کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سازمان ملل متحد پر تګلاری باندی نقد

14 ثور 1396 ساعت 15:46


سازمان ملل متحد؛ یو نړیوال سازمان دی چی په ۱۹۴۵ میلادی کال کی د ۴۵ هیوادونو په شتون تاسیس او اوس ۱۹۴ هیوادونه ددی سازمان غړیتوب لری. له بل لوری، سازمان ملل، د نړیوال جنګونو د مخنیوی لپاره او په یو ډول سره د نړیوالو لپاره د سولی او آرامتیا د راوستلو مسئول دی، خو آیا په حقیقت کی داسی دی؟ سازمان ملل څومره د نړیوال سولی او آرامتیا لپاره بی طرفانه هڅه کړی دی؟
په حقیقت کی سازمان ملل په یو وسیلی باندی بدل سوی دی چی د هغه اصلی لوبی کوونکی، څو قدرتمند هیوادونه دی، نه د نړیوالو د امنیت د تامین لپاره، بلکه د خاصو خارجی هیوادونو د سیاستونو مخته وړلو لپاره کار کوی. له بل لوری، سازمان ملل د نړۍ لوی امنیتی مرکز(امنیت شورا) په درلودلو سره، د نړۍ سولی ساتنی مسئولیت لری، خو نن ددی سازمان په منشور کی هغه څه چی ذکر سوی دی تګلاری یی ضعیفه ده.
د سازمان ملل د کار د شروع کیدو څخه کلونه تجربی ښودلی دی چی دا سازمان نه یواځی د پایدار سولی لپاره په نړۍ کی کار نه کوی، بلکه د هغه هیوادونو ملاتړ دی چی دنړي په ناامنی کی لاس لری. د مثال په توګه، که د بشر حقوقو اصلی اساس، د نړیوال امنیت تامین وی، هغه رژیمونه لکه اسرائیل د سازمان ملل تر فشار لاندی واقع سی، خو دا روند برعکس دی او دا رژیم د څو خاصو هیوادونو د ګټو لپاره د تشویق لاندی قرار نیسی.
د سازمان ملل متحد شکاره قانون ماتونو څخه دادی چی تیرکال صهیونیسی رژیم د نړیوال تروریزم سره مبارزی کمیتی مشر په توګه انتخاب کړ. سازمان ملل تیر کال د یو پټ رای ګیری په ترڅ کی چی ددی سازمان ۱۹۳ غړو ترمنځ ترسره سوه، صهیونیستی رژیم د تروریزم سره مبارزی کمیتی مشر معرفی کړ.
خو پوښتنه داده چی ولی هغه رژیم چی خپله د بشرحقوق لوی ناقصوونکی دی، دی سمت ته معرفی سوی دی؟ د اسرائیل صهیونیسی رژیم د تیرو لسیزو په ترڅ کی هر وخت د بشرحقوقو نقض کوونکو څخه دی او د مشرانو لاسونه یی د فلسطنیانو بی ګناه کوچنیانو او انسانانو په وینو لړلي دی. له بلی خوا، ځینی سیاسی پوهان، صهیونیستی رژیم په خاورمیانه کی د جنګ اصلی عامل بولی. په دی سره، آیا دا هیله درلودلای سو چی اسرائیل رژیم ددی تور کارنامی په درلودلو سره د تروریزم په وړاندی عمل وکړی، او نړیوال د امنیت هیله د هغه رژیم څخه ولری چی د سیمی ناامنه کولو په هڅه کی او د بشرحقوقو ناقضوونکی دی؟! اوس که سازمان ملل د بشرحقوق ناقضوونکی نه دی، نو ولی داسی رژیم داسی مقام ته رسیدلی دی؟!
دا ددی سازمان ملل بی ځایه یواځنۍ انتخاب نه دی او ددی نه مخکی، دا سازمان سعودی عربستان د بشر حقوق مشر په توګه او په تازګی سره د سازمان ملل ښځو کمیتی مشر هم معرفی کړی دی. دا په داسی حال کی دی چی نړۍ پوهیږی چی د عربستان هیواد خپله د بشر حقوقو لوی ناقضوونکو څخه دی. د مثال په توګه، عربستان ښځی تراوسه د رای ورکولو او موټر چلولو حق نه لری او بی ګناه خلګ بیله دی چی جرم یی مشخص سی، اعدامیږی. همدارنګه سعودی عربستان د تروریست پرورو هیوادونو څخه دی. آیا هغه عربستان چی د خپل بم باران له امله د زرهاوو بی ګناه کسانو ژوند اخیستۍ دی، ددی مقام لایق دی؟ او ولی سازمان ملل ددی تروریست منفور دوو رژیمونو په وړاندی سکوت اختیار کړی دی؟!
د سازمان ملل د رفتار په بل بعد کی، هیڅ کوم غبرګون ددی سازمان ملل څخه د بشر حقوقو نفض سره د قدرتمنده هیوادونو لکه امریکا په وړاندی نه لیدل کیږی، خو په اسلامی هیوادونو کی د کوچنۍ څه شی په لټه کی دی. د مثال په توګه که په اسلامی هیوادونو کی د بشرحقوقو سره د آمریکا سیاسی لید څخه کوم کوچنی نقض ولیدل سی، د بین المللی سازمانونو عبرګونونو آوازونه به غوږونه کاڼه کړی. خو که سازمان ملل په حقیقت کی د بشرحقوقو په لټه کی دی، ولی خپل ږغ د مسلمانانو وژنو په وړاندی په میانمار، په نیجریا کی د شعیانو وژنو او نور زرهاوو بشر حقوق نقضونو په وړاندی نه پورته کوی؟! ځواب دادی چی سازمان ملل او نور نړیوال سازمانونه، د قدرتمند هیوادونو تاثیر لاندی قرار لری او هیڅ وخت مستقلانه او بی طرفانه عمل نه کوی.
سازمان ملل تر هغه ځایه چی د آمریکا په ګټه دی، ددی هیواد نظامی ځواک هجوم ته مشروعیت ورکوی، خو د آمریکا موشکی بریدونو په وړاندی چی په شکاره ډول سره دبین المللی معاهداتو نقض دی، کوم غبرګون نه ښیی. دا سازمان ملل، همغه سازمان دی چی د هغه لپاره، د میانمار مسلمانانو نسل وژنه هیڅ ارزښت نه لری، خو په اسلامی هیوادونو کی د ښخو د حقوقو څخه اندیښمند دی.
متاسفانه باید وویل چی سازمان ملل په اوسنۍ ساختار سره او د هغه لوی قدرتونو تاثیر پزیریو څخه چی لری، د نړۍ اوسنۍ بحران حل لاری لپاره ځواب نه لری. د نړۍ د نجات او ژغورنی لپاره لومړۍ، په سازمان ملل کی د جدی اصلاحاتو اړتیا سته، خو په حقیقت کی د سازمان ملل اصلاح او بدلون لپاره امکان سته؟!


د مطلب کود: 142264

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/142264/د-سازمان-ملل-متحد-پر-تګلاری-باندی-نقد

آوا
  https://www.avapress.com