د امریکا دفاع وزارت د افغانستان ګاونډي هیوادونو ملاتړ د حقانی شبکه او طالبانو څخه اندیښنه وښوده.
پنتاګون وایی دا ملاتړي او پټنځایونه د تروریستانو لپاره د پاکستان په خاوره کی د افغانستان امنیت ته لو ګواښ دی او کولای سی د ائتلاف ځواکونو ماموریت د ماتی سره مخ کړی.
پنتاګون همدارنګه د ایران څخه د افغانستان په بدلونونو او تحولاتو کی یو سیمه ایز لوبه کوونکی وبلل او وویل په افغانستان کی دایران نفوذ تمایل تراوسه قوی دی او ددی هیله نشته چی کم سی.
پنتاګون مدعی سوی دی چی ایران هڅه کوی چی دا نفوذ د دولت سره مشارکت، تجارت او فرهنګی او مذهبی اړیکو له لاری پراخ کړی او د ایران نهایی مقصد باثباته افغانستان دی چی په هغه کی شیعیان په امنیت کی وی، د ایران اقتصادی ګټی تامین وی او په افغانستان کی د امریکا نظامی حضور کم سی.
پنتاګون په عینی حال کی مدعی سوی دی چی ایران د طالبانو او حقانی شبکه سره مرسته کوی چی دا کار د افغانستان دولت اعتبار تر پوښتنی لاندی راوړی او د سیمی وضعیت بی ثباته کوی.
په دی حال کی، کارپوهان وایی چی د امریکا دفاع وزارت مفصل ګزارش د هغه هیواد کنګری لپاره، د جدی تناقضونو درلودونکی دی.
هغه ګزارش چی انتظار کیدی چی په اوسنۍ خرابو شرایطو کی، په افغانستان کی د جاری سیاسی او امنیتی بحرانونو څخه د وتلو لاره پیدا کړی، د هغه تعارضونو له مخی چی د جاری وضعیت سره لری، نه یواځی د بحرانی وضعیت د حل لپاره مرسته نه کوی؛ بلکه مشکلات نور هم ډیروی او پیچلي کوی.
په دی ګزارش کی، د امریکا دفاع وزارت د پاکستان څخه د طالبانو او حقانی شبکه تروریستانو پټنځایونو په حیث یادوی او وایی چی یاد تروریستی جریانونه په پاکستان کی د امن پټنځایونو څخه ګټه اخلی.
دا په داسی حال کی دی چی د کارپوهانو په باور، دا موضوع تازه خبره نه ده چی د امریکا دفاع وزارت هغه کشف کړی دی. پاکستان کلونه کیږی چی په علنی توګه په افغانستان کی د تروریزم څخه ملاتړ کوی او تروریستی ډلی په افغانستان کی د خپلو راهبردی مقاصدو ته رسیدلو لپاره تر ګټه اخیستنی لاندی قرار ورکوی.
امریکا هم بیله شکه د هر بل هیواد څخه ښه د اسلام آباد په پراخ ملاتړو کی د تروریزم څخه په جریان کی دی؛ خو په دی منځ کی، هغه څه چی مبهم دی، د پاکستان په وړاندی د امریکا بی تفاوتی او چوپتیا دی. آیا د واشنګتن مبهم سیاستونو استمرار سره په دی برخه کی، آیا دا شک منځته نه راځی چی امریکا هم د پاکستان ترڅنګ، په افغانستان کی د جاری ناامنیو څخه او د تروریستانو څخه چی د پاکستان ملاتړ لاندی دی، ملاتړ کوی؟
دا هغه پوښتنه ده چی د منتقدانوپه باور د پنتاګون په تازه ګزارش کی همداسی مبهم پاته دی.
د پنتاګون په ګزارش کی دوهم تناقض، ددی امریکایی نهاد عجیب ادعاوی د ایران نقش په اړه په افغانستان کی دی. پنتاګون لمړۍ وایی چی ایران د یو سیمه ایز مقتدر بازی کوونکی په شان، په افغانستان کی فعال نقش لری او خپل ګټی د کابل دولت ملاتړکی د سیاسی او تجاری او اقتصادی او فرهنګی او مذهبی لارو کی وینی او یو امن او باثباته افغانستان د ایران په ګته دی؛ خو په ادامه کی، په یو غریب ادعا کی وایی چی ایران د طالبانو او حقانی شبکه څخه هم ملاتړ کوی او دا ملاتړ د افغانستان او سیمی بی ثباته کیدو لامل ګرځی!
تحلیلګران وایی چی بالاخره پنتاګونه نه روشانه کوی چی ایران په افغانستان کی د ثبات یو بخش دی یا که د بی ثباتی عامل؟
دا چی ایران د کابل سره دوستانه اړیکو له لاری او هر اړخیزه تجاری او اقتصادی او... همکاریو په پراخولو سره د خپل مشروع نفوذ تقویت په لټه کی وی او په افغانستان کی د مشترک او هر اړخیزه ګټو تامین په منظور وی، ولی دا د اندیښنی وړ وی؟
له بل لوری، دا چی ایران د امریکا نظامی حضور د کمیدو غوښتونکی په افغانستان کی دی، تازه خبره نه ده. ایران ډیر ځلی خپل اندیښنه په اړه شکاره کړی دی او استدلال کړی دی چی په ګاونډیتوب کی یی د یو متخاصم نظامی قدرت حضور، د ملی امنیت اصول سره یی په تعارض کی دی او ورته اندیښمندوونکی دی.
دا کاملآ منتطقی خبره ده. ایا که ایران په لاتین امریکا کی، نظامی پایګاه ولری، د امریکا اندیښنی سبب نه ګرځی؟
اخر نکته داچی د راهبردی مسایلو کارپوهانو په نظر، د کابل-تهران اړیکو پراختیا، که څه هم واشتنګتن ته ښه ونه ښایی او په افغانستان کی د امریکا سلطه جویانه مقاصدو سره په تعارض کی وی؛ خو دا کار، د کابل او تهران متقابل ګټو او اړتیاوو په اساس دی او هرڅه چی ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی ژور او راهبردی تر او تود سی، په همغه اندازه د دواړو هیوادونو سوله او ثبات او پرمختیا به پیاوړی سی. په دی حساب، دا اړیکی، امکان لری د امریکا لپاره ګواښ وی؛ خو د کابل او تهران لپاره یو چانس دی.