دا ډله چی د ملی وحدت دولت څخه خوشحاله زړه نه لری او په اوسنۍ شرایطو کی په یو ډول سره د قدرت څخه لیری سوی دی او چندانی مناسب او کلیدی څوکۍ په اختیار کی نه لری، د ملی وحدت دولت په وړاندی اعتراضی وضعیت د تیری چهارشنبه برید وروسته په مکرر ډول سره غوښتی دی ترڅو خپل ګټی لپاره خپل سیاسی اهدافو په لوری، سوق او مصادره کړی.
داسی په نظر رسیږی چی ځینی کسان بیله دی چی پوه سی چی د نظام سقوط په داسی خطرناکه شرائطو کی څه معنی او مفهوم لری او کوم خطرناک پیامدونه په لړ کی لری، د نظام د سقوط په طبل باندی همداسی وهی.
له هغه مخی د رقابت په ډګر کی؛ یعنی د ارګ نشینانو او ولسمشر طرفدارانو ترمنځ اوضاع هم کوم ښه تعریف نه لری.
د ډیرو پوهانو په باور، د ښاغلی اشرف غنی حکومت په کلی توګه د هیواد مدیریت او اداره په وړاندی څه د اقتصادی لید او څخه نظامی او سیاسی او هم امنیتی لید څخه یو جامع برنامه د افغانستان خلګو بیلابیلو غوښتنو پوره کولو لپاره نه لری او تر ټولو مهم دا چی دا دولت د مسلح مخالفانو او دهشت منځته راوړونکو په وړاندی چی هره ورځ د افغانستان خلګ وینی تویوی، صحیح او د قبول وړ سیاست او پالیسی نه لری او ددی بریدونو او د افغانستان خلګو قربانی کیدو برسیره حکومت هغوی وړونه او ددی هیواد او خلګو قسم خوړلی دشمنان سیاسی مخالفان بولی.!
د ملی وحدت دولت کابینی ځینی برخی داسی لید او نظر د هیواد دشمنانو ته زموږ خلګو لپاره پوښتنه منځته راوړونکی او مشکوک دی او خلګ او هم ډیر پوهان د ملی وحدت دولت بدنی ځینی برخی ته، بدبین او بی باوره دی.
حقیقت دادی چی د هر چاودنی رامنځته کیدل د مسلح مخالفانو له لوری او په افغانستان کی نورو تروریستانو له لوری، یو د فشار قوی او قدرتمنده اهرمونو څخه دی چی د ( ورور ګ\لوی او مماشات ) نظریی د حکومت پر بدنه باندی واردیږی او هم خلګ او د ولسمشر سیاسی رقیبان او همفکران یی د هغوی مدیریتی او دفاعی روش نیوکی څخه د هیواد او ملت په وړاندی، مصر تره او جسور تره کوی؛ په داسی حال کی نه شخص ولسمشر او دهغه طرفداران د ملی وحدت دولت کی، هیڅ ډول موقع او دفاع زمینه د ځان څخه نه لری او کوم روشانه او قانع کوونکی دلیل هم د هیواد خلګو ته تراوسه نه دی ارائه کړی.!
د ډیرو پوهانو به نظر، د ( ورورګلوی او مماشات ) سیاست طرفدارانو اصلی مشکل د دشمنانو په وړاندی او د حکومت په بدنه کی هم همدغه ناهنجاری دی چی له یو طرفه ددی خلګو او ددی وطن دشمنان وړونه او سیاسی مخالفان بولی او د خلګو لپاره هم کوم دلیل نه ارائه کوی او یواځنۍ دلیل او سند چی هغوی ځینی وختونه پر ژبه باندی جاری کوی، د مسلح مخالفانو افغانیت او هغوی نسبت درلودل په افغانستان کی یو ساکن تبار باندی دی؛ چی دا دلیل خپله کولای سی په هیواد کی د قوم او نژاد ګرایی لامل سی چی داسی هم سوی دی او متاسفانه د نورو مشکلاتو ترڅنګ قوم او نژادګرایی هم ددی هیواد په پوست کی، د خلګو هیلی د هیواد اوضاع د ښه کیدو لپاره له منځه وړی.
په هر حال، داسی په نظر رسیږی چی هڅی ددی اوسنۍ نظام د منځه وړنی لپاره؛ لکه څنګه چی ځینی ساده فکر کوونکی د هغه په هڅه کی دی او د هیواد صلاح او مصلحت څخه بی خبره خلګ د هغه په لوری باندی راغواړی، د سم او معقول کار ابدا نه سی کیدلای او لکه څنګه چی پوهان او زړه سواند صاحب نظران لکه د تبیان اسلامی ګوند مشر او رهبر هم پر هغه باندی ټینګار کوی: په اوسنۍ شرایطو کی د نظام سقوط په هیڅ وجه په صلاح کی نه دی او هیواد د خطرناکو بحرانونو لوری ته پوری وهی. زه د ملی وحدت حکومت کار ادامی څخه په جدیت سره ملاتړ کوم خو په نظام کی د بدلون غوښتونکی یم، خو د ملی وحدت حکومت څخه غواړم چی د عدالت غوښتونکی او مطالبه ګری ځوانانو غږ ته غوږ ونیسی او د هغوی غوښتنو پوره کولو لپاره اقدام وکړی.
هغه ډول چی د ځینو اشخاصو او یا جریانونو له لوری شعارونه ورکول کیږی، د نظام سقوط په هیڅ وجه په صلاح کی نه دی، څه دا چی دا اقدام د دشمنانو او تروریستانو نقشی مطابق دی، بلکه د نظام ملاتړ د اصلاح او بدولون په راوستو سره باید د ټولو د کار په سر کی وی.
دولت اړتیا لری د خارجی دیپلماسی او خلګو ته په کتنی برخه کی هم تجدید نظر وکړی، د حکومت په دایره کی د بیلابیلو سیاسی او اجتماعی ذایقو حضور د هروخت څخه نور هم پراخ کړی، ځکه چی نن خلګ ددی حکومت او نظام په وړاندی جدی سوء ظن پیدا کړی دی.
بناپردی دینی عالمان او پوهان باید د خلګو صحیح او معقول لوری ورکولو سره، هغوی د نظام اصلاح او هیواد آبادولو لوری ته راهنمایی کړی؛ نه لکه دا چی د ځینو اشخاصو په شان چی د قدرت څخه فاصله نیولی دی، د خلګو پاک احساسات او عواطف خپل سیاسی امیالو ته رسیدو لپاره قرار ورکړی اود خلګو په غوږونو کی د نظام سقوط خطرناک شعارونه زمزمه کړی؛ ځکه چی دا کار معقول نه دی او ددی خټی اوبو څخه یواځی څو کسان خپل ماهی ګیری کوی او دهغه اصلی زیان د نورو وختونو په شان خلګو ته ګوری.