ځینی سرچینی د افغانستان په دولت کی ویلی دی چی اشرف غنی د نوید مختار؛ د پاکستان اطلاعاتو سازمان مشر(ISI) سره په کتنه کی اسلام آباد ته رسمی سفر غوښتنه رد کړی دی.
ددی سرچینی په وینا، ولسمشر ISI مشر ته وویل: تر هغه وخت پوری چی جنګ په افغانستان کی له منځه ولاړ نه سی او کابل د پاکستان نیت باندی مطمئنه نه سی هغه هیواد ته به سفر ونه کړی.
د دولتی سرچینو په وینا، ښاغلی غنی په دی کتنه کی دا پاکستانی مقام ته وویل چی پاکستان هر څه ژیر بادی شاهین ۲۰۹ قول اردو، امریکایی پوهنتون په کابل کی او د قندهار والی دفتر باندی بریدونو طراحان افغانستان دولت ته وسپاری.
ښاغلی غنی ځینی مدرکونه هم نوید مختار ته سپارلی دی چی په هغه کی ویلی دی چی مولوی احمد قندهاری، امریکایی پوهنتون باندی د برید طرحه کوونکی او د قندهار والی دفتر باندی د برید طرحه کوونکی د ISI په یو مرکز کی د ځان وژنی کسانو زده کړی ورکولو باندی مصروفه وو.
هغه همدارنګه د شواهدو په ارائه کولو سره اعتراض وکړ چی د طالبانو پسرلنۍ عملیات د منصوری په نامه د کراچی، کویته، شمالی وزیرستان او پاکستان پیشاور ښارونو څخه رهبری کیږی.
کارپوهان وایی چی د ولسمشر اقدام د پاکستان رسمی دعوت په وړاندی ډیر تحسین لرونکی او د ښایسته د دقدرت موضعو څخه وو او شکاره کوی چی افغانستان خپل مقصدونو ته د رسیدو لپاره د پاکستان شکاره لاس وهنو په لړ کی، التماس او سترګی پټونی ته حاضر نه دی او په قدرت سره هڅه کوی چی د پاکستان ملاتړ په وړاندی د تروریزم او د افغانستان ناامنیو لپاره ودریږی.
دا هغه انتظار وو چی د افغانستان خلګ، کلونه مخکی د نن څخه د سیاسی مشرانو او سرانو څخه درلود؛ خو تر ننه پوری په هر دلیل سره، پاته وو.
خلګ انتظار درلود چی دولت، د پاکستان په وړاندی التماس او تضرع دیپلماسی پریږدی او لږترلږه یوځل د قدرت څخه په ګټه اخیستنی سره وارد سی او پرینږدی چی پاکستان، د افغانستان امنیت، حاکمیت او می ګټی او ارضی تمامیت خپل سیاسی، امنیتی او استخباراتی لوبو وسیله وګرځوی او له یو لوری د تروریستانو سره په افغانستان کی د جنګ د مخته وړلو لپاره مرسته وکړی او له بل لوری، د افغانستان مشرانو څخه مکرر دعوت سره و پاکستان ته سفر لپاره، یو دروغجنه لوبه او سیاسی فریبکارانه لوبه د کابل د سرانو د سرګرم کولو لپاره په دروغو وعدو سره، مخته یوسی.
ولسمشر اسلام آباد ته د هر ډول سفر لپاره ځینی مخکینۍ شرطونه ایښی دی چی که تحقق پیدا کړی، بیله شکه د کابل هیلی به عملی سی؛ خو لیری خبره ده چی پاکستان په سادګۍ سره شاته تګ ته حاضر سی.
له بل لوری، منتقدان وایی چی تراوسه نه سو کولای د افغانستان دا تګلاری څخه د پاکستان په وړاندی هیله مند اوسو؛ ځکه چی کابل ددی څخه مخکی هم سخت موضع ګیری د اسلام آباد د سیاستونو په وړاندی درلودلی دی؛ خو په عمل کی، هیڅ اقدام د موضع ګیریو د عملی کولو لپاره نه دی ترسره کړی.
حتی په همدی اړه، دا چی ویل کیږی چی ښاغلی غنی، و پاکستان ته د سفر لپاره د نوید مختار غوښتنه رد کړی دی، نور خبری ددا څخه دی چی عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس، مشابه غوښتنی سره د اسلام مشرانو له لوری، مثبت ځواب ورکړی دی او قرار دی چی په نږدی راتلونکی کی پاکستان ته سفر وکړی.
آیا دا په دی معنی دی چی د ولسمشر اقدام، ډیر سیاسی مصرف او داخلی تبلیغاتی لګښت لری تر هغه چی یو نوی استراتېژیک تګلاره د اسلام آباد مداخلو په وړاندی وی؟
ددی پوښتنی لپاره، دوه ډوله مثبت او منفی ځوابونه شتون لری، مثبت ځواب دادی چی که د افغانستان دولت له یو لوری د اسلام آباد رسمی دعوت ردولو سره عمومی افکار د پاکستان ضدیت ته اړوی او په دی ترتیب، ددی اقدام څخه، د هیواد دننه تبلیغاتی ګټه اخلی او دهغه لوری، د اجرایی رئیس د موافقت سره خوشحاله مخ شکاره کوی.
منفی ځواب دادی چی ښاغلی غنی د اسلام آباد رسمی غوښتنی ته نه ویل د یو لوری د افغانستان جدیت او قدرت د جنګ او ناامنیو د مهار سازمان دهی سوی د پاکستان له لوری په افغانستان کی شکاره کړی دی او له بل لوری، د پاکستان د غوښتنی قبلول د اجرایی رییس له لوری، د دیپلماتیک له نظره، د دواړو هیوادونو اړیکی په عادی سطحه کی وساتی او د اړیکی د پوره قطع کیدو مانع وګرځی.
ټولو جمع بندی کولو سره، کارپوهان په دی باور دی چی د کابل تګلاری د اسلام آباد په وړاندی، همداسی د بی ثباتی او نوسان لرونکی دی او یو ثبات او د انتظار وړ انسجام ته نه دی رسیدلی او دا کښته او پورته والیو د کابل خارجی سیاست جدی زیانونو څخه د اسلام آباد په وړاندی دی.