په تیرو ورځو کی، په هیواد کی د دیورند خط مساله یو ځل بیا مشکلات جوړ کړی دی. د پاکستان د خیبرپختونخواه ایالتی پارلمان یو بل غړی ادعا کړی دی چی عبدالله عبدالله د افغانستان حکومت اجرایی رییس، په هغه کتنه کی چی د هغه سره درلودلی دی د دیورند خط په رسمیت پیژندلی دی. که څه هم د عبدالله ویاند دا خبری په جدی ډول رد کړ، خو دا خبری د سختو او نقیضو خبرو د شروع لامل سو. بل خوا د هیواد ډیر سرشناسه څیری چی اکثر یی پشتون دی، لکه د سنا مجلس رییس اعلان کړ چی دیورند خط، یو فرضی خط دی او ددی خط په رسمیت پیژندل د یو رسمی خط په حیث، د هیواد د خلګو لپاره د قبلولو وړ نه دی. په مقابل کی، عبداللطیف پدرام، د مجلس غړی او د ملی کنګری ګوند مشر اعلان کړ چی د دیورند خط د افغانستان او پاکستان په منځ کی په رسمیت پیژنی. د پدرام په وینا، افغانستان د دیورند خط هغه لوری ساحی په لاس نه سی راوړلای، نو د همدی لپاره دا خط په رسمیت پیژنی تر څو په هیواد کی سوله رامنځته سی، خو د افغانستان سنا مجلس د دیورند خط رسمی پیژندنه ناپوهی بولی.
د دیورند مساله؛ بی پایلی ادعا او پای ته رسیدلی مساله
له یو اړخه د دیورند او پشتونستان مساله هر وخت یو قومی مساله پاته سوی دی او هغه کسان چی په کی لاس وهلی دی قومی ګټه اخیستنو په هڅه کی دی او له بل لوری، متاسفانه د افغانستان حکومت مشران او د مجلس نمایندګان او دهغه په څنګ کی خلګ، تر اوسه د دیورند خط معضل څخه او هغه توافقونو په اړه چی امضا ته رسیدلی دی پوهه نه لری. په دی برخه کی، د هیواد ډیر تاریخی حقایق، بالخصوص د دیورند مساله، پټ پاته سوی دی او داسی مسائل راپورته سوی دی چی غیری حقیقی په نظر رسیږی.
په څو مرحلو کی د افغانستان شاهان د امیر عبدالرحمن خان څخه تر محمد ظاهر شاه پوری، د دیورند خط یو بین المللی مرز او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په رسمیت پیژندلی دی او د تاریخ پوهانو په باور، د افغانستان مرزی ادعاوی په دی اړه بی پایلی دی. د هغه شواهدو په اساس چی تاریخ پوهان مطرح کړی دی، د دیورند خط په برخه کی هیڅ ډول تحمیلی کار نه وو، ځکه چی عبدالرحمن خپل قدرت په اوج کی دا خط په رسمیت پیژندلی دی او د افغانستان حکومت ادعاوی په دی اړه بی اساسه دی. په دی اساس، که څه هم دا مساله د ځینو کسانو لپاره په افغانستان کی پای ته رسیدلی نه دی، د پاکستان هیواد لپاره پای ته رسیدلی په حساب راځی.
په اخیرو کلو کی هر وخت چی د دیورند خط څخه خبری سوی دی، د افغانستان حکومت هغه د هیواد پارلمان او د هغه وروسته ددواړو لورو خلګو ته پریښی دی. په دی صورت کی، دولت هڅه کړی دی چی په اوسنۍ شرایطو کی د پاکستان تاریخی مقابلی څخه لیری پاته سی او له بل لوری دولت هڅه کړی دی چی د دیورند خط رسمی پیژندلو مسئولیت څخه ځان وباسی، خو لکه څنګه چی اکثره پوهان او تاریخ پیژندونکی هم په دی باور دی، ددواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدی مشکلاتو تفاهم نه کونه، د تروریسم سره د مبارزی لپاره ددواړو هیوادونو همکاری نه شتون اصلی لامل دی.
هغه څه چی مشخص دی، د افغانستان په سرحداتو کی بدلون په سادګی سره لکه څنګه چی نن بیانیږی، د امکان وړ نه دی او داسی مسائلو او اختلافونو باندی لمن وهل هر وخت د افغانستان او ګاونډی اړیکی خراب کړی دی او خرابوی به. په داسی شرایطو کی، د افغانستان دولتونه او حکومتونه د تیری مسالو تجربو څخه ګټه وانه اخلی، کار به داسی ځای ته ورسیږی چی وروستني حادثی به ډیر قربانیان د افغانستان خلګو څخه واخلی، ځینی تاریخ پوهان د دیورند خط یو سرطانی خط بولی چی د افغانستان راتلونکی په ابهام کی قرار ورکړی دی. داسی په نظر رسیږی چی د ملی وحدت حکومت مشران دی مساله ته ښه پوهه لری چی دا مساله پای ته رسیدلی دی. په دی منځ کی، ځینی حلقی قومی او سیاسی منفعت طلبی لپاره، د دیورند مسالی په علم کولو سره، د قومی خلګو د احساساتو څخه ګټه پورته کوی. د داوود خان څخه وروسته، هیڅ مشر د حامد کرزی په اندازه، په دی محور کی فعالیت او ګټه اخیستنه نه ده کړی.
بل نکتی ته چی باید اشاره وکړو، دادی چی د آسیا په قاره کی، ډیر بیلابیل ارضی اختلافونه د هیوادونو ترمنځ د دیورند مسالی په شان د افغانستان او پاکستان په منځ کی شتون لری، خو په هیڅ وخت کی، هیڅ هیواد نه دی توانیدلی چی د بل هیواد تر نفوذ لاندی ساحه تر تسلط لاندی راولی، بلکه ددی ځمکنۍ اختلافونو په شتون، د بین الملل قوانینو په اساس د هیوادونو اوسنۍ مرزونه د سازمان ملل او هیوادونو او نور بین المللی نهادونو له خوا قبول سوی دی. د هند او پاکستان، هند او چین، چین او جاپان او جنوبی کره، جنوبی کره او شمالی کره، چین او تایوان او... ځمکنۍ او مرزی مشکلات د اختلافونو نمونی دی چی ټوله د لوړو قدرتونو د لوبو او نړیواله جنګونو کی منځته راغلی دی خو ارضی او مرزی ادعاوی نه دی توانیدلی د هیوادونو محدودو کی کوم بدلون راولی. یواځی په ختیځی اروپا کی، روسیه د هغه مداخلاتو پّ لړ کی چی په اوکراین کی او د کریمیی شبه جزیری د بیل غوښتونوکو کی درلود، وتوانیدل په زور سره، دا شبه جزیره خپل خاوری سره یوځای کړی، خو د سازمان ملل او نړیواله مجامعو په نظر، شبه جزیره د اوکراین د خاوری څخه بلل کیږی.