کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دداعش پر ضد د ائتلاف وزیرانو ناسته د امریکا په مشرۍ

آیا افغانستان د داعش سره د مبارزی په محور باندی بدلیږی؟!

5 حمل 1396 ساعت 9:56

دوه میاشتی وروسته د دونالدترامپ، د امریکا نوي ولسمشر د دولت د کار د شروع څخه، ددی هیواد د خارجی وزارت د پنج شنبه په ورځ د مارچ په ۲۳، د داعش سره د مبارزی ائتلاف کوونکو هیوادونو ناستی کوربه د امریکا په مشرۍ باندی وو. په دی ناسته کی چی د ۶۸ هیوادونو خارجه وزیرانو په حضور په واشنګتن کی جوړ سو، صلاح الدین ربانی، د افغانستان د خارجی چارو وزارت سرپرست هم شرکت درلود.


که څه هم د ترامپ شعارونه او نیوکی د باراک اوباما د سیاستونو څخه د داعش په وړاندی د امریکا د مبارزی استراتژیک او تګلوری لپاره، تر اوسه کوم نشانه او بدلون په دی تګلوری کی نه دی لیدل سوی. په دی منځ کی، د افغانستان مساله داسی یو ګنګ موضوع د ترامپ دولت په ټولو سیاستونو کی حسابیږی. ددی هیواد امنیتی تحولات، بالخصوص د داعش تحرکات په اخیرو کلو کی، په ډیر اندیښمند ډول سره مخته تللی دی.
د هیوادونو خارجی وزیرانو ناسته د داعش په وړاندی د مبارزی ائتلاف لپاره د امریکا په مشرۍ، لومړۍ ګام وو چی ددی ائتلاف غړو هیوادونو په منځ کی د اړیکو د رامنځته کولو او هماهنګی په منظور جوړ سو.
رکس تیلرسون، د امریکا خارجه وزیر ددی ناسته مقصد د داعش په وړاندی د جنګ تسریع څیړنه او موقت منطقی رامنځته کول د آواره ګانو یا بی ځایه سوو لپاره وبلل؛ هغه مساله چی منطقه ای جدی اختلافونه د هغه په نسبت شتون لری.
له بل لوری، د داعش په وړاندی د مبارزی ځینی پرمختګونو ته په کتو سره په عراق او سوریه کی، ددی ډلی تازه تحرکات په افغانستان کی، جدی منطقه ای او جهانی اندیښنی د ځان سره درلودلی دی؛ له دی مخی، د افغانستان حضور په دی ناسته کی برجسته وو او په دی ناسته کی حاضر خارجه وزیران، لکه د امریکا او عراق خارجه وزیران، په دی هیواد کی د داعش نوی تحرکاتو ته اشاره وکړ. ددی ناستی په آخر کی هم په افغانستان کی د داعش فعالیتونو ته اشاره وسوه او ددی هیواد د دولت هڅو څخه د داعش په وړاندی د مبارزی لپاره ستاینه سوی ده.
د امریکا ائتلاف ناکامی د داعش سره په مبارزه کی په عراق او سوریه کی
په عراق او سوریه کی د داعش سره مبارزه په تیر کال کی د ځینو لاسته راوړنو سره یوځای وو. په دی وخت کی، داعش مختلف سیمی بالخصوص ځینی استراتژیک منطقی لکه د موصل ښار ځینی برخی په عراق کی له لاسه ورکړه او عراقی ځواکونه ډیرو بریالی توبونو ته ورسیدل.
داعش په لیبی کی هم خپل اصلی مواضعو څخه لکه سرت ښار له لاسه ورکړه.
ددی ډلی پرمختګونه هم په سوریه کی د روسیی پراخ هوایی بریدونو په لړ کی دریدلی دی. خو دا لاسته راوړنی، چندانی تاثیرات د داعش په وړاندی مبارزی ائتلاف د امریکا مشرۍ څخه نه وو. د داعش ګواښونه او بریدونه په اروپایی هیوادونو کی او امریکا کی او منطقه یی متحدین سره په خاورمیانه کی، د داعش ضد ائتلاف عملکرد د امریکا په مشرۍ د ورځی په تیریدو سره د ناکامی او ناهماهنګی سره یوځای وو.
په عراق کی، لاسته راوړنی د داعش په وړاندی، ډیر ددی هیواد دولت عملکرد او خلګو شبه نظامیانو څخه، د منطقه ای هیوادونو په ملاتړ لکه ایران سره وو. په سوریه کی هم د امریکا ناکام عمل په لړ کی د روسیی او ایران عمل وتوانیدل چی ددی هیواد بندون مات کړی او د داعش پرمختګونه ودروی. له دی مخی، د داعش سره مبارزه کی بریالیتوبونه بالخصوص په اخیر کال کی، د نویو تګلورو څخه د روسیی او ایران پر محور باندی دی.
