو لپاره، بیله دی چی ملی قدرت، قانونی مشروعیت او خارجی ملاتړ څـخه برخمن وی، په ماتی باندی محکوم دی؛ بیله دی چی کرزی او ټیم یی ددی حرکت احتمالی راتلونکو په اړه کوم تمهیدات په نظر کی نیولی وی چی نور ورڅخه خبر نه وی.