د اسلامی جمعیت ګوند د ګلبدین حکمتیار اسلامی ګوند څخه غوښتۍ دی چی کنایه آمیزه ادبیاتو د استعمالولو څخه د اسلامی جمعیت ګوند پر آدرس باندی چی د هیواد سیاسی فضا سره مخالف دی، فاصله اختیار کړی.
اسلامی جمعیت ګوند چی د میلادی نویمه کال د اسلامی ګوند سره نظامی نښتی درلودی، ویلی دی: اوسنۍ سیاسی ادبیات د تحمیلی جنګونو دورو ادبیاتو سره توپیر لری او ټولنه هم په نوی چاپیریال او فضا کی ژوند کوی.
ګلبدین حکمتیار، د دولت اوسنۍ ساختار نامقدس او اساسی قانون خلاف وبلل او د پارلمانی نظام سره خپل ګوند مخالفت شکاره کړل.
ښاغلی حکمتیار همدارنګه ویلی دی چی غواړی د هغه ګندونو سره چی په جنګ کی وو، دوستانه اړیکی ولری او د هغه اسلامی جمعیت ګوند ته هم اشاره کړی دی.
جمعیت ګوند همدارنګه ویلی دی چی د افغانستان اجتماعی ساختار او واقعیتونو ته په کتو سره ټولو مشارکت لپاره پارلمانی نظام یواځنۍ د حل لاره د استبداد د مخنیوی لپاره بولی.
دا ګوند همدارنګه د حکومت څخه غوښتی دی د هغو ټولو ډلو خلع سلاح په جدی توګه په نظر کی ونیسی چی د دولت سره یوځای کیږی.
څیړونکی وایی چی د افغانستان اسلامی جمعیت ګوند غبرګون د حکمتیار اخیرو ورځو خبرو ته، په افغانستان کی د قدرت او سیاست د پردی شاته جاری تریخ واقعیتونو شکاره کوونکی دی؛ هغه واقعیتونه چی ابعاد یی تراوسه پټ پاته دی او مشخصه نه دی چی کوم سرنوشت د افغانستان راتلونکی ته په انتظار دی.
د اسلامی جمعیت اعلانیه په داسی حال کی صادریږی چی د ډیرو پوهانو په باور، د اسلامی ګوند مشر مکرر بریدونه د ملی وحدت دولت اوسنۍ ساختار باندی، مخکی تردی چی پر حکومت باندی نیوکی وی پر اسلامی جمعیت ګوند باندی د قدرت ۵۰ سلنه دوه شریکانو غړو په حیث غیری مستقیم نیوکی دی.
په دقیق بیان سره، څیړونکی وایی چی حکمتیار ددی کار څخه، په شدت سره خواشینۍ دی چی ولی داکتر عبدالله د اسلامی جمعیت په واسطه، د قدرت نیمۍ برخه تصاحب کړی دی.
د حکمتیار مخالفت د پارلمانی نظام سره چی د اسلامی ګوند یو پخوانیو هیلو څخه بلل کیږی او په ډیر احتمال سره د اسلامی جمعیت ګوند د غبرګون یو بل لامل د حکمتیار خبرو په وړاندی دی.
بل موضوع چی د جمعیت ګوند لپاره، غبرګون لرونکی دی، په کابل او ننګرهار او لغمان کی د حکمتیار ظهور په وخت کی شبه نظامیانو مسلح کسانو حضور دی.
دا د اسلامی جمعیت لپاره د قبول وړ نه دی چی د هغه ځواکونه د ملکی سازی په پروژو کی خلع سلاح سوی وی؛ خو اسلامی ګوند چی د داخلی جنګونو په وخت کی د اسلامی جمعیت په وړاندی ولاړ وو او دهغه سره جنګیدلی دی، تراوسه د زرهاوو شبه نظامی مسلح کسانو ملاتړ څخه برخمنه وی او بدتر له هغه څخه دا چی مشر یی د همدی مسلح ملیشه ګانو سره یوځای، په مرکز کی حضور پیدا کړی.
دا چی ترکومه ځایه د اسلامی جمعیت ګوند اعلانیی ته د حکومت له لوری توجه کیږی مشخصه نه دی؛ خو دا نکته د اوس څخه روشانه دی چی د اسلامی ګوند رفتار او عملکرد او مواضع، یوځل بیا دا ژور او جدی اندیښنی ته قوت ورکړی چی تیر مخامخ کیدونکی او جنګیدونکی ډلی د یوبل په وړاندی بیا ودروی.
د څیړونکو په باور، حتمآ لازمه نه ده چی دا مخامخ کیدنه، مسلحانه او نظامی او سخت افزاری وی؛ حتی په همدی حد چی اسلامی جمعیت او اسلامی ګوند ددوو سیاسی متضاد اردوګاه په حیث، د یو بل په وړاندی قرار نیسی، ژور سیاسی سورۍ رامنځته کوی او قومی خرابوونکی قطب بندی پیاوړۍ کوی او د تضاد او مخامخ کیدنی په صورت کی، حتی نظامی برخورد امکان هم د بالقوه په صورت کی کیدلای سی.
که څه هم د اسلامی جمعیت او حتی حکمتیار خبرو کی تصریح سوی دی چی باید تیر وختونه هیر کړو او باید سیاسی تازه تحولاتو په بستر کی، قدرت او سیاست ته تازه کتنه وکړو؛ خو کارپوهان وایی چی تراوسه د مړو فتنو بیرته راژوندی کیدو احتمال شتون لری او ترڅو چی جنګ د قدرت پر سر د ټولو اړخونو د قبول وړ برخی ته ونه رسیږی، په پراخ توګه د بحران د منځته راتګ احتمال په پوره توګه شتون لری.