د باراک اوباما ریاست جمهوری دوری په پای ته رسیدو سره په امریکا کی، ائتلاف عمل د امریکا په مشرۍ د داعش سره په مبارزه کی هم د ناکامی سره مخ سو. دا ناکامی، د داعش ځواکونو د تیښتی زمینه او دهغوی نفوذ په نویو منطقو کی لکه افغانستان کی رامنځته کړی دی.
داعش په تیر کال کی، په کابل کی ۴ لوی انتحاری بریدونه درلودلی دی. دا تحرکات، د واشنګتن په ناسته کی د خبروکولو او بحثونو د محورونو څخه وو. دا تحرکات، بالخصوص پراخ اندیښنی په روسیه او مرکزی آسیا هیوادونو کی رامنځته کړی دی.
افغانستان د داعش ډلی فعالیتونو لپاره نوی بستر
د داعش ډلی شتون نشانه په افغانستان کی په لومړي ځل کی په ۲۰۱۵ کی ولیدل سو، خو نږدی یوکال وروسته هم، نه د افغانستان دولت او نه هم ددی هیواد غربی همپیمانان بالخصوص امریکا، ددی خبری قبلولو ته حاضر نه وو؛ له دی مخی دا تازه ګواښونه، جدی ونه نیول سو.
باورونه پردی باندی وو چی په افغانستان کی د داعش شتون، د پاکستان له لوری نوی او تازه پروژه دی او د داعش شتون په افغانستان کی په هغه معنی او مفهوم سره چی په عراق او سوریه کی حضور لری، د ډیر جغرافیایی فاصلی لپاره، د امکان وړ نه دی، خو غافل ددی څخه چی داعش په عراق او سوریه کی، په سلهاوو ځواک د مرکزی آسیا هیوادونو څخه، روسیی او چچن څخه جذب کړی وو او دا ځواکونه د بیرته ګرځیدو وروسته نوی ځای ته د فعالیت لپاره اړتیا درلوده. افغانستان اجتماعی بافتونو په دلیل د مرکزی آسیا هیوادونو سره په مشابه والی سره، د مرکزی آسیا او روسیی شبه نظامیانو فعالیتونو لپاره مناسب ځای وو. که څه هم امکان لری چی پاکستان د پردی ترشا د افغانسان په شرقی مناطقو کی لکه ننګرهار او کابل کی د داعش څخه ملاتړ وکړی، خو په شمالی ولایتونو کی د داعش حضور او نفوذ بل بوی او رنګ لری.
د ننګرهار په څو ولسوالیو کی د داعش پراخ حضور او ددی ډلی هڅی په کنر کی د سرتیرو د جذبولو لپاره، د افغانستان په شمال کی د داعش حضور او نفوذ لپاره جدی هڅی روانی دی. جنرال عبدالرشید دوستم، د ریاست جمهوری لومړۍ معاون او د افغانستان ازبک تبارونو مشر، په تیر کال کی هشدار ورکړ چی په شمالی ولایتونو کی د ۷ زرو څخه ډیرو ځواکونو انتقال هڅی چی داعش سره اړیکی لری، جریان لری. ددی هشدار په لړ کی، د جوزجان ولایت دوه ولسوالی لکه درزاب او قوش تیپه، د داعش فعالیت او حضور لپاره تازه محل باندی بدل سوی دی، د تیر کال د پاییز څخه راهیسی، داعش شکاره حضور په دی دوو ولسوالیو کی درلودلی دی او خپلو ایدئولوژی او قوانینو عملی کولو باندی اقدام کړی دی. د جوزجان وروسته، داعش په دی هڅه کی دی چی په نورو شمالی ولایتونو کی لکه فاریاب او سرپل کی نفوذ وکړی.
د سرپل ولایت کوهستانات ولسوالی یو او نیم کال راهیسی د مخالفینو تر کنترول لاندی دی، د خارجی تروریستانو سرتیرو جذبولو لپاره په یو جدی مرکز باندی بدل سوی دی، د پسرلي په راتلو سره او د هوا په ګرمیدو سره، داسی وړاندوینه کیږی چی داعش نوی تحرکاتو ته د هیواد په شمال کی لاس وهی.
د یو بام او دوه هوا عمل د داعش په وړاندی په افغانستان کی
متاسفانه د یو بام او دوه هوا عمل د داعش د فعالیتونو او حضور په وړاندی په افغانستان کی شتون لری. د افغانستان حکومت او امریکا هر وخت د ننګرهار په ولایت کی د داعش د فعالیتونوپه  وړاندی اقدام کړی دی، خو هیڅ ډلو محسوس تحرکات او اقدامات د داعش په وړاندی د هیواد په شمال کی او جنرال دوستم هشدارونو لپاره نه لیدل کیږی.
دا مساله د روسیی جدی اندیښنی د مرکزی آسیا او دی هیواد امنیت په نسبت رامنځته کړی دی. روسیه په دی باور دی چی امریکا د پردی ترشا په شمالی ولایتونو کی دداعش ځای پر ځای کونی او ددی ډلی تازه تحرکاتو تر شا قرار لری.
د روسیی نوی نقش او رویکرد په لړ کی په سوریه کی، روسیه د امریکا نقش څخه د داعش حضور او نفوذ په لړ کی د افغانستان په شمال کی اندیښمند دی، ددی اندیښنو په محور کی، په داسی شرایطو کی چی افغانستان حکومت صحیح ځواب و روسیی ته نه دی ورکړی، دا هیواد په مستقیم ډول سره د طالبانو سره اړیکه ونیوله. روسیه ددی اړیکو برقرارول د داعش سره مشترک مبارزه وبلل.
د داعش په وړاندی د مبارزی ائتلاف کی د هیوادونو خارجه وزیرانو ناسته د امریکا په مشرۍ په واشنګتن کی، د داعش فعالیت شتون په افغانستان کی، د یو جدی ګواښ په عنوان تر څیړنی او بحث لاندی ونیول سو، خو د امریکا او افغانستان حکومت آزموینی دی ګواښ په نسبت، په ختیځ او مرکز کی دی او یو ډول عمدی غفلت او بی توجهی د داعش تحرکاتو په وړاندی د افغانستان په شمال کی د داعش تحرکاتو په وړاندی لیدل کیږی.
متاسفانه د افغانستان امنیتی ځواکونو یو کلنه پراخ عملیات او امریکا هوایی بریدونو په لوړ کی د ننګرهار په ولایت کی، داعش په دی ولایت کی دریشی څخه له منځه نه دی تللی او همداسی پراخ حضور لری. له بل لوری، د داعش ډله په تیر کال کی شکاره کړه چی د لویو بریدونو د طرحه کولو او عملی کولو توان حتی په کابل کی هم لری.
دا ډله د تیر کال ۴ لویو بریدونو مسئوولیت په غاړه واخیسته لکه روشنایی غورځنګ معترضانو باندی برید، د سخی زیارت او باقر العلوم پر زیارت د امام حسین ع پر عزادارانو باندی برید او په آخر ځل د سردار داوود خان پر نظامی روغتون باندی برید مسؤولیت په غاړه واخیست. دداسی ډولونو بریدونومخه تراسه نه دی نیول سوی. بیا هم د داعش تحرکات سره سره د هیواد په ختیځ او مرکز کی، وړاندوینه کیږی چی داعش تازه تحرکات د هیواد په شمالی ولایتونو کی بالخصوص په جوزجان کی به ولری؛ خو د داعش ضد ائتلاف د امریکا په مشرۍ تراوسه دا ګواښونه جدی نه دی نیولی.
د افغانستان خارجه چارو سرپرست حضور په دی ناسته کی او د امریکا خارجه چارو وزیر سره خبری، د داعش ګواښونه په افغانستان ی رابرسیره کړ. په دی سره په نظر نه رسیږی چی امریکا او همپیمانه یی د داعش په وړاندی ائتلاف کی، هغه مشکلاتو او ناکمیو ته په کتو سره چی په سوریه کی درلودی، افغانستان خپل اولویتونو څخه د نوی مبارزی لپاره تر نظر لاندی ونیسی؛ څه داچی د دونالد ترامپ دولت منځته راتلوسره هم د افغانستان جنګ تر هرڅه بی توجهی لاندی قرار نیول سوی دی.
افغانستان ددوو میاشتو راهیسی، د پاکستان او موشکی بریدونو نوی تحولاتو سره لاس او ګریوان دی، خو امریکا او ناتو د افغانستان استراتژیک شرکاوو په عنوان، هیڅ سیاسی او نظامی تحرکات د افغانستان څخه د ملاتړ لپاره نه دی درلودلی.
دا په داسی حال کی دی چی روسیه داسی ګمان لری چی امریکا د داعش فعالیتونو په ځای پرځای کولو سره د افغانستان په شمال کی غواړی مرکزی آسیا او رورسیه ناآرامه کړی.
په دی سره، هغه اساسی پوښتنه چی په دا ورځو کی په افغانستان کی، بالخصوص د پاکستان اخیرو بریدونو وروسته شکل نیولی دی، دادی چی آیا امریکا او ناتو یو استراتژیک هم پیمان د افغانستان امنیتی چالشونو په وړاندی بالخصوص دپاکستان مساله او داعش فعالیتونو په کیسه کی دی؟
د افغانستان دوه ملی شوراګانو مجلسونو کی ډیرۍ نمایندګان ددی هیواد امنیتی او سیاسی توافقنامی د امریکا او ناتو سره د بیا کتنی غوښتونکی سوی دی.
په داسی شرایطو کی، روسیه د افغانستان مساله خپل خارجی نوی سیاستونو په عنوان تعریف کړی دی او د یو جدی نقش او شاید تاثیرګذار نقش د ایفا په حال کی په دی محور کی دی. د داعش سره په مبارزه کی په افغانستان کی، لکه سوریه، روسیه کولای سی مطمئن او کارساز تره شریک وی.


د مطلب کود: 139674

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/note/139674/آیا-افغانستان-د-داعش-سره-مبارزی-په-محور-باندی-بدلیږی

آوا
  https://www.avapress.net