کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسکات ګوګنهایم؛ د غنی ارشد مشاور څوک دی؟

10 عقرب 1396 ساعت 17:41


 

د ۲۰۱۶ نوامبر په نهم، اسکات ګوګنهایم، د اشرف غنی امریکایی مشاور، د لمر په راختلو سره د خوب راپاڅیده او خپل زرهی موتر سره د کابل ساتل سوی شین ځای د امریکا سفارت لوری ته حرکت وکړ.

افغانستان اته او نیم ساعت د آمریکا ختیځ ساحل څخه مخکی دی او امریکایی کارمندان، افغان نخبګان او نور کسان چی توانیدلی وو غوښتنلیک واخلی، د سفارت-ساختمانی ځمکی لاندی چی یو ښاری بلاک او چاودنی ضد بلاک دی د آمریکا ریاست جمهوری انتخاباتو نتایجو لیدلو لپاره سره یوځای سوی وو.

دا ځمکی لاندی سیمه د آمریکا خارجه چارو وزارت کارکوونکو تر اختیار لاندی وو، هغه کسان چی حتی آمریکا څخه دباندی سیاسی فعالیتونو څخه منع سوی وو خو د دموکراتانو ملاتړ ته تمایل درلود؛ ځینی یی هیلاری کلینتون بریالیتوب وړاندوینه کوله، حتی ددی موقعیت غوښتنی لپاره یو مهمانی غوښتونکی وو. د ځمکی لاندی دیوال باندی، د دونالد ترامپ کارتون زړول سوی وو.

په دی حال کی، د کابل سهار په منځنی وخت کی، ترامپ د آمریکا ریاست جمهوری لاسته راوړ او وضعیت د سفارت ځمکی لاندی سیمه کی شروع په بدلون کړی وو. د دنمارکیانو سهار ناشته په اندیښنه او بیری سره خوړل کیده او سور او شین او سره بیرق لاندی یو خیره کوونکی چوپتیا جریان درلود.

موسیقی ډله خپل وسایل ټولولو باندی شروع کړ. ځینی نور د سګرټ د څکولو لپاره دباندی تللی وو او هغه کسان چی ځمکی لاندی سیمه کی پاته وو ډیر هغه ترامپ علاقمند کسان، یونیفورم اغوستونکی سرتیری وو چی د افغانستان خصوصی پیمان کاران په حیث ګرځیدلی وو.

ګوګنهایم د انتخاباتو نتیجی په اړه وایی: د افغانستان لپاره کوم څه نه دی خو آمریکا لپاره یو لوی فاجعه دی. هغه ډیر اندیښنی سره بیرته خپل اوسیدنی ځای لوری ته ځی. څو ورځی وروسته غنی سره ارګ ماڼۍ کی وینی او هغه څخه په مسخری سره غوښتنه کوی: ماته پاسپورت راکوی؟ غنی په ځواب کی ورته وایی چی غوښتنه یی پوره کوی.

ګوګنهایم، داسی نوم نه دی چی د ژبو پر سر وی، خو هر څوک چی بین المللی پراختیا یا غنی یا افغانستان دولت مدرن سازی تصمیم په اړه پوهیږی، د هغه په اړه اوریدلی دی یا هغه سره کار کړی دی او دا چی شاید هغه تراوسه افغانی پاسپورت ونه لری، لږ حیران سی.

د هغه رای د ارګ ماڼۍ ډیر سیاستونو باندی اغیزمند دی. که غنی- پخوانۍ زده کوونکی چی اصلی علاقه یی د ماته خوړلو هیوادونو بیرته جوړولو په اړه مطالعه وو- نو ګوګنهایم، خپله بل غنی یعنی غنی غنی دی.

ګوګنهایم هغه وخت چی آمریکا افغانستان ته وارد سوی دی، دا هیواد ته خدمت کړی دی. د هغه کاری سابقه په دومره اندازی سره دی چی ځینی وختونه چی خبری کوی خوله څخه یی د زموږ هیواد، زموږ خلګ او همدارنګه تاسو آمریکایانو خبره راوځی.

هغه د ۲۰۰۲ کال څخه راهیسی د غنی سره کار کړی دی خو دا دواړه، په حقیقت کی ۳۶ کاله کیږی یو بل پیژنی. که څه هم غنی اوس په افغانستان کی لوی مقام لری خو ګوګنهایم هغه ته لمړنۍ نوم باندی ږغ کوی.

هغه ځینی وختونه کابل او واشنګتن، د واشنګتن او ډیرو متحدانو او ځینی وختونه د آمریکا او افغانستان بیلابیلو دولتونو ترمنځ، عمل کوی.

ګوګنهایم ۶۲ کلن دی او هغه په نیویارک کی پيدا سوی او لوی سوی دی، په فلوریدا او بالتیمر کی زده کړه کړی دی.

هغه څخه د داکتر غنی مغز یا کوپړۍ په حیث یادونه کوی. ګوګنهایم ماته وویل: اشرف غنی هغه څوک ورباندی ګران دی چی سیاست او اقتصادی ځای نیونی په فکر کی نه وی.

هغه خپل نقش غنی لپاره مشاور په حیث نه بلکه یو کارانداز په حیث بولی؛ د ولسمشر تصوراتو مجری. ګوګنهایم وایی اشرف غنی ډیر واضح د کار دستور لری. ما همیشه فکر کوله چی زما کار د هغه سره تطبیق لپاره مرسته وو.

په اوس حال کی، دا امریکایی رابط، افغانستان تاریخ دا وخت ته فرد پوری منحصر په صورت کی، دوستی، تخصص او شرایط ته په کتو سره ضروریی سوی دی. حتی دا چی هغه ډیر ځلی افغانستان پریښودلو خبره تکراروی.

افغانستان د هر څه نه مخکی، یو آمریکایی آزموینه او تجربه ده.

د حامد کرزی څخه قدرت تصاحب او غنی له لوری ناکار آمد او بدګمان په ۲۰۱۴ کال کی، د سخت قدرت لیږد خو سوله آمیز په حیث د افغانستان مدرن تاریخ کی د لمړۍ ځل لپاره ولیدل سو. په وروستنیو کلونو کی، ګوګنهایم متوجه سو چی ددی مقصد لپاره لوی خنډ، طالبان یا غرب بی میلی نه بلکه د کابل نخبګانو په منځ کی بدطینت نیرنګونه دی چی هر ډول اصلاحات چی غنی یی په هڅه کی دی، ګواښوی.

دوه اونۍ وروسته، د نوامبر ورځی په سهار، زه او ګوګنهایم افغانستان ارګ ماڼۍ لوری ته روان سو. سهار ۹:۳۰ بجی وو او ګوګنهایم ساعتونه ساعتونه کار کوله.

د هغه همکاره، تارا موید ماته وویل: زه فکر کوم چی هغه ددی جلسی څخه هغه جلسو ته ځی او ناستو په منځ کی ایمیل استوی. د هغه کار سبک بدلون نه دی کړی. ګوګنهایم د هغه کسانو څخه دی چی غیری ممکن او پیچلی کار ته مخه کوی.

غنی او ګوګنهایم، په ۲۰۰۱ کی هغه وخت چی امریکا تر مشری لاندی ځواکونه په افغانستان کی د طالبانو حکومت ته سقوط ورکړه، دواړه په نړیوال بانک کی کار کوله. ګوګنهایم په اندونیزیا کی یو پراختیایی پروژه چی د نړیوال بانک له لوری تمویلیده اجرا کوله. د همغه کال په نوامبر کی، هغه ته زنګ راله.

هغه ته وویل سو: زه یم. اشرف. د آمریکا په مشری ناتو ائتلاف هغه وخت په افغانستان کی نوی حکومت رامنځته کولو په حال کی وو. غنی قرار وو چی د مالیی وزیر سی. غنی و ګوګنهایم ته وویل: د جنوری تر میاشت پوری غواړم چی دلته راسی.

ګوګنهایم د غنی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکړ. هم شخصی وفاداری او هم فکری کنجکاوری او لټنی لپاره. د یو زده کوونکی په هیڅ، غنی ددی پوښتنی پر سر چی څنګه داسی دولت جوړ سی چی خلګو ته خدمات عرضه کړی، وسواس درلود.

افغانستان، هغه هیواد چی دداخلی جنګ او تاوتریخوالی څخه راغلی وو، د غنی لپاره یو آزموینی یو ځای وو. ګوګنهایم لیدلی وو چی نور هیوادونه د غیری حلیدونکی مشکلاتو څخه وتلی وو، غوښتله د هغه مشکلاتو سره چی غیری ممکن لیدل کیده، و جنګیږی. د قدرت مرکز څخه یو عمر لیری، دلته ورته خپل کار یو لوی فرصت وو. په هغه ځای کی چی تصمیمونه پر فقرا باندی، چی هغه غوښته مرسته یی وکړی، نیول کیدل. ددواړو لپاره یو داسی فرصت وو چی خپل کلونه کلونه د بحث تیوری ګانی په دی ځای کی عملی کړی.

د دبلیو جورش بوش دولت په ۲۰۰۱ کال کی افغانانو ته د ژوند ښه کیدو وعده ورکړه، خو په هیواد کی تاوتریخوالی ډیر سو. اصلی وعده د ټولو فکرونو څخه وتلی وو، خو ګوګنهایم، د هغه وعده طرفدار پاته وو او ماته یی وویل: په یاد ولره، مقصد تراوسه فقر دی.

ګوګنهایم په ۲۰۰۲ کال جنوری کی کابل ته راغلل او غنی سره یو دولت چوکاټ بندی کی مرسته وکړه.

ګوګنهایم ۱۲ کاله هیواد داخل او خارج ته سفر په داسی حال کی چی نړیوال بانک لپاره کار کوله، تیر کړ. افغانستان ته راتله ترڅو خپل برنامی ووینی او د غنی سره هم همکاری وکړی. وروسته په ۲۰۱۴ کال جون کی افغانستان یو سخت جنجالی انتخاباتو شاهد وو. قدرت لمړنۍ دموکراتیک لیږد چی ولسمشر یی اشرف غنی وو.

۲۰۱۴ هغه کال وو چی ناتو ځواکونه قرار وو افغانستان پریږدی او خارجی دونرونه دولت تمویلول دروله، ګوګنهایم د اکتبر په میاشت کی کابل ته راغلل.

د نوامبر ورځ سهار کی، کابل شنه سیمی ته د څو تلاشی سیمو څخه تیر سو. د کابل شنه سیمه، یو محاصره سوی سیمه د کابل ښار مرکز کی دی چی په هغه ځای کی ناتو، سفارت خانی، خبری دفترونه او نور خارجی مراکز قرار لری. دا ټولنه د ښار څخه بیل سوی دی.

هغه وخت چی ارګ ماڼۍ محوطی ته داخلیدو اجازه ته په صبر وو، د امریکا سفیر لیږد کاروان چی ګوګنهایم ورته په مخسری سره امریکا قلعه ویله، په یو مایلی کی د هغه سیمی څخه تیر سو.

وروسته ددی چی امنیتی سخت محدوده څخه تیر سو، د کوته باغچه لوری ته چی یو ساختمان وو او ګوګنهایم هغه وخت هلته ژوند کوله، ولاړو.

هغه وخت چی د هغه محوطه څخه می لیدنه وکړه چی نږدی ۸۰ هکتاره وو، ګوګنهایم او څو تنه همکاران یی هلته ژوند کوله.

هغه وخت چی غنی په ۲۰۰۱ کی خپل ټیم جوړولو په لټه کی وو، جمس ولفنسان د نړیوال بانک هغه وخت مشر هغه ته وویل: هغه څه چی تاسو ورته اړتیا لری، ۱۰۰ میلیون دالر او یو اسکات ګوګنهایم دی.

دواړه ملګری هروخت شخصی جلسی دایرولی. د سپین ماڼۍ په شرایطو کی، د ګوګنهایم کار د ولسمشر دفتر او ملی امنیت مشاور ترمنځ تقسیمیږی. غنی هغه دستوراتو صادرولو په خاطر چی کارکوونکی نه ورباندی پوهیږی مشهوره ده او ګوګنهایم هغه ترجمه کوی.

هغه وخت چی د دستوراتو ترجمی څخه فارغیږی، ګوګنهایم په سفارت خانو کی د خارجی حکومتونو تشویق پسی چی افغانستان دولت مستقیم تمویل کړی تلله.

غنی هغه ګوګنهایم ته ډیر اختیارات ورکړ ترڅو بودجه بازسازی او مالیات ټولول او د فساد سره مبارزی لپاره استراتژی پیدا کول ترسره کړی.

ګوګنهایم خپل اصلی دنده غنی ته ځواب ویلو لپاره متمرکز کړ. غنی چی هر وخت عصبانیت په حالت کی لیدل کیږی، حتی داسی شخص نه وو چی په آسانی ورته نږدی سی.

ګوګنهایم یواځنۍ کس وو چی په آسانه توګه ولسمشر سره اړیکه درلوده او هغه ته مشوره ورکوله.

د اسکات ګوګنهایم کارونه د نورو کارکوونکو د نیوکو لامل سو او په کابل کی یو اعتراض کوونکی جریان د هغه عکس لیږدوله چی ورباندی لیکل سوی وو، غنی ددی شخص په اشاره باندی رخصیږی.

ګوګنهایم وایی: آیا د افغانستان پارلمان په حقیقت کی د هیواد خلګو څخه نمایندګی کوی یا که شخصی ګتی پر ملی ګټو باندی ترجیح ورکوی؟ دا هغه څه وو چی خارجی سیاست رامنځته کړی وو. هغه موسسات چی هغوی جوړ کړی وو په فساد کی ډوب وو. هغوی انتخابات رامنځته کوی خو د قدرت جوړښت په اساس، یو ناقص نسخه د دموکراسی څخه دی.

ترامپ د افغانستان جنګ یو پوره بیهودګی بلل او یو بی معنی جنګ په حیث ورڅخه یادونه کوله چی آمریکا اړتیا درلود هغه پریږدی ترڅو آمریکا بیرته جوړ کړی. خو همدارنګه هغه وعده کړی وو چی داعش له منځه وړی.

غنی لمړۍ ځل لپاره په ۲۰۱۶ کال کی دسامبر په دریمه د ترامپ سره اړیکه ونیوله. هغوی تلیفونکی اړیکه لند وو. غنی خپل چوکی باندی ناست او یادداشت اخیسته. د ګوګنهایم او نورو کسانو په وینا چی ددی اړیکی وروسته اشرف غنی سره خبری وکړی، ترمپ د خبرو په جریان کی د تروریسم سره مبارزی خبری کولی او غنی وروسته د معدن استخراج مساله مخته کړه.

ترامپ غوښته چی پوه سی چی افغانستان دولت څنګه کولای سی ډیر درآمد تولید کړی. هغه افغانستان لیتیوم ذخایرو په اړه پوښتنه کړی دی. هغه غوښته چی پوه سی چلی ولی معدن سکتور پراختیا نه دی کړی، څنګه امریکایی بیزنسان افغانستان کی سرمایه ګذاری کولای سی او افغانستان ولی خپل معادن په داسی حال کی چی امریکا هم استخراج شرکتونه لری، چینی شرکتونو ته ورکوی.

وروسته ددی چی ترامپ او غنی اړیکه عمومی سو، په واشنګتن کی افغانستان سفارت خانو څخه پوښتنی شروع سوی چی څنګه په افغانستان کی سرمه ګذاری کولای سو.

د امریکا خارجه وزارت، د غنی او عبدالله عبدالله ترمنځ توافق نامه سرته رسولو کی مرسته کړی وو.

په دی حال کی، د افغانستان امنیتی وضعیت ډیر خراب وو. ددی امکان وو چی حتی نور دولت هم شتون ونه لری. د می ۳۱ نیټه کی د لاری چاودنه د کابل شنه سیمه کی ۱۵۰ تنه ووژله. دا د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته لمړنۍ لو بوم او کابل شنه سیمه کی لمړنۍ چاودنه وو. وروسته د هغه د ریاست جمهوری ساتونکی لاریون کوونکی باندی ډزی وکړی او نږدی اوه تنه ووژله.

یو ورځ وروسته د جنازی په مراسم کی یو چاودنه رامنځته سوه چی ۲۰ تنه ووژله.


د مطلب کود: 152401

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/152401/اسکات-ګوګنهایم-د-غنی-ارشد-مشاور-څوک-دی

آوا
  https://www.avapress.com