د ملی وحدت حکومت مشرانو بالخصوص ولسمشر غنی په وړاندی د بلخ والی عطا محمد نور سخت موضع ګیری وروسته د افغانستان ژغورنی ملی ائتلاف جوړیدو وروسته، هغه یو ځل بیا په حکومت کی د ظلم او استبداد او تاوتریخوالی څخه نیوکی کړی دی.
عطا محمد نور چی د دوشنبه په ورځ په مزارشریف کی د یو مسجد پراختیا په مراسمو کی خبری کوله، وویل: نن ورځ باید موږ د عدالت تامیم او سیاسی مشارکت او ټولنیز عدالت په ټول هیواد کی او د حکومت خودسریو په وړاندی او هغه څه چی د دینی ارزښتونو سره نه ښایی، ټول په وړاندی یی منسجم اومتحده اوسو. موږ د هر ډول ظلم او تاوتریخوالی او استبداد په وړاندی چوپ نه پاتیږو.
هغه وویل: ځینی لاسونه په حکومت کی د دینی ارزښتونو په ضد کار کوی، خو هغه د چا او یا کومی ډلی څخه نوم وانه خیستل.
د بلخ والی سږ کال دغدغی د دینی مسائلو او مفاهیمو د کمرنګه کیدلو لپاره د احترام وړ دی او له بلی خوا دداسی حقیقت شتون د هر مسلمان او انسان زړه زوروی. خو حقیقت دادی چی ټولنیز ناهنجاری په هیواد کی تازګی نه لری او بالخصوص د غرب بلوک بالخصوص امریکایانو حضور په هیواد کی، یو خاص او بیل رنګ ورکړی دی.
نن ورځ زموږ په هیواد کی په پراخ پلانونو او طرحو سره د غربی دولتونو له لوری، د خلګو کلتوری-دینی ارزښتونو او مقدساتو باندی درانده کلتوری هجوم په لاره اچول سوی دی او هر غربی استعمار ګر هڅه کړی دی چی په افغانستان کی خپل خائن مزد اخیستنی عواملو په مرسته، د افغانستان مذهبی-دینی باورونه تر نشانی لاندی ونیسی.
زموږ خلګو ملی او بومی او دینی دشمنان نن ورځ د ملګری په کالیو کی هیواد ته داخل سوی دی او قصد لری ترڅو د افغانستان خلګو اخلاقی او دینی نظام د دننی څخه منهدم کړی او له منځه یوسی. نن ورځ زموږ په هیواد کی لسګونه دیداری او اوریدونکی او چاپی او برقی رسنۍ شتون لری چی ځینی یی په مستقیم ډول سره د استعمارګر دولتونو بالخصوص امریکایانو په خدمت کی قرار لری او دا رسنۍ شپه او ورځ داسی برنامی خپروی چی زموږ دینی او اخلاقی زده کړو سره په تضاد کی دی.
بنا پردی، د ښاغلی عطامحمد نور اظهارات که څه هم ډیر رقیب ټکونی جنبه لری او په ارګ ماڼۍ کی د هغه حریفانو باندی برید په مقصد صورت نیسی، خو له بلی برخی دا اظهارات زموږ په ټولنه کی د حقیقتونو او واقعیتونو سره یوشان دی او څوک یی نه انکاروی؛ ځکه که چیری غربی کلتور د هیواد د نظام داخل او هم د دولت دباندی ځانته طرفداران نه درلودل نو دومره خرابی به نه وای رامنځته کړی او موږ په افغانستان کی د ادب او اخلاق او دینی اساسو له منځه وړنی شاهدان به نه وای.
خو بل حقیقت هم شتون لری چی ځینی کسان لکه ښاغلی عطامحمد نور او د هغه طرفداران او همفکران او نرو مشران او د جهاد او مبارزه کوونکی سران د دینی او ارزښی سنګرونو څخه واټن اختیار کړی دی چی لپاره یی ټول څوارلس کاله مقاومت وکړ او ددی ونی پښو کی میلیونونه شهید او ټپیان وړاندی کړ او نن دا مبارک شجره یعنی اسلام یی یواځی او مظلوم پریښی او ټوله د قدرت او ریاست په لټه کی دی، او د څو بی ارزښته بیګانه ګانو په وړاندی د تعظیم لپاره سر کښته کوی.
د همدی رهبرانو څخه ډیر کسان چی مخکی ارزښی فکر کوله، نن په ټول توان سره د ریاست طلبی په لټه کی دی او ډیر مفاهیم لکه خدای او هیواد او خلګ داسی له یاده وړی دی ګویا دوی هیڅ وخت جهادی مشران نه وو.
اوس دا چی زموږ زړه سواند مشران داسی سوی دی او بدلون یی کړی دی تردی حده چی تجملاتی ژوند او سرمایه یی د خلګو پر ژبی باندی راغلی دی نو د بیګانه ګانو څخه به کوم هیله اه توقع ولرو.
لکه څنګه چی پوهیږو زموږ خلګو ملی او کلتوری او دینی ارزښتونو سره مبارزه د نن او یا سږ کال اویا تیر کال څخه دی نه دی ترڅو ځینی خلګ زموږ خلګو مذهبی ټولنی لپاره زړه سواند او دین غوښتنی تظاهر وکړی؛ بلکه دا د همغه ناتو او امریکا د ننوتلو څخه په افغانستان کی شروع سوی دی او ترننه پوری ادامه لری؛ یعنی دا وضعیت هغه وخت چی عطا محمدنور او دوستم او محقق د حکومت سره ښه وو هم برقراره وو، خو دا چی ولی دا ښاغلی د دینی او اخلاقی ناهنجاریو په وړاندی صبر کوله او څه نه ویله او اوس د چی د غنی حکومت په وړاندی قرار نیولی دی، دومره دین خواه او خلګو غوښتونکی سوی دی، هغه معما دی چی حل یی مشکل هم نه دی.
په هر حال کی، زموږ خلګ په ښه توګه پوهیږی چی د هیواد رسیدنه دی حد ته د دینی او اخلاقی او ټولنیز ناهنجاریو پوری، حکومتی سران او سیاسی رقیبان دواړه مقصره دی؛ ځکه چی دواړه ډلی ددی آفت په وړاندی چوپتیا غوره کړۍ او په تاسف سره د خدای تعالی قدرت باندی ایمان نه درلودلو سره، د غربی قدرتونو څخه بیریدلی او چوپتیا غوره کړ.