افغانستان، پاکستان، چین او آمریکا د افغانستان امنیت لپاره شپږم ناسته د یو کال تاخیر وروسته، د جاری اونۍ دوشنبه په ورځ په مسقط، عمان کی مرکز کی ترسره کړل. په دی ناسته کی د څلورو هیوادونو سیاسی معینان د تروریزم سره مبارزی لپاره د پاکستان تعهداتو عملی کیدو څرنګوالی باندی خبری اتری وکړی.
معمول په شان د افغانستان او افغانستان اوضاع لپاره د څلورو هیوادونو سیاسی پوهانو نظریی بیلابیلی وی.
ځینی دا ناستی بالخصوص څلور اړخیزی او په آخیر کی داناسته د هیواد اوضاع کی ښه کیدو کی بی اغیزه نه بولی او باور لری چی دا ځل پاکستان د آمریکا فشار له امله، د افغانستان امنیت مسئله ته ډیر توجه کړی دی.
ددی پوهانو په نظر، پاکستان خپل مخکنۍ وضعیت کی نه دی او د آمریکا فشارونو له امله، ددی احتمال سته چی پاکستانیان حتی تاکتیکی لحاظ سره، یو افغانستان امنیت مسئله ته نور توجه وکړی.
نظر ودی ته چی په افغانستان کی ناامنی یو لویه برخه په پاکستان پوری مربوطیږی؛ ددی احتمال سته چی ددی هیواد تګلوری په بدلون سره، دا ناسته د مخکنیو ناستو په نسبت یو اغیزمندتره او ښه نتیجه ورکړی.
د هغوی خبرو په اساس دا توجهات به د جنګ ختم او ناامنی له منځه تلو په معنی نه وی او دائمی حل لاره به تلقی نه سی.
خو دا چی د پاکستان په چلند کی د افغانستان په وړاندی هیڅ بدلون نه لیدل کیږی؛ خو د مذاکراتو شروع کیدل خپله د تفاهم او ددواړو هیوادونو په منځ کی مشکلاتو له منځه تلو لپاره یو هیله منده خبره بلل کیږی.
خو ځینی صاحب نظران دا ډول ګټی هم ددی ناستو څخه نه بولی او په دی باور دی چی دداسی ناستو جوړیدل بیله دی چی وخت ضایع سی نور اغیزه نه لری. هغوی وایی دداسی ناستو جوړیدل، هیڅ ښه نتیجه به ونه لری. په اوسنۍ شرایطو کی، نه پاکستان خپل تعهداتو ته صادق دی او نه هم طالبانو باندی دومره نفوذ لری چی هغوی د مذاکری لپاره حاضر کړی.
پاکستان هغه تعهدات چی په تیرو څلور اړخیزو ناستو کی کړی وو، عمل نه دی کړی؛ چی دا زموږ افغانانو بیچاره ګی شکاره کوی چی د بیګانه ګانو څخه د سولی غوښتنه کوو.
خو ځینی پوهان بل مسئله مطرح کوی او هغه دا چی هغوی دا باور لری چی دداسی ناستو جوړیدل د افغانستان لپاره او د افغانستان مسائلو حل او فصل لپاره نه دی؛ بلکه مقصد یی د خارجی قدرتونو دروغینه سوله غوښتنه د افغانستان او د افغانستان خلګو لپاره دی او د هغه وروسته د افغانستان موضوع کی راګیر دولتونه خپل ګټو لپاره تبارز ورکوی.
ددی صاحب نظرانو په باور نه آمریکا او نه چین او نه هم پاکستان د افغانستان او افغانستان خلګو لپاره زړه سوي کوی او ددی غوښتنه نه لری چی د افغاسنتان ملت او دولت لپاره کوم کار ترسره کړی؛ ځکه چی کار د نورو لپاره د هغوی سلطه ګری او استعماری نیتونو او اهدافو سره سازګاری نه لری او د هغوی په ګټه نه تمامیږی.
بنا پردی، د هیواد په قضیه کی ټول راګیر لوری، خپل تعریف سوی ګټی لټی او که دا ګټه د افغانستان په امن کیدو باندی وای نو افغاسنتان به یو آمن کور ته بدل کړی وای خو که فقر او بحران او جنګ شتون په دی هیواد کی، چین او آمریکا او پاکستان خپل مقاصدو ته نږدی کوی، کوم شک شتون نه لری چی جنګی وضعیت او بحران به د افغانستان لپاره کلونو کلونو لپاره وساتل سی او هیڅ دولت او هیواد ته اجازه هم نه ورکول کیږی چی د افغانستان سره د سولی او آرامتیا او رفاه لپاره مرسته وکړی.
ددی نظریو په اساس، ترڅو چی د افغانستان دولت او ملت خپله نه وی قوی سوی او خپل هیواد لپاره عمل او فکر ابتکار په لاس ونه اخلی او په مشهور تعبیر سره، ټوله څه افغانیزه نه سی، اوضاع به همدا وی چی دی او نورو ته توقع درلودل به افغانانو په هیڅ ګټه تمام نه سی.