جوزف دنفورد؛ د آمریکا ځواکونو مشترک ستاد مشر د دوشنبه په ورځ د یو نااعلان سوی سفر په ترڅ کی کابل ته راغلل.
د ناتو قاطع ملاتړ ماموریت په خپل تویتر کی ولیکل چی جوزف دنفورد قصد لری چی د افغان شریکانو سره لیدنه وکړی او ترڅنګ یی د ناتو قاطع ملاتړ ماموریت هڅی وڅیړی.
جنرال دنفورد په داسی حال کی کابل ته سفر وکړ چی قرار دی څو نورو اونیو پوری د امریکا نوی استراتژی د طالبانو سره مقابلی لپاره اعلان سی. که څه هم پنتاګون تراوسه د ځواکونو نویو سطحو په اړه تصمیم نه دی نیولی؛ خو ویل کیږی چی د آمریکا دفاع وزارت مایل دی ترڅو د دری څخه تر پنځو زرو پوری نظامی کسان نور افغانستان ته ولیږی.
جیمز متیس؛ د آمریکا دفاع وزیر، دوه اونۍ مخکی وویل: آمریکا په حاضر حال کی د طالبانو سره په جنګ کی د بریالیتوب په وضعیت کی نه دی؛ خو دا وضع ډیر ژیر بدلون کوی.
په دی سره، سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی د آمریکا هر ډول اقدام په افغانستان کی دخپل نظامی ځواکونو د ډیرولو لپاره، په اوسنۍ بحرانی شرایطو کی، یو استراتژیک خطا به وی اود آمریکا او همپیمانه یی، نور هم د افغانستان باتلاق کی ننوځی.
ډیر دلائل ددی استدلال د تایید او تثبیت لپاره وړاندی سوی دی. لکه، هغه تجربه دی چی ددی نه مخکی آمریکا او ناتو په افغانستان کی ترسره کړی دی؛ خو کوم نتیجه ته نه دی رسیدلی.
افغانستان په یو وخت کی د ۱۲۰ زرو خارجی ځواکونو کوربه وو چی ډیر شمیر یی آمریکایان تشکیلوله. هغوی یا ونه غوښتل یا هم ونه توانیدل چی پر تروریزم باندی بریالی نه سوله او دا کار، شرایط د تروریستانو په ګټه بدلون وکړ؛ هغه شرایط چی په اوسنۍ حالاتو کی آمریکایی قوماندانان په صراحت سره د هغه څخه بندون په نامه یادوی او قبلوی چی آمریکا په افغانستان کی، پر طالبانو باندی د بریالیتوب په شرایطو کی قرار نه لری.
دوهم مهم استدلال چی په دی برخه کی د صاحب نظرانو له خوا، ارائه کیږی، د تروریزم سره جنګ کی د آمریکایی خواکونو مستقیم مشارکت نه شتون دی. دا په داسی حال کی دی چی افغانستان په داسی شرایطو کی چی د ۱۰۰ زرو خارجی نظامی ځواکونو کوربه وو، هغوی مستقیما د تروریزم سره جنګ رهبری په غاړه درلود او دا د افغانستان امنیتی ځواکونه وو چی د هغوی امر لاندی کار کوله او د جنګ د رهبری اجازه یی نه درلودل.
په هغه شرایطو کی، آمریکا او هم پیمانه یی ونه توانیدل د باتلاق څخه ځان وژغوری او پر تروریستانو باندی بریالی سی، نه د تروریزم سره مستقیم جنګ کی، کوم کار کوی او نه هم د پخوا په څیر د تروریستانو په وړاندی شدت او سرسختی او تاوتریخوالی څخه کار اخلی، څنګه په دی هیله پاته کیدلای سو چی د آمریکایی ځواکونو په ډیریدو سره په افغانستان کی، د افغانستان وضعیت به بدلون وکړی؟
ددی مساله څخه په صرف نظر کولو سره، په جاری وضعیت کی، د آمریکا نظامی ځواکونو ډیریدل په افغانستان کی، یواځی به د ناامنی او بی ثباتی او د تروریستانو بقا او جنګ ادامه پیدا کیدلو سره به مرسته وکړی. دا همغه څه دی چی د ملا هبت الله آخونزاده؛ د طالبانو رهبر په پیغام کی د اختر په مناسبت باندی هم په پوره توګه روشانه وو.
د طالبانو رهبر په دی پیغام کی د آمریکا څخه غوښتۍ دی چی د مقابلی پر ځای د طالبانو سره د دیپلماتیک لاری څخه خپل مشکل ددی ډلی سره حل کړی.
د ملاهبت الله د پیغام په یو برخه کی راغلی دی: په افغانستان کی د آمریکایانو حضور اوس ټوله سیمه ناارامه کړی دی.
هرڅومره چی هغوی خپل ځواکونو پر ډیریدو باندی په افغانستان کی اصرار وکړی، بی ثباتی به په سیمه کی ډیر سی.
لیری خبره دی چی د طالبانو رهبر د موضع څخه ملاتړ وسی؛ خو تجربه شکاره کړی دی چی په افغانستان کی د خارجی ځواکونو حضور، په هیواد کی د جنګ او ناارامیو د محور څخه دی او دا همغه څه دی چی تروریستان د هغه څخه د خپل ځواکونو جذب او په جنګ کی د خپلو مقصدونو مخته وړلو او جنګ او جنایت او داسی نورو کارونو مخته وړلو لپاره تبلیغاتی ګټه پورته کړی دی.
نو د ځواکونو ډیریدو آیده یا نظریه همدا اوس د ماتی سره مخ دی؛ بالخصوص که آمریکا د تروریزم سره مبارزی او د تروریزم ملاتړ کوونکو باندی فشار راوستلو او افغان ځواکونو سره مرسته کولو باندی صادقه نه وی